ایکنا-(تهران)د پاکستان په اسلام اباد کې د اهل سنتو او اهل تشیّع لوړ رتبه عالمانو په یوه ګډه غونډه کې په پاکستان کې د اسلام په نوم د وسله والو تاوتریخوالیو د زیاتیدا او ترهه ګرو عناصرو پرضد ګډه بیانیه صادره کړه.
د خبر لمبر: 3486801 خپرونې تاریخ : 2023/01/25
ایکنا-(تهران)د ملګرو ملتونو سرمنشي آنتونیو ګوتریش له طالبان و وغوښتل چې په افغانستان کې دې د زده کوونکو او زده کړیالانو پر زده کړو بندیزختم کړي.
د خبر لمبر: 3486796 خپرونې تاریخ : 2023/01/24
ایکنا-(تهران )په پاکستان کې دیره د افغانستان کډوالو کورنیو په افغانستان کې د انجونو د زده کړې او له کاره دمیرمنو په ممانعت باندې په اعتراض کې مظاهره کړې
د خبر لمبر: 3486788 خپرونې تاریخ : 2023/01/23
ایکنا-(تهران)د ملګروملتو د سرمنشي مرستیال او دوو سلاکارانوپه کابل کې له طالب چارواکو سره په لیدوکاتو کې هڅه کړې،د افغانستان د میرمنو په باب د دوي نظر بدل کړي.
د خبر لمبر: 3486779 خپرونې تاریخ : 2023/01/21
ایکنا-(تهران)د افغانستان لپاره د اسلامي ملګرتیا موسیسې استازي ډاکټر محمد سعید آل عیاش د طالبان و د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره ليدلي.
د خبر لمبر: 3486777 خپرونې تاریخ : 2023/01/21
ایکنا-(تهران)د پاکستان د اطلاعاتو وزیرې میرمن مریم اورنګزیب څو ساعته مخکې وویل ترهګر د ایران او پاکستان د اړیکو د خرابولو هڅه کوي خو زمونږ اراده قوي ده او ترهګرو ته د ماتي ورکولو کلک هوډ لرو.
د خبر لمبر: 3486773 خپرونې تاریخ : 2023/01/19
ایکنا-(تهران) د افغانستان په ننګرهار کې د انصار په نوم دخیریه بنسټ مشر میرویس میلمه پال وایي چې په جلال اباد کې یې یو شمیر بې وزله میرمنو ته دجامو ګنډلو په برخه کې دکار کولو اسانتیا برابره کړه.
د خبر لمبر: 3486768 خپرونې تاریخ : 2023/01/18
ایکنا-(تهران)په افغانستان کې قدرت ته د طالبان و په بیرته رسیدا پسې د زده کړو له شپږم صنفه پورته د انجونو ښونځي تړل شوي دي او د طالبان و له خوا له ډ يرو زیاتو ژمنو سره سره تردې دمه ددغو ښونځيو د پرانیستل کیدا په باب هیڅ نښه نښانه نه ښکاري
د خبر لمبر: 3486763 خپرونې تاریخ : 2023/01/17
ایکنا-(تهران)د طالبان و دموقته حکومت خارجه وزیر امیر خان متقي د اقغانستان به چارو کې دروسیې ځانګړي استازی ضمیر کابلوف ته ډاډ وکرړی چې د طالبان و دحکومت رهبری دخپلو روسي دوستانو سپارښتنو ته غوږ ږدي او د یوه ټولشموله حکومت پر جوړیدا او همداراز د افغانستان د میرمنو او انجونو د اساسی حقوقو پشمول د بشری حقوقو د مسئلو په باب کارکوي.
د خبر لمبر: 3486757 خپرونې تاریخ : 2023/01/16
ایکنا-(تهران)د ایران داسلامی جمهوریت خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان په یولړ څرګندونو کې ووئيل،په افغانستان کې د کړکیچ اوارې د ټول شموله حکومت جوړولو ته اړتیا لري .
د خبر لمبر: 3486748 خپرونې تاریخ : 2023/01/14
ایکنا-(تهران)د افغانستان د بهرنیو چاارو د وزارت او د اقتصادي وزارت مخي ته د پرونیو بریدونو مسئولیت چې کابو پنځه شپيته کسانو وینه پکې بهیدلې ،د داعش جنایتکارې او تتکفیری ترهه ګرې ډلې په غاړه واخیست..
