
ایکنا نیوز راپور راکوي، د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو عمومی اړیکو څانګې د وعده صادق ۴ عملیاتو په څو مرحله اي ۸۵ څپې کې له امریکائي صهیونیستي دښمن سره په اړونده څو درندو او سترو صنعتي ټولګو باندې په سختو ګوزارونو سره ټينګار کړی دی ، په دغه شان ډرونز او توغندوي پراخو عملیاتو په اوج کې ددښمن هوائي ځواک په جنګي الوتکو او ډرونز سره هڅه وکړه ، دمونږ توغندوي پلیټ فارمونه په نښه کړي، چې د سپاه دهوائي ځواک له مخه نیونکي دفاعي سسټمونو په سختو ډزو سره د شیراز په فضا کې د امریکا یو MQ۹ ډوله ماډرن سټراټژيک ډرون نسکور شو او همداراز د فارس ولایت په جنوب کې یوه بله امریکائي ایف ۱۶ جنګی الوتکه هم ټارګټ شوې ده.
د سپاه پاسدارانو د عمومی اړیکو په اعلامیې کې وئيل شوي دي؛
فمن اعتدی علیکم فعتدوا علیه به مثل معتدی علیکم
د ایران حماسه پنځونکي شجاع او مومن ولسه ! پرون امریکائي صهیونیسټي دښمن چې د په سمندر او مځکې باندې د تاسو له مبارزو بچیانو سره له مبارزې عاجز دي، یو ځل بیا په رذیل ډول دایران عمومي صنائعو بمبارولو ته مخه کړې ده.
د تاسو د مقدس اتحاد او کلکې دریدا په درنښت کې د ایران د سپاه پاسدارانو دهوا فضا او سمندری ځواکونو شجاع مبارزانو د وعده صادق ۴ عملیاتو په څو مرحله ایزې ۸۵ څپې کې په ؛یارسول الله؛ رمز سره او د هیواد د صنائعو شهیدانو او د هیواد ټولو تولیدونکو صنعتکارو ته په ډالۍ سره په عملیاتو کې په نیواکي ټآټوبو او نورو سیمو کې د تیریګرو امریکائي صهیونیسټي دښمن سره اړونده څو ستر صنعتي ټولګې په توغندیو او ډرونز سره په نښه کړې او دهغو ډيرې برخې ئې تباه او له کاره غورځولي دي.
ددغو عملیاتو په عین اوج کې د دښمن هوائي ځواک د جنګي الوتکو او ډرونز په لیږد سره هڅه وکړه، زمونږ د توغندیو او ډرونز پلیټ فارمونه ټارګټ کړي چې د سپاه پاسدارانو د هوائي ځواک په دفاعي توغندوي سسټم او مخه نیونکي نظام په عملیاتي کیدا سره د شیراز په فضا کې د امریکا یو MQ۹ ډوله ماډرن او سټراټژيک ډرون نسکور شو او دغه راز د فارس ولایت په جنوب کې یوه ایف شپاړس ډوله امریکائي جنګي الوتکه هم د توغندي ښکار شوې او دعربستان په یوه هوائي ډګر کې له کیښناستو مخکې تباه شوې ده. د امریکا مرکزي قوماندې په یوې اعلامیې کې ددغې جنګي الوتکې په لګیدا او ناکاره کیدا باندې اعتراف هم کړی دی.
دامریکا بې تدبیره واکوالانو ته موخبرداری ورکړی ؤ چې په صنعتي ټولګو باندې دحملو غچ به اخستل کیږي، دا حمله یوازې کوم خبرداری نه ؤ ، که په صنائعو بیا حملې تکرار شي، نو دمونږ ورپسې ځواب به ستاسو له تصوّره هم ډير یات دروند او ویجاړونکی وي.
و ما النصر الا من عندالله العزیز الحکیم.
https://iqna.ir/fa/news/4343173/