IQNA

په اسلام کې د میرمنې دځائيګي په باب دغلطو باؤرونو اصلاح ضروري چاره ده

6:50 - March 11, 2023
د خبر لمبر: 3487015
ایکنا-(تهران)د میرمنو دوضعیّت دکمیټې په اوه شپیتمې غونډې کې چې په نیویارک کې دملګروملتو په مرکز کې ترسره شوې،په اسلام کې د میرمنې دمقام په باب د غلطو باؤرونو د سمولو په ضرورت ټينګار وشو.

ایکنا د سهیل خبری سایټ له قوله راپور راکړد میرمنو د وضعیّت  د کمیشن د اوه شپیتمې غونډې په ناستو کې چې په نیویارک کې دملګروملتو په مرکز کې ترسره شوه،د پاکستان خارجه وزیر بلاؤل بهټو زرداری پځپلې وینا کې ټينګار وکړ،هغه انځورونه چې د میرمنو او اسلامی ټولنې  انځوریږي،دمیرمنو له رول،تمدنی او کلتوری ارزښتونو،مفاهیمو، او مقام څځه د اخبرۍ او ناپوهۍ په اساس دي.

 هغه په دغه کنفرانس کې  دپاکستان په وسیله  په اسلامی نړۍ کې د میرمنو دهویّت  او حقوقو دپيژندګلوۍ  او په اسلام کې د میرمنې دمقام په عنوان سره  ترسره شو ووئيل، دغه کنفرانس دترسره کیدا موخه په اسلام کې د میرمنوې دځائيګي او هویّټ  په باب دغلطو باؤرونو حذفول دي.

د پاکستان خارجه وزیر  ووئيل، دغه ناسم تصورات د افراط پالو اوبدبینو  کسانو په وسیله د مونږ د دین دمفاهیمو دبرمته کولو په نتیجې کې رامینځةشوي دي ،مونږ  له دغو انځورونو  اوناسمو مفهمونو سره  د مقابلې لپاره ځانګړی اوستر مسئولیّت احساسوو.

د ملګروملتو د عمومی اسمبلۍ مشر چابا کروشي  هم پخپلې وینا کې ووئيل، مونږ باید  د میرمنې د نړیوالې ورځې په مناسبت د اسلامی نړۍ د درستو میرمنو درنښت او ستاینه وکړو.تاریخ  د مسلمانو میرمنو  له داسې الهام بخښونکو قیصو ډک دی چې په بحرانونو کې  دخپلو ټولنو رهبري  ئې کړې او بدلونونه  ئې راوستي دي.

په ملګروملتو کې د جنوبی افریقا دایمي استازې او د میرمنو د  وضعیّت د کمیشن د اوه شپیتمې ناستې مشرې متیو جوینی  هم دغه کنفرانس په موقعې وباله او  وې وئيل،میرمنو ته په یوډول توپير سره کتل کیږي او ظلم او کړاؤ ورباندې کیږي ،چې باید ددغو اقداماتو مخه ونیول شي. هغې په دوام کې ووئيل، پوهیږم چې  اسلام د میرمنو لپاره ډير احترام ته قایل دی او دخدای رسول(ص) تل د میرمنو پر اهمیت ټينګار کړی او په کورنۍ او ټولنې کې ئې د دوي لویه ونډه ستایلې او له میرمنو سره ئې بد چلني محکومه  کړې ده.

https://iqna.ir/fa/news/4127153/%D

captcha