ایکناد ولسمشرۍ د دفتر له قوله راپور راکړ، دایران دا سلامی جمهوریت ولسمشر سید ابراهیم ریئسي سیستان او بلوچستان ولایت ته په سفر او د هیواد دختیځي پټئ ولایتونو ته د سمندر د اوبو دمنتقلونکي پایپ لاین د پیلیدا په دستورو کط ووئيل، دمونږ حکومت هڅه کوي ،له عمان سمندره د هیواد دختیځ مختلفو سیمو ته اوبه ورسوي، چې ددغې پروژې اجرا وخت ته اړتیا لريو البته هغه حق آبه چې د سیستان اوبلوچستان خلک ئې دهیرمند له سینه لري، د وخت تیریدا ته نشي سپارلی.
د ایران ولسمشر زیاته کړه ،تر څو چې اوبه دغې سیمې ته ورسیږي،زیات وخت ته اړتیا لري، ابته د مونږ دوستان چې په انګیزې سره هڅه کوي، دغه وخت محدود کړي،خو دغه حق آبه د سیستان اوبلوچستان د خلکو اوسیمې حق دی، له اوس وخت سره اړوند نه دی، دا په تړونونو او موافقو کې شته او په تاریخ کې هم دغه اوبه تل د سیمې د خلکو لپاره راغلې ده او خلکو ورڅخه استفاده کړې او له یوه خاص وخت سره اړونده نه ده .
د اسلامی ایران ولسمشر ووئیل، غواړم د افغانستان واکوالانو ته ووایم چې زما دغه خبره عادي ونه ګڼي ډيره جدي ئې باید وګڼي ، د افغانستان واکوالانو او مسئولانو ته خبرداری ورکوم چې د سیستان اوبلوچستان د خلکو اوسیمې حق دې زرترزره ورکړي.
ابراهیم ریئسي په دې باب خپرو شوو ځينو ادعاګانو ته په اشارې سره چې په هیرمند سین دپاسه جوړ شوی ډیم څه خاص اوبه نه لری، یا ځيني ځيني اوبه ئې مځکه نغري،روښانه کړه، باید زرترزره دې د مونږ کارپيژاندو ته اجازت ورکړل شي،څو دغه موضوع وارزوي ،که د مونږ کارپيژاندو تائيد کړه،نو ډيره ښه هیڅ مشکل نشته .د اوبو دنه شتون په بڼه کې مونږ کوم بحث نه غواړو وکړو،خو که اوبه موجوده وي،نو د سیستان اوبلوچستان د حلکو دغه حق باید ورکړل شي او مونږ هیڅکله هم اجازت نه ورکوو،د خلکو حق ضایع شي.
هغه همداراز ټينګار وکړ، پوهه شئ چې حکومت کلک هوډ لري، د خلکو حق به په هره بڼه چې وي ترلاسه کړي. د اوبو موضوع د اوسنۍ نړۍ یوه اصلی موضوع ده او اجازت نه ورکوو ،د ایران د خلکو حق د هیڅ یوه هیواد له خوا ضائع شي.
د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر په دې ټکي په بیاټينګار سره چې د هغه ددغو خبرو مخاطبان دې دغه خبرداری په بشپړ دول جدي وګڼي ووئيل، زما دغه خبرې باید ډیرې جدي وګڼل شي او ورسته دې بیا څوک ګیله ونه کړي چې مونږ ته ونه وئیل شول یا خیال وکړي، چې په سیاسی خبرو یا د وخت په تیریدا سره له دغې موضوع تیر شو، نه داسې نه ده ، د وخت تیرول دغه مسئله نه حل کوي، البته په افغانستان کې دمونږ نماینده او د سیستان او بلوچستان والي هم دغه موضوع دډيپلوماسۍ او خبرواترو له لارې تعقیبوي ،خو د افغانستان وااکوالانو ته وایم چې دغه خبره دې جدی وګڼي اوزرترزره دې اقدام وکړي چې دسیستان اوبلوچستان خلک خپل حق ته ورسیږي.