ایکنا- په ؛کوفی مصحف ؛ مشهور د قرآن کریم یوه ډیره ارزښتمنه او تاریخي نسخه چې دپه لاس لیکلی یو نادر قرآن دی، د مکې مکرمې د قرآن په میوزیم کې نندارې ته وړاندې شوی دی.
د خبر لمبر: 3492352 خپرونې تاریخ : 2026/01/24
ایکنا - د ترکیې په استانبول کې د «اسلامي حقوقو او او سمهاله واکوالۍ ؛په عنوان سره نړیوال کنفرانس((International Conference on Islamic Law and Contemporary Governance – ICILCG-26) به د روان میلادي کال د جولائي په ۱۴ او ۱۵ نیټه ترسره شي.
د خبر لمبر: 3492345 خپرونې تاریخ : 2026/01/22
ایکنا - د قرآن د قاریانو د ارزونې ازموینه د «نور قرآني کاروان» د غړیتوب لپاره، چې د ۱۴۰۵ لمریز کال د حج تمتع لپاره لېږل کېږي، د تېرې اوونۍ په وروستیو کې د اوقافو او خیریه چارو د ادارې د قرآني چارو په مرکز کې ترسره شوه او پایلې به ئې په وروستۍ جمعبندۍپسې اعلان شي.
د خبر لمبر: 3492310 خپرونې تاریخ : 2026/01/14
ایکنا -د سعودي عربستان د «ملک فهد» د قرآن کریم د چاپ کمپلیکس په ۲۰۲۵ کال کې د دې هېواد له داخل او بهر څخه د کابو یو میلیون لیدونکو کوربهتوب کړی دی.
د خبر لمبر: 3492280 خپرونې تاریخ : 2026/01/07
ایکنا – د یمن د انصار الله غورځنګ رهبر سیدعبدالملک بدرالدین الحوثي دې ته په اشارې سره چې د قرآن د مستکبرانو او طاغوت لپاره لويه خطره ده ،ووئيل؛ قرآن قرآن کریم د دښمنانو د پلانونو ماهیّت رابرسیره کوي او په همدې دلیل ده چې دوی له قرآنه ویریږي او له قرآنه د اسلامی امت په جلاکولو او د مقدساتو او د وحی د کلام په سپکاویو باندې د مسلمانانو د غبرګون په سنچولو پسې دي .
د خبر لمبر: 3492231 خپرونې تاریخ : 2025/12/28
ایکنا - د اسلامي نړۍ د ښوونې، ساینس او کلتور ادارې (آیسسکو) د یو نادر او اصلي قرآن کریم نسخه تر لاسه کړې چې د اسلامي نړۍ د نامتو خوشنویس او خطاط «ابوالحسن علي بن هلال بن عبدالعزیز» په خط لیکل شوې ده.د مراکشي خوشنویس قرآن آیسسکو ته ډالۍ شو
د خبر لمبر: 3492230 خپرونې تاریخ : 2025/12/28
ایکنا -یوه لیبیایي لیکوال او څېړونکي ټینګار وکړ: په قرآن کریم کې د پېغمبرانو د کیسو د دانشنامې د تألیف مفکوره،په ایټالیا کې په واتیکان کې په یولړ خبرواترو کې د حضرت عیسی(ع) په اړه پیل شوه، څو د پېغمبرانو د رسالت هغه ډول تشریح کړي لکه څنګه چې په قرآن کې راغلی دی.
د خبر لمبر: 3492221 خپرونې تاریخ : 2025/12/27
ایکنا - د مکې د قرآن کریم میوزیم د وحې د نزول د پړاوونو د شبیهسازۍ له لارې لیدونکو ته یوه هراړخیزه ښوونیزه او متقابله تجربه وړاندې کړې ده.
د خبر لمبر: 3492206 خپرونې تاریخ : 2025/12/23
آرټيفیشل انټلیجنس!
ایکنا - د مصر د اسلامي چارو عالي شورا د اسلامي نړۍ د نامتو قاري، د استاد عبدالباسط عبدالصمد، د ژوند د لنډ فلم د تولید خبر ورکړی چې د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته جوړ شوی دی.
د خبر لمبر: 3492192 خپرونې تاریخ : 2025/12/21
ایکنا - د ټول قرآن کریم حافظ مهدی برنده، ، او نړیوال قاري، اسحاق عبداللهي، د بنګلهدېش د د قرآن د نړیواولو سیالیو د څلورم پړاؤپه سیالیو کې د ګډون لپاره ډهاکا ته لاړل.
