طالبان - پاڼه 12

IQNA

بچوې
ایکنا-(تهران) د ایران د کډوالو د چارو د ملي ادارې د مدیریت مسئول وايي، په تېرو څلورو میاشتو کې ۴۵۰ زره افغان کډوال چې د اوسېدو قانوني اسناد یې نه لرل، بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
د خبر لمبر: 3488293   خپرونې تاریخ : 2023/11/19

ایکنا-(اسلام اباد) د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي آصف علی دراني چې په همداوروستیو کې له افغانستان سره پهاړیکو دتاؤتریخوالو دختمولو په موخې سره  دوه ځله کابل ته په سفر تللی ؤ ، اوس د طالبانو دحکومت د په رسمیّت پيژندلو لپاره د روسیې او دافغانستان  د ګاونډیو هیوادونو په یووخت د  ګامونو پورته کولو مدعي شوی دی. 
د خبر لمبر: 3488288   خپرونې تاریخ : 2023/11/18

ایکنا-(کابل) د افغانستان  د طالبانو د حکومت داخله چارو وزارت وائي ،په کورنیو چارو وزارت کې کابو دوه زره ښځینه کارکوونکې  په مختلفو څانګو کې په کار بوختې دي.
د خبر لمبر: 3488286   خپرونې تاریخ : 2023/11/18

ایکنا- (کابل ) د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د روسیې له سفیر سره په کتنه کې د افغان ښځو او نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو د بیا پرانستلو پر اړتیا ټینګار وکړ.
د خبر لمبر: 3488282   خپرونې تاریخ : 2023/11/16

ایکنا-(تهران)  د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت چارسمبالي وزیر ایران ته د خپل سفر په ترڅ کې د ایران د توانیر شرکت له اجراییه رییس سره لیدلي.
د خبر لمبر: 3488274   خپرونې تاریخ : 2023/11/15

ایکنا-(کابل) د پاکستان د موقتي حکومت د کورنیو چارو زویر سرفراز بګټي   ټينګار وکړ، چې اسلام اباد هغو افغان کډوالو د ویستلو هیڅ پروګرام نه لری چې قانوني مدرکونه لري.
د خبر لمبر: 3488273   خپرونې تاریخ : 2023/11/15

ایکنا-(کابل) د افغانستان سرپرست حکومت ویاند په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان د ۶۰۰۰ جنګیالیو د شتون په اړه د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي ادعا رد کړې ده.
د خبر لمبر: 3488263   خپرونې تاریخ : 2023/11/13

ایکنا-( کراچئ ) د پاکستان د پيپلز ګوند مشر او د دغه هیواد پخوانی خارجه وزیر بلاولبهټو زرداری په یولړ څرګندونو کې ووئيل، دغیر قانونی افغان کډوالو د ستنولو په لړ کښې د هیواد د موقته حکومت سیاست بشپړ نه دی او باید اصلاح شي
د خبر لمبر: 3488258   خپرونې تاریخ : 2023/11/12

 ایکنا-(تهران) د ایران اسلامی جمهوریت ته د افغانستان د طالبانو د حکومت د اقتصادي پلاوي په سفر کې د  مختلفو مځکنیو نړیوالو ټرانسپورټي،هواي چلند، د اصفهانو د فولادو دکارخانې (سټیل میل) او دآزادو سیمو  په زمینو کې د اقتصادی ملګرتیا پنځه تفاهم نامې لاسلیک شوې.
د خبر لمبر: 3488253   خپرونې تاریخ : 2023/11/11

ایکنا-(اسلام اباد) دپاکستان  ایکسپرس ټریبیون  د افغانستان او پاکستان ترمینځ د تاؤتریخوالو په زیاتیدا پسې ولیلک ، اسلام اباد نور په نړیواله سویه  دافغانستان له طالبانو له ملاتړه لاس اخلي .
د خبر لمبر: 3488247   خپرونې تاریخ : 2023/11/10

