IQNA

طالبانو په افغانستان کې د انجونو د ښونځیو پرانیستل بیا وځنډول

12:59 - March 23, 2022
د خبر لمبر: 3485578
تهران (ایکنا) - له دې مخکې د طالبانو د حکومت د معارفو وزارت په نوي تحصیلی کار کې په درستو سویو د ددغه هیواد د ټولو ښونځيو د پرانیتسو خبر ورکړی ؤ .

ایکناخبری آژانس د شفقنا له قوله راپور راکړ،په افغانستان کې د طالبانو د موقته حکومت د ښودنې او معارفو وزارت په یوې اعلامیې کې ووئيل ، له شپږم صنفه پورته  دانجونو  درست ښونځي تر بلې اطلاع پورې چټي دي .

 داپه داسې حال کې دي چې له دې مخکې دغه وزارت په نوي تحصیلی کار کې په درستو سویو ددغه هیواد د ټولو ښونځيو دپرانیتسو خبر ورکړی ؤ .

دتیر اګست په پنځلسمه نیټه  په افغانستان کې د طالبانو واک ته له رسیدا ورسوته د ځينو اصلاحاتو دترسره کیدا په موخې سره  په افغانستان کې د د  انجونو درست ښونځي تړل شوي  دي .

 په افغانستان کې تعلیمي کال د هرلمریز کال د وري یا حمل د میاشتې له دریمې نیټې  پیلیږي او قوس د میاشتې په پنځلسمې نیټې پاي ته رسیږي .

زمونږ خبریال د شفقنا خبری آژانس له قوله راپور راکړ،د طالبانو د حکومت د معارفو وزارت په  اعلامیې کې وئيلی دي،هروخت د شریعت ، افغان فرهنګ او دود او دستورو په اسسا،د مکتب قالی برابر شي،نو هغه مهال د طالبانو د رهبرۍ د فرمان په اساس ښونځي پرانیستل کیږي .

ټاکل شوې وه،د انجونو ښونځي  له میاشتو میاشتو چټئ وروسته نن یعني د حمل د میاشتې په دریمه نیټه پرانستل شي،خو داسې ونه شول .

داپه داسې حال کې د چي د ملګروملتو یونیسف ادارې په درست افغانستان کې پر مور پلار غږ شوی ؤ چې  خپل بچیان دې ښونځي ته د لیږد لپاره تیار کړي   

   https://af.shafaqna.com/FA/508086  

captcha