IQNA

د پاکستان جنګي الوتکو د افغانستان په جنوبی ختیځ کې سخته بمباری وکړه

7:20 - December 25, 2024
د خبر لمبر: 3490369
ایکنا -  د پاکستان دپوځ د افغانستان په جنوب ختیځ کې د پکتیکا ولایت په سرحدي سیمو باندې په هوائي حملې کې یو شمیرعاموخلکو ته چې ماشومان او ښځې هم پکې ترسترګو کیږي، مرګ ژوبلې اړولي دي.

ایکنانیوز د تسنیم له قوله راپور راکړ، د افغانستان ځاي سرچینو وئيلي دي، د پاکستان دپوځ جنګي الوتکو پرون ماښام د  افغانستان د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې ځیني سرحدي سیمو باندې بمباري کړې ده.

په راپور کې وئيل شو يدي ، دغه  حملې  دعامو خلکو په کورونو شوي دي او په نتیجې کې  ئې  د ښځو او ماشومانو په شمول  یو شمیر عام خلک وژل شوي  او یو شمیر نورهم ټپیان شوي دي.

په ټولنیزو چینلونو کې خپره شوي انځورونه  ښئ چې  دغه  حملو  په دغو سیمو کې  د عامو خلکو دامنیت په باب ډيرې اندیښنې راولاړې کړي دي.

د افغانستان امنیتی سرچینو تائيد کړې ده چې  د مارغه او لمن سیمې هم ددغو بمباریو  په اغیزو کې راغلي دي.

په داسې حال کې چې د پاکستان ځینو رسنیو ادعا کړې ده ، چې ددغو حملو موخه  د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي وګړي دي، خو ددغو حملو ټول قربانیان عام خلک دي چې په دغو سیمو کې ئې ژوند کاوۀ.

داپه  داسې حال کې دي چې د افغانستان د طالبانو دفاع وزارت  د پاکستان د پوځ ددغو تیریو په غبرګون کې  دا حمله په سخته محکومه کړې او وئيلي ئې دي چې  د  افغانستان په خاورې به تیری هیڅکله هم ونه زغمي او دغو تیریو ته به کلک ځواب ورکړي.

https://www.tasnimnews.com/fa/news/1403/10/04/3225581/

captcha