ایکنا-(چابهار) د افغانستان د طالبانو د حکومت دریس الوززا اقتصادي مرستیال  د ایران له اسلامی جمهوریت سره داقتصادي او تجارتی اړیکو پراختیا د کابل  یو لومړیتوب وبالۀ.
د خبر لمبر: 3488246   خپرونې تاریخ : 2023/11/09

ایکنا-(کابل ) د کابل د امینیې قوماندان خالد ځدراڼ وئيلي دي ، سیمې ته امنیتي پلټونکي ټیمونه رسیدلي او  ټپیان کسان روغتونونو ته رسول شوي دي او امنیتی مامورانو هم پلټنې پیل کړي دي.
د خبر لمبر: 3488237   خپرونې تاریخ : 2023/11/08

ایکنا-(تهران) د ایران د نشه ایزو موادو له سپيرې بلا سره دمبارزې د کمیشن عمومی منشي په افغانستان کې د کوکنارو د کښت  دممنوعیّت  دفرمان په هرکلي سره ووئيل،  هیله مند یوو ډير زر ددغه فرمان  عملی اوعیني نتیجې هم ووینو.
د خبر لمبر: 3488235   خپرونې تاریخ : 2023/11/08

ایکنا- (تهران)  د افغانستان د طالبانود حکومت د مشر د اقتصادی چارو مرستیال په مشرۍ د افغانستان د حکومت دیرش کسیزپلاوي نن په تهران کې د ایران داسلامی جمهوریت له خارجه وزیر سره وکتل.
د خبر لمبر: 3488221   خپرونې تاریخ : 2023/11/05

ایکنانیوز-(تهران) په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال په مشری یو جګپوری پلاوی تهران ته ورسېده.
د خبر لمبر: 3488217   خپرونې تاریخ : 2023/11/04

ایکنا-(اسلام اباد) د پاکستان په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت ویلي دي چې تر اوسه له پاکستانه د افغان کډوالو د نقدي او غیر نقدي پانګو د لېږد لپاره څرګند سیاست نشته.
د خبر لمبر: 3488210   خپرونې تاریخ : 2023/11/02

ایکنا-(کابل) د افغانستان دخارجه وزارت سیاسی مرستیال ووئيل، که مسلمانان یو واحد ځواک وائ ،نو په فلسطین یا بل هیڅ یو اسلامی هیواد یرغلونه نه شول کیدلی.
د خبر لمبر: 3488201   خپرونې تاریخ : 2023/11/01

ایکنا-(اسلام اباد)  د پاکستان موقتي داخله وزیر سرفراز بګټي په خبری ناستې کې  ووئیل، چې د ویستنې مسئله  یوازې د غیر  قانوني کډوالو په  اړه ده او د کوم خاص لوري په اړه  نه ده ، پر مونږ هیڅ  ډول بهرنی دباؤ نشته  او په دې اړه نه هم کوم بهرنی دباؤ منو.په نړۍ کې هیڅ یو هیواد  له ویزې او اقامت پرته هیچا ته د دیره کیدا اجازت نه ورکوي
د خبر لمبر: 3488198   خپرونې تاریخ : 2023/10/31

ایکنا-(پاراچنار)  د پاکستان له پاراچنار سیمې په رارسیدلي راپور کې وئيل شوي دي ،ځاي حکومت او امنیتی ځواکونه نه غواړي،په سیمې کې امنیت او ثبات ټينګ شي که نو حکومتي او امنیتی ځواکونه هرکله وغواړي،په څو ساعتونو کې هر ډول شخړې او ترینګلتیاوې ختمیدلی شي.
د خبر لمبر: 3488197   خپرونې تاریخ : 2023/10/31

ایکنا-(کابل) دافغانستان د طالبانو دحکومت چارواکو  په کابل کې په بیت المقدس کې د قبةالصخره د شکل په معمارۍ سره یو جومات افتتاح کړ.
د خبر لمبر: 3488185   خپرونې تاریخ : 2023/10/29