iqna

IQNA

بچوې
ایکنا - مهمه پوښتنه دا ده چې  وحشي صهیونیسټي رژيم په کومو موردونو کې د ایران د اسلامی جمهوریت په باب له محاسباتي تیروتنې سره مخ شوی دی؟
د خبر لمبر: 3490075    خپرونې تاریخ : 2024/10/28

ایکنا -   د صهیونیسټي  بندیانو یو شمیر کورنیو د جنایتکار صهیونیسټي رژیم  د لومړي وزیر د وینا دستورې ترینګلي کړې  او پر هغه ئې حمله وکړه.
د خبر لمبر: 3490074    خپرونې تاریخ : 2024/10/28

ایکنا - په داسې حال کې چې  د امریکا د ولسمشر مرستیالې او د ولسمشرۍ د  انتخاباتو کاندیدې کاملا هریس  په میشګان کې په انتخاباتي کمپاین کې وینا کوله ، د فلسطین ملاتړو  د ؛غزې جنګ بند کړئ ، په شعار پورته کولو سره دهغې  وینا غوڅه کړه او  اړئ ګړئ ئې جوړه کړه.
د خبر لمبر: 3490073    خپرونې تاریخ : 2024/10/28

ایکنا - نیویارک ټایمز لیکلي، د فارس خلیج یوه لوړ پوړي چارواکي د ایران په وړاندې د متحده ایالاتو د ستراتیژۍ په اړه ویلی دي: مونږ خپل ټول وخت په دې هڅې کې تېر وو چې د ایرانیانو مخه ونیسو، داسې وسلې ترلاسه کړو چې دوی به یې هیڅکله ونه کاروي، په داسې حال کې چې مونږ هغه وسلې له پامه غورځوو چې دوی او د دوی نیابتي ځواکونه ئې هره ورځ زمونږ په وړاندې کاروي."
د خبر لمبر: 3490065    خپرونې تاریخ : 2024/10/27

پارس ټوډې –د فلسطین او د لبنان د خلکو د ملاتړ لپاره« بني ادم اعضای یکدیګرند» په شعار سره د «ایران همدل» د خوځښت څلورم پړاو ترسره شو.
د خبر لمبر: 3490055    خپرونې تاریخ : 2024/10/24

ایکنا - د ایران د اسلامی  جمهوریت ولسمشر او هندي لومړي وزیر پرون مازدیګر د روسیې په قازان کې   په کتنې کې د دوو اړخیزو اړیکو دپراختیا د لارو چارو  او د سیمې  ورستۍ پيښې ارزولي  او په سیمې کې ئې د نښتو ددریدا په ضرورت  او د بشری حقوقو  په زمینې کې ددوه ګوڼو سټينډرډونو له اعمالیدا په ډډه کولو ټینګار وکړ.
د خبر لمبر: 3490050    خپرونې تاریخ : 2024/10/23

ایکنا – د افغانستان د شیعه عالمانو شورا د فلسطین داسلامی مقاومتي غورځنګ حماس د سیاسی دفتر د مشر یحیی السنوار د شهادت په باب په  تسلیّت وئيلو سره  ټينګار کړی دی چې د مقاومت د قوماندانانو په شهادت سره به، د آزادي غواړو د مبارزو بیرغ پر مځکه ونه لویږي.
د خبر لمبر: 3490040    خپرونې تاریخ : 2024/10/21

ایکنا - د پوهنتون یوې یهودي پروفیسرې  د صهیونیسټي رژيم  په اقداماتو باندې په سختو نیوکو سره  دغه رژيم د نړیوالې ټولنې لپاره یو ستر ګواښ وبالۀ.
د خبر لمبر: 3490033    خپرونې تاریخ : 2024/10/20

ایکنا - د اسلامی انقلاب معظم رهبر حضرت آیت الله العظمی خامنه ای د سیمې مسلمانو ولسونو غیرتي  ځوانانو ته په یوه پیغام کښې د اتل مجاهد قومندان «یحیی السنوار» درناوی وکړ او ټینګار یې وکړ: د مقاومت جبهه هماغه ډول چی مخکې د خپلو مشرانو په شهادت سره پاتې نه شوه د سنوارو په شهادت سره به هم ونه دریږي. باذن الله. حماس ژوندی دی او ژوندی به وي.
د خبر لمبر: 3490028    خپرونې تاریخ : 2024/10/19

ایکنا – د ؛سید حسن نصر الله ،تل پاتو مکتب ؛ په نامې سره په وبینار کې ګډون کونکو ټينګار وکړ چې دمقاومت میرمنې هماغه راز د مقاومت د شهیدانو له سردار سید حسن نصر الله سره خپل عهد ته پابنده دي اوپه دې لاره کې  به له دښمنه هیڅ ویره ونه لري.
د خبر لمبر: 3490006    خپرونې تاریخ : 2024/10/15

