ایکنا – د قرآن کریم د نړیوال نندارتون د دوه دیرشم پړاؤ د نړیوالې برخې مدیر ددې خبرې په کولو سره چې سږکال به دغه څانګه ډير ډولوالی ولري ، ووئيل؛ د اسلامی انقلاب د امامیّنو د قرآنی لیدتوګو بیانول او د مقاومت قرآنی منطق د نندارتون د نړیوالې څانګې په ځانګړي ایجنډا کې شامل دی.
د خبر لمبر: 3490727 خپرونې تاریخ : 2025/03/03
ایکنا - د کشمیر مسلمانو فعالانو د هندی کشمیر په سیاسی ، کلتوري او اجتماعي جوړښت او د مسلمانو په هویّت په بې آمانه حملې کې دهندي حکومت اقدامات په سخته محکوم کړل.
د خبر لمبر: 3490439 خپرونې تاریخ : 2025/01/09
ایکنا – د هند په نوي ډيلي کې دایران کلتوری سلایارئ ااو په ممبئ کې د ایران کلتوري خونې د هند د مهاراشټر صوبې د اورنګ آباد ښار د مولانا آزاد پوهنځي په ملګرتیا سره ، په دغه پوهنځي کې د قرآنی کتابت دعمومي سیالیو دوهم پړاؤترسره کړ.
د خبر لمبر: 3490423 خپرونې تاریخ : 2025/01/06
سرزوري هندوان کوشش کوي چې د هندوستان مسلمانان چې د دوې په خوا کښې وسیږي له خپلو کورونو او کلیو ووباسي.
د خبر لمبر: 3489858 خپرونې تاریخ : 2024/09/17
ایکنا - یو هندي مسلمان لیکوال او خبریال محمد علی په یوه هغه یاددښت کې چې په نیویارک ټایمز کې خپور شوی ، د هندوستان د مسئولانو ددیني تعصب او توکمپالنو په دلیل ددغه هیواد د مسلمانانو د ویرې او وحشت خبر ورکړ.
د خبر لمبر: 3489298 خپرونې تاریخ : 2024/05/29
ایکنا – د ترکیې خارجه وزارت د میانمار د مسلمانانو شرائط او په دغه هیواد کې د نښتو د زیاتیدا په غبرګون کې، ددغه لږکي په وضعیّت په اندیښنې ښودلو سره، په دغې سیمې کې د نړیوالو قوانینو د رعایتولو غوښته کړې ده.
د خبر لمبر: 3489285 خپرونې تاریخ : 2024/05/27
ایکنا - د هندوستان زیاتره مسلمانان د افراطي هندوان و په وسیله د یوشمیرمسلمانانو د هیڅ په هیڅه وژلو پسې ددغې افراطي او ناغیړي پرګنې دتاؤتریخجنو اقداماتو په دوام ډیر اندیښمن دي .
د خبر لمبر: 3489129 خپرونې تاریخ : 2024/04/29
ایکنا- دهندوستان د مسلمانانو یو شمیر مشرانو په دې خبرې په ټينګار سره چې د هند حکومت باید د جوماتونو او د هندوان و د مندرونو په سر اختلافات ختم کړي، له حکومته ئې په دغه هیواد کې د مسلمانانو دعبادتځایونو او نورو مقدساتو د خوندی ساتلو غوښتنه وکړه.
د خبر لمبر: 3488669 خپرونې تاریخ : 2024/02/04
ایکنا د هندی کشمیر د سرینګر په جامع جومات کې د جمعې لمانځه د ادا کولو له لس اونیو ممنوعیّت وروسته ، هندی چارواکو په دغه جومات کې د جمعې لمونځ د ترسره کیدا اجازت ورکړ.
د خبر لمبر: 3488465 خپرونې تاریخ : 2023/12/24
ایکنا- هندی مسلمانان چې په ایودیا کې د هندوان و دلوی معبد یا مندر په شاوخوا کې ژوند کوي، مخکې له دې چې دغه معبد افتتاح شي، ددغه اقدام په نتیجو اندیښمن شوي دي.