د خبر لمبر: 3492185 خپرونې تاریخ : 2025/12/20
د مسجدالحرام د جمعې د لمانځه د خطبې هغه برخې چې د غزې په اړه وه،د سعودي عربستان د ټيلیوژني چینلونون لهخوا سانسور شوې،چې له امله ئې د ټولنیزو چینلونو د کاروونکو پراخې نیوکې راوپارولي دي.
د خبر لمبر: 3492151 خپرونې تاریخ : 2025/12/13
ایکنا - د بنګلهدېش د د قرآن تلاوت څلور ویشتم نړيوال کنفرانس د دغه هېواد د مذهبي چارو له وزیر،د بېلابېلو اسلامي سفارتونو له استازو او نامتو قاریانو په شتون کې ترسره شو.
د خبر لمبر: 3492143 خپرونې تاریخ : 2025/12/11
په نويو برخو کې
ایکنا- د مصر د قرآني وړتیاؤ د موندنې د تلويژني پروګرام «د تلاوت حکومت» اووم او اتم قسطونه تېره جمعه او شنبې ورځې خپاره شول، چې ګډونوالو پکې د قرآن د تلاوت او تجويد خپل مهارتونه وښودل.
د خبر لمبر: 3492141 خپرونې تاریخ : 2025/12/10
الکوثر چینل!
ایکنا - د الکوثر نړیوال ټيلیویژني چینل د رمضان المبارک د میاشتې، چې د قرآن پسرلی بلل کېږي، په رارسېدو سره د مفازا په نامې سره د قرآن کریم د نولسمې نړیوالې سیالۍ د جوړېدو خبر ورکړی دی.
د خبر لمبر: 3492068 خپرونې تاریخ : 2025/11/26
ایکنا - د قرآن کریم د مصنوعي ځیرکتیا (AI) په کارولو سره دویم هنري نندارتون د لیندۍ یا قوس د میاشتې له لومړۍ تر څلورمې نیټې پورې په کوشک باغ هنر کې د لیوالو هرکلی کوي.
د خبر لمبر: 3492050 خپرونې تاریخ : 2025/11/22
ایکنا - د جاپان اسلامي مرکز د ۲۰۲۵ کال د د قرآنی سیالیو د شپږویشتم پړاؤ ترسره کولو په دستورو کې د ګډون او مقدماتي او نهایي پړاوونو جزییات اعلان کړل.
د خبر لمبر: 3492046 خپرونې تاریخ : 2025/11/22
ایکنا - د سعودي هوائي شرکت په ۲۰۲۵ حج نندارتون کې د احرام ځانګړی لباس نندارې ته وړاندې کړی چې پکې د سړېدو (خنک کېدو) نوې ټېکنالوژي کارول شوې ده.
د خبر لمبر: 3492013 خپرونې تاریخ : 2025/11/15
ایکنا- ترکیه او لویدیځ په دې بوخت دي چې د داعش پخواني قاتل او جنایتکار مشر او د سورئې د اوسنی مشر ابومحمد الجولاني یوه تش په نامه ملائکه جوړه کړي، خو د سورئې لپاره د بشري حقوقو څارونکې وئيلي دي چې د ۲۰۲۵ کال له پیل څخه تر اوسه پورې په سورئې کې له ۱۱ زرو څخه زیات کسان د دغه جنایتکار جولاني د ټيم یا رژیم په لاس وژل شوي دي. له دې شمېرې څخه ۵۹ تنه ئې په زندانونو کې په شکنجو کې وژل شوي دي.
د خبر لمبر: 3491991 خپرونې تاریخ : 2025/11/10
عربستان د مفتی د جنجالی فتوا ځواب!
ایکنا- د سعودي عربستان د مفتي فتواګانو د خپریدا او دوامدار و جنجالونو او د هغه څه په اوج کې هغه د فرعون د وخت د وړانیو دلیدو د حرمت په باب وئيلي وو،د مصر د اوقافو وزارت د لرغوني مصریانو ددین په باب او د دوي د هغه څه په باب په مفصل توضیح کې ځيني پوښنې وړاندې کړي او ټينګار ئې کړی دی، د قرآني شواهدو په اساس، د مشترک په توګه د ټولو لرغونو مصریانو بلل یوه ناسمه فیصله ده.
د خبر لمبر: 3491988 خپرونې تاریخ : 2025/11/10
ایکنا – د عربستان چارواکو د عمرې د وبزې په صادریدا او اعتبار کې د نوي بدلونونو خبر ورکړ،ددغې فیصلې په اساس د عمرې د ویزې نیټه له درو میاشتو څخه د صادریدا له تاریخه تر یوې میاشتې پورې کمه کړې ده.
د خبر لمبر: 3491955 خپرونې تاریخ : 2025/11/02