د ایکنا د راپور له مخې، چې د سعودي رسمي خبري اژانس (واس) له قوله یې خپور کړی، د کعبې د کلنۍ مینځلو مراسم د چنګاښ (تیر) د میاشتې په نهمه، د مکې د والي د مرستیال په شتون کې ترسره شول.
هغه مسجدالحرام ته له واریدیدا وروسته، د کعبې شریفې دننه برخه د زمزم په اوبو او د ګلابو په اوبو ګډ محلول سره ووینځله او د همدې محلول په لمدې شوې ټوکر ئې د کعبې داخلي دېوالونه پاک او تطهیر کړل.
د کعبې شریفې د وینځلو مراسم د دې سپېڅلي کور د پاکوالي، درناوي، ساتنې او پالنې لپاره د ملک عبدالعزیز آل سعود له دورې څخه تر نن ورځې پورې یو ثابت دود پاتې شوی دی.
د مسجدالحرام او مسجدالنبي د چارو عمومي ادارې ویلي، سعودي عربستان د خپلو تخنیکي، خدماتي او بشري امکاناتو په کارولو سره، او د کعبې د زینې د نصب لپاره د تخنیکي او انجینرينګ پرسونلو په ملاتړ، د کعبې د مینځلو ټولې چارې ترسره کړې دي.

یادې ادارې څرګنده کړه چې د چمتووالي بهیر د ۱۵ لېټره زمزم اوبو، ۱۵ لېټره ګلابو اوبو، ۱۵ لېټره د ګلابو د غوړو او ۱۰۰ میلیلېټره د عودو د تېلو په برابرولو پیل شو. وروسته د هر کال د معمول له مخې د کعبې شریفې د مینځلو مراسم ترسره شول.
د یادونې وړ ده چې دا مراسم لومړی د کعبې د فرش د دوړو او ککړتیاوو په جارو کولو پیلېږي. وروسته هغه مسي لوښي راوړل کېږي چې پکې د زمزم اوبه د ګلابو له خوشبویۍ، د ګلابو له تېلو او غوره عودو سره ګډې شوې وي. بیا ټوکرونه په همدې محلول لمدېږي او د کعبې داخلی دېوالونه پرې پاکېږي. له هغې وروسته د کعبې درې ستنې او فرش مینځل او وچول کېږي، او په پای کې دېوالونه د نویو وسایلو په وسیله معطرېږي، څو ټوله کعبه شریفه په بشپړه توګه پاکه او خوشبویه شي.

د یادونې وړ ده چې د «غسل الکعبه» یا د کعبې د وینځلو او معطرولو کلني مراسم د کعبې د پَردې د بدلولو له مراسمو سره توپیر لري. د کعبې پرده هر کال د نوي هجري قمري کال په پیل کې بدلېږي.

https://iqna.ir/fa/news/4361250/