د خبر لمبر: 3488459 خپرونې تاریخ : 2023/12/23
ایکنا-(ډیلی) د افراطي هندوان و یوه زوړپال پادري یا پجاری ددې خبرې په کولو سره چې اسلام د هندوان و او صهیونیسټانو مشترک دښمن دی ، له صهیونیسټانو بشپړ ملاتړ اعلان کړ،چې په ټولنیزو چینلونو کې سخټ رټل شوی دی.
د خبر لمبر: 3488116 خپرونې تاریخ : 2023/10/16
ایکنا-(واشنګټن) هندی مسلمانان چې له هرپلوه له دسیسو او نفرتونو سره مخ دي، په هندوستان کې د اجتماعی او سیاسی مشکلاتو په رامینځةکیدا کې ، دناروغیو په خپریدا کې،د آبادۍ تر چاودیدونکي حده په زیاتیدا کې او دغه راز دهرډول ترینګلتیاؤ زمه وار ګڼل کیږي او دغه نفرت له واټه تر پارلیمانه رسیدلی دی.
د خبر لمبر: 3488076 خپرونې تاریخ : 2023/10/09
ایکنا-(هند ) په هندوستان په تیره بیا په هاریانه صوبې کې افراطي زوړپالو هندوان و اقدامات، د فلسطین دخلکو د تاریخ اومیراث دحذفولو لپاره په هڅې کې د صهیونیسټي رژيم د سیاستونو انعکاس دی. داسې ښکاري چې د مودي سرکار دحکومت چارواکي له تل ابیب سره د نزدو اړیکو پر ټينګولو سربیره د مسلمانانو د ځپلو لپاره ددغه وحشي رژيم له اقداماتو آئيډیا اخلي.
د خبر لمبر: 3487934 خپرونې تاریخ : 2023/09/10
ایکنا-(ساؤت ولز) په آسټریلیا کې د سیک دین پيروکارو، هندوان و او مسلمانانو ددغه هیواد په نیوساؤت ولزولایت کې ددینی مقدساتو د سپکاویو دجرم بللو دمسودې دوړاندې کیدا هرکلی وکړ.
د خبر لمبر: 3487651 خپرونې تاریخ : 2023/07/19
د هندلومړی وزیر نریندرا مودي چې مصر ته په سفر تللی ،د مصرد لرغونو آثارو دعلای شورا له عمومی منشي سره یو ځاي د الحاکم باامرالله جومات کتنه وکړه.
د خبر لمبر: 3487533 خپرونې تاریخ : 2023/06/26
ایکنا-(تهران) د هند په اوړیسا صوبې کې پرون ناوخته د درېیو اورګاډو د ټکر له امله د وژل شویو کسانو شمېر شاوخوا درې سوو ته او د ټپیانو شمیر هم له زرو تنو زیات شوی دی. .
د خبر لمبر: 3487432 خپرونې تاریخ : 2023/06/03
ایکنا-( تهران)ّ په همداوروستیو کې د هندوستان تر ولکې لاندې په کشمیر کې ځیني فلمونه خپره شوي دي چې موخه ئې ددغې سیمې دمسلمانانو بدنامول دي.
د خبر لمبر: 3487280 خپرونې تاریخ : 2023/05/03
ایکنا-(تهران) په هندوستان کې سرزورو او افراطي هندوان و څه موده مخکښې په بیهار صوبه کښې هغه کتابتون هم وسوزوه چې ۱۱۳ کاله لرغونوالی یې درلود.
د خبر لمبر: 3487245 خپرونې تاریخ : 2023/04/26
ایکنا-(تهران)د خپرو شویو ویډیوګانو له مخې،سر زورو او افراطي هندوان و د موراپور روغتون له سوزولو نه علاوه په یوه ډله مسلمانانو باندې د کاڼو ګوزارونه وکړي او د مسلمانانو ګاډي او سوداګریز مرکزونه یې ولوټل او ځینو هم د شعارونو په ورکولو سره، له هندوستانه د مسلمانانو د وتلو غوښتنه وکړه.
د خبر لمبر: 3487135 خپرونې تاریخ : 2023/04/04
ایکنا-(تهران) د هندوستان په اوترپردیش صوبې کې د یوه تاریخي جومات په ړنګیدا پسې ددغه هیواد مسلمانانو او خپلواکه اورګانونو غوسه او غبرګون راپورته شوی دی.
د خبر لمبر: 3486772 خپرونې تاریخ : 2023/01/19