ایکنا- د علوي سپېڅلي آستان ادارې په نجف اشرف کې له ۱۵۰۰ څخه د زیاتو حسیني موکبونو د ملاتړ لپاره د خوراکي توکو او د څښاک د اوبو د وېش بهیر پیل کړی دی.
د خبر لمبر: 3493056 خپرونې تاریخ : 2026/07/21
ایکنا - د حسینی اربعین د فرهنګي خلاقو صنعتونو موکب» لومړنی ملي پروګرام، د اسلامي انقلاب او سپېڅلې دفاع د ملي میوزیم او یو شمېر فرهنګي، علمي او ټیکنالوژیکو بنسټونو په ګډې ملګرتیا سره، د حسینی اربعین، مقاومت او د موکبونو د چاپېریال اړوند د نوښتګرو نظریو، محصولاتو او ټیکنالوژیو د پېژندنې او ملاتړ په موخه خپل فعالیت پیل کړ.
د خبر لمبر: 3493047 خپرونې تاریخ : 2026/07/19
ایکنا- د اسلامی انقلاب د شهید مجاهد رهبر حضرت امام خامنه اي(قدس الله نفسه الزکیّه) د پاکې جنازې دستورې د چنګاښ د میاشتې په اتلسمه نیټه په نجف اشرف مقدس ښار کط د عراق د میلیوني عزادارو او مینه والو په ولولناک شتون سره ترسره شوې.
د خبر لمبر: 3493011 خپرونې تاریخ : 2026/07/11
ایکنا- پارس ټوډې- د عراق د ستر دیني مرجع استازي، د اسلامي امت د شهید امام خامنه اي پر مبارک جسد د حضرت امام حسین (ع) په سپېڅلي حرم کې د جنازې لمونځ ادا کړ.
د خبر لمبر: 3493008 خپرونې تاریخ : 2026/07/09
ایکنا- د ایران د اسلامي انقلاب د شهید رهبر امام خامنه اي د جنازې مراسم د عراق او د نورو هېوادونو د میلیونونو خلکو په ګډون د حضرت امام حسین (ع) په سپېڅلي حرم کې ترسره شول ؛ دا یوه بېسارې تاریخي صحنه ده چې د کربلا د عاشورا یاد تازه کوي.
د خبر لمبر: 3493007 خپرونې تاریخ : 2026/07/09
ایکنا- په نجف اشرف په ښار کې د اسلامي انقلاب د شهید رهبر امام خامنه اي د جنازې د لمانځه په مراسمو کې د عراق د خلکو پراخ شتون، یو ځل بیا د ایران او عراق د ولسونو ژوَرې اړیکې او یووالی نندارې ته وړاندې کړ. دغه مراسم د میلیونونو ویرجنو خلکو، سیاسي او مذهبي شخصیتونو په ګډون او د پراخو امنیتي او خدماتي تدابیرو په ړنا کې ترسره شول.
د خبر لمبر: 3493001 خپرونې تاریخ : 2026/07/08
د حسینی اربعین د قرآني پروګرامونو پیل؛
ایکنا- «له قرآن سره د جنت پر لور» په عنوان سره د قرآن کریم د انس غونډه، د شهیدانو د لوړ مقام د درناوي، د قرآن کریم او اهلبیتو (ع) د فرهنګ د ودې او د حسینی اربعین د قرآني پروګرامونو د رسمي پیل په موخه، د قرآن کریم د قاریانو، حافظانو، قرآني فعالانو او مینهوالو په ګډون د حضرت امام رضا (ع) په سپېڅلي حرم کې ترسره شو.
د خبر لمبر: 3492985 خپرونې تاریخ : 2026/07/02
ایکنا- د عراق او ایران د ادارو ترمینځ د پراخو همغږیو له پیل سره هممهاله، عراق په سپېڅلو ښارونو نجف اشرف او کربلا معلی کې د شهید امام آیتالله سید علي خامنهاي د جنازې د مراسمو د ترسره کولو لپاره چمتووالی نیسي. تمه کېږي چې په دغو مراسمو کې به له یو میلیون څخه ډېر کسان ګډون وکړي.
د خبر لمبر: 3492971 خپرونې تاریخ : 2026/06/30
ایکنا- دغه بیرغ د ایران د سرقونسلګرۍ د هڅو په پایلې کې د حسيني آستان له لوري په کربلا کې د ایران د سرقونسلګرۍ سرپرست جعفر صفري، ته وسپارل شو، څو د شهید رهبر د جنازې او وروستۍ بدرګې په مراسمو کې ترې استفاده وشي.