د خبر لمبر: 3486742 خپرونې تاریخ : 2023/01/12
ایکنا-(تهران)په دغې فتوا کې راغلی دي، د پولیسو او نورو پوځي ما مورانو په ضد د وسلو په لاس کې پورته کول ، له شریعت سره په تضاد کې دي او هرڅوک چې د پاکستان د اساسی قانون او نورو قوانینو په ضد اقدام وکړي، د قانون په اساس به سزا شي.
د خبر لمبر: 3486733 خپرونې تاریخ : 2023/01/10
ایکنا-(تهران)د افغانسان د اهل تشیَع پشمول مختلفو پرګنو په مختلفو برخو کې د افغانستان حاکمه پلاوی کې ځاي ورکړی دی،په حکومتي تشکیلاتو کې ئې داهل تشیّع د لازیاتو کارنده کسانو څخه د استفادې غوښته وکړه.
د خبر لمبر: 3486722 خپرونې تاریخ : 2023/01/08
ایکنا-(تهران)په افغانستان کښې د نشه ایزو موادو په کښت او تولید باندې د بندیز د حکم له صادریدو کابو د نهو میاشتو په تیریدو سره دغه هیواد لاهم د نشه ایزو موادو ترټولو ستر تولیدونکی دی.
د خبر لمبر: 3486721 خپرونې تاریخ : 2023/01/08
ایکنا-(تهران)د مسلمانو عالمانو دنړیوالې ټولنې عمومی منشي روښانه کړه،د سفر غوښته یوه میاشت مخکې.او له پوهنتوني زده کړود انجونو د منع کولو لپاره د طالبان و له فیصلې مخکې وړاندې شوې وه.
د خبر لمبر: 3486712 خپرونې تاریخ : 2023/01/06
ایکنا-(تهران)د افغانستان یو شمیر استاذانو او کلتوري شخصیّتونو پخپلو څرګندونو کې ووئیل،که د شهید سردار قاسم سلیماني هڅې او مقاومت او مبارزه نه وائ نو پر سورئې او عراق سربیره د افغانستان پشمول په نورو اسلامی هیوادونو به هم داعشیان مسلط شوي وو او د استکبار او استعمار پنجو به په دغو هیوادونو کې ریښې خورې کړې وې.
د خبر لمبر: 3486708 خپرونې تاریخ : 2023/01/05
ایکنا-(تهران)آیت الله سیستاني په افغانستان کې د ملی پیوستون،وحدت ،داخلی انسجام اوله درستو ملیّتونو اوډلو ټپلو سره د ګډ سوله ایز ژوند په نظر کې د نیولو په ضرورت ټینګار وکړ او وې وئيل، د افغانسان له اوسنیو واکوالانو سره په چلند کې باید له تاؤتریخوالي ډډه وشي.
د خبر لمبر: 3486706 خپرونې تاریخ : 2023/01/05
ایکنا-(تهران)د افغانستان په هرات ولایت کې د ایران د اسلامی جمهوریت دکتلوري مرکز په همت سره د زړونو د سردار حاج قاسم سلیماني د شهادت د دریمې کلیزې په مناسبت د مقاومت په چورلیز کې د ددغه لوي شید د میړنتوبونو یو انځوریز نندارتون ترسره شو.
د خبر لمبر: 3486700 خپرونې تاریخ : 2023/01/04
ایکنا-(تهران)د افغانستان په چارو کې د ایران دو لسمشر دځانګړي استازي د اقتصادي چارو سلاکار جوانمردقصاب د افغانستان صدای افغان خبری اژانس ته ووئيل، دغه ۲۶ټينکر چې خبر ئې خپور شوی دایران داسلامی جمهوریت دي، او بې کیفیّته ډيزل پرې بار دي ،بیرته ستانه کړئ شوي دي ،له عراقه بار کړئ شوي او د افغانستان لپاره ټرانزیټ شوي،چې په میلک/زرنج پولې کې بیرته ګرځول شوي دي.
د خبر لمبر: 3486697 خپرونې تاریخ : 2023/01/03
ایکنا-(تهران)د ايران د کورنيو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ويلي چې د څه باندې يو ميليون افغان کډوالو د استوګنې اسناد یې د روانې مرغومي مياشتې تر پايه تمديد کړي او د بیا تمديدو امکان یې هم شته.
د خبر لمبر: 3486696 خپرونې تاریخ : 2023/01/03