ایکنا - په غیر پوځي او عمومي بیخ بینائيو باندې د اسرائيلو د وحشي پوځي څاروي ډوله حملې د هغه ویرې او ترهې له لارې دکنټرولولو په موخې سره د ترور له هماغې رودې استفاده ده.د(IDF)  آئي ډي ایف په نامې سره  داسرائیلو دفاعي ځواک په ایف ۳۵ډوله جنګی الوتکو سره هماغه داعشی ترهه ګر دي.
د خبر لمبر: 3490002    خپرونې تاریخ : 2024/10/15

ایکنا - د الجرداح مرکز ته د اسرائيلي نیواکګرو  په نفوذ سره د وحشي صهیونیسټانو له خوا په یوه بل جنایت کې د نیواکي فلسطین او لبنان د پولې په ۲۰۰میټرۍ کې د الضهیره سرحدي ښار جومات سخت بمباري کړ.
د خبر لمبر: 3489995    خپرونې تاریخ : 2024/10/14

ایکنا - د امریکا د فارن پالیسي خپروندوی د راپور له مخې، د روان کال تر اګسټ میاشتې پورې د صهیونیسټي رژیم لپاره د غزې د جګړې د تمویل مستقیم لګښت، ۱۰۰ میلیارده شکیل (۲۶.۳ میلیارده ډالره) دی.
د خبر لمبر: 3489975    خپرونې تاریخ : 2024/10/09

ایکنا – د جرمنی پولیسو په برلین کې په غړې تړانګې د صهیونیسټي  رژیم د جنګ او تیریو سره په مخالفت   او د  فلسطین دمظلوم ولس  په ملاتړ کې د زرګونو خلکو مظاهر وځپله.
د خبر لمبر: 3489968    خپرونې تاریخ : 2024/10/09

ایکنا - د فلسطین د مبارزانو له طوفان الاقصی ناڅاپی عملیاتو وروسته وحشي صهیونیسټي رژيم په بمباریو او حملو کې په غزې تړانګې کې په تیر یوه کال کې ۸۱۴جوماتونه  او ۳کلیساګانې ړنګې شوي دي
د خبر لمبر: 3489959    خپرونې تاریخ : 2024/10/07

ایکنا – د فرانسې په پلازمینې پاریس کې په زرګونو خلکو یوځل بیا په غزې تړانګې کې د صهیونیسټي رژيم په جنایتونو باندې په اعتراض کې له مظلومو فلسطینیانو په ملاتړ کې بیا مظاهرو ته مخه کړه.
د خبر لمبر: 3489826    خپرونې تاریخ : 2024/09/10

ایکنا –د یمن  انصار الله غورځنګ ددغه غورځنګ په وسیله د عربستان د یوې تیلي کشتۍ د ټارګټ کیدا په باب د امریکایانو له خوا  خپره شوي خبرونه دروغ وبلل.
د خبر لمبر: 3489803    خپرونې تاریخ : 2024/09/05

ایکنا - د الاقصی جومات خطیب شیخ عکرمه صبري  په یولړ څرګندونو کې ټينګار کړی دی، ایتمار بن ګویر   پر الاقصی جوات د یهودیانو د حق په باب دخپلې ادعا لپاره هیڅ  مدرک نه لري.
د خبر لمبر: 3489765    خپرونې تاریخ : 2024/08/27

ایکنا –په فلسطین کې د ملګروملتو د بشری حقوقو رپورټر د تیرې جمعې په ورځې په غزې تړانګې کې ددیني مقدساتو د بې احترامۍ او مذهبی ځایونو باندې د صهیونیسټي رژيم د پوځیانو د حملو په محکومولو سره،ددغه رژيم په ضد دبندیزونو د اعمالولو غوښته وکړه.
د خبر لمبر: 3489759    خپرونې تاریخ : 2024/08/26

ایکنا - د یمن د انصار الله ولسی غورځنګ رهبر سید عبدالملک بدرالدین الحوثي  په یو لړ څرګندونو کې  دې ته په اشارې سره چې د فلسطین له ولسه  په ملاتړ کې د لټۍ د خطرې په باب د اسلامی امت د خبرولو اوپوهولو په زمینې کې  ددین دعالمانو او روڼ اندو دنده ډیره  ستره دنده ده ،ووئیل؛  له غزې او الاقصی جومات څخه دفاع  د ټولو مسلمانانو لپاهر یوه مقدسه دنده ده.
د خبر لمبر: 3489741    خپرونې تاریخ : 2024/08/23