د خبر لمبر: 3492947 خپرونې تاریخ : 2026/06/23
ایکنا- د علوي سپېڅلي آستان له لورې د نهجالبلاغې د يوې نفيسې او ګنجينه ا ي نسخې د ليکلو د پروژې د پيل خبر ورکړل شوی، چې د اسلامي نړۍ په کچه د خپل ډول لومړنۍ پروژه بلل کېږي.
د خبر لمبر: 3492916 خپرونې تاریخ : 2026/06/16
ایکنا -د اسلامی انقلاب معظم لارښود د نجف اشرف د علمیه حوزې د یوه لوي دینی عالم او ستر دیني مرجع د رحلت په مناسبت پخپل پیغام تسلیت ووایه او د هغه د حوزووي و علمي خدماتو په ستاینې سره ئې د افغانستان ملت او د هغه کورنئ ته تسلیّت ووایه.
د خبر لمبر: 3492897 خپرونې تاریخ : 2026/06/11
ایکنا - د عراق په امامین عسکرین سپيڅلی حرم کې د قرآن کریم د انس یوه روحاني غونډه د Al-Abbas Holy Shrine د قاریانو په ګډون ترسره شوه.
د خبر لمبر: 3492887 خپرونې تاریخ : 2026/06/10
ایکنا- د شیعیانو یو ستر دینی مرجع آیت الله العظمی الفیاض د پاکې جنازې دستورې په کربلا او کاظمین کې کې له ترسره کیدا وروسته په نجف اشرف کې هم ترسره شوې او د هغه مړی د حضرت امام علی علیه السلام د حرم په خوا کې په تل پاتې آرامګاه کې خاورو ته وسپارل شو.
د خبر لمبر: 3492870 خپرونې تاریخ : 2026/06/06
ایکنا- د عباسی مقدس آستان د فکری او کلتوري چاروادارې د قرآن کریم د یوې نادرې او نفیسې نسخې د مرمت چارې پاي ته رسولي دي.
د خبر لمبر: 3492869 خپرونې تاریخ : 2026/06/06
ایکنا- د غدیر د نېکمرغه اختر په رارسېدو سره به د غدیر بیرغ په نجف او نورو ښارونو کې د عراق په سپېڅلو زیارتونو، مبارکو مزارونو، بنسټونو او مذهبي هیئتونو ، او همدارنګه د نړۍ په ۱۵۰ بېلابېلو سیمو کې پورته او ورپول شي.
د خبر لمبر: 3492857 خپرونې تاریخ : 2026/06/02
ایکنا- د علوي مقدس آستان پلاوي د غدیر نیکمرغه اختر بیرغ د حضرت فاطمه معصومې (س) مقدس آستان او د قم ښار جمکران جومات ته ډالۍ کړ.
د خبر لمبر: 3492848 خپرونې تاریخ : 2026/05/31
ایکنا- په عراق، په تیره بیا په نجف کې، له ډېرو کلونو راهیسې په جوماتونو او بېلابېلو دیني محفلونو کې د قرآن د وېش لپاره پر هغو نسخو تکیه کېده چې له هېواده بهر چاپېدل؛ خو په وروستیو کلونو کې د بیروت او مدینې د چاپ شوو نسخو پر ځای، د «مصحف نجف اشرف» پروژه چې د عباسي سپېڅلي آستان په هڅو ئې بنسټ کېښودل شوی،د هغه لومړني قرآن په توګه راڅرګنده شوی چې له پیل تر پایه یې بشپړ عراقي هویت درلود.
د خبر لمبر: 3492820 خپرونې تاریخ : 2026/05/25
ایکنا - د فلسطین د غزې تړانګې په سوېل کې د زیتون سیمې د کنډوالو له لاندې او د کډوالو له خیمو څخه، یوې شپږ کسیزې فلسطینئ کورنۍ یو بېساری سفر پیل کړ. نه د ډوډۍ په لټه کې، بلکې له وخت سره په سیالۍ کې؛ څو د ورانوونکې جګړې په تودو شېبو کې د قرآن کریم ټول آیتونه په زړه او روح کې ځای کړي.
د خبر لمبر: 3492450 خپرونې تاریخ : 2026/02/15
ایکنا- د نجف اشرف دعلمیه حوزې د زرکلنۍ کلیزې د درنښت نړیوال سمینار خپلې سپارښتنې اعلان کړي او دعلمیه حوزې د عالمانو او لویانو د رول پر غوره بللو ئې ټينګار وکړ.
د خبر لمبر: 3492447 خپرونې تاریخ : 2026/02/14
ایکنا- د العمید جایزې د قرآنی تلاؤت د سیالیو په دریم پړاؤ کې د نامو ثبتول دټولو هیوادونواو دهر عمر کسانو لپاره آزاد وو.
د خبر لمبر: 3492418 خپرونې تاریخ : 2026/02/08