ایکنادپارس ټو ډې له قوله راپور راکړ، دافغانستان په بلازمینې کابل کې د بهرنيو چارو وزارت مخې ته نن له غرمې وروسته د ځانمرګي برید له امله ۶ تنه وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.
د یاد ولایت د پولیسو ویاند خالد ځدران وایي، نن له غرمې وروسته د کابل ښار دویمې امنیتي حوزې اړوند د ملک اصغر په څلور لارې کې امنیتي چک پواینټ ته څېرمه یو ځانمرګی بریدګر موخې ته تر رسیدو وړاندې د دوی د ځواکونو له لورې په نښه شوی چې له امله یې په ځآن پورې تړلو چاودیدونکو توکو چاودنه کړې.
خالد ځدران وايي، د یادې چاودنې له امله ۶ ملکي وګړي وژل شوی او د درې طالب عسکر ټپیان شوي، خو کابل کې د ايمرجنسي روغتون پر خپله ټوېټر پاڼه ليکلي، چې د بهرنيو چارو وزارته مخ ته له چاودنې دوی ته تر اوسه د يو ماشوم په ګډون ۱۲ ټپيان ور وړل شوي دي او دوه ټپيان دوی ته له رسېدو مخکې مړه شوي دي.
په سیمه کې ځینې سرچینو د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي چې یاد ځآنمرګی برید د طالبانو په چک پوینټ شوی او له امله یې د دوی ګڼ شمېر نظامیانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د تېر کال مرغومې په ۲۱مه هم د طالبانو د بهرنيو چارو پر وزارت بريد وشو چې پهکې د ياد وزارت ۱۶ ډيپلوماټان ووژل شول او تر ۴۰ ډېر کسان پهکې ژوبل شول.