ایکنا-(تهران) د ولایت او امامت دآسمان د شپږم ځلانده ستوري حضرت امام جعفر الصادق علیه السلام د شهادت دکلیزې په مناسبت د شیرزا په شاهچراغ(ع) په سپيڅلی حرم کې ولولناکې دستورې ترسره شوې .
د خبر لمبر: 3487350 خپرونې تاریخ : 2023/05/17
ایکنا-(تهران) د اسلامي ایران ولسمشر سید ابراهیم رئیسي په دغې دوه نیم ساعته کتنې کښې چې د اسلامي ارشاد او کلتور وزیر او د کتاب او نشر په برخه کښې د دغې وزارتخانې مدیرانو هم په کښې شتون درلود، د کتاب او نشر د برخې د فعالانو او ناشرانو خبرې او اندیښنې واوریدلې.
د خبر لمبر: 3487348 خپرونې تاریخ : 2023/05/17
ایکنا-(تهران) یوې نړیوالې سرچینې په یوې مقالې کې لیکلی دي،واشنګټن له دې وروسته باید هغې نوي جیوسټراټژیکې ارادې ته چې د ایران او عربستان موافقې په سیمې کې رامینځّةکړې ده ،د احترام په سترګه وویني،ځکه سیمه د تاؤتریخوالی دختمولو او خپل مینځیو مشکلاتو د ختمولو په لور روانه ده او له دې وروسته نوره په سیمې کې دخپلو بې پایه ګوتوهنو لپاره له دغه درز او نیمګړتیاؤ استفاده نشي کولی.
د خبر لمبر: 3487347 خپرونې تاریخ : 2023/05/17
ایکنا-(تهران)د ترکیې په استانبول کې د بارباروس خیرالدین پاشا جومات له درې کلنو کارونو وروسته جوړشو او د غواي د میاشتې په ۲۲نیټه د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په شتون سره افتتاح شو.
د خبر لمبر: 3487331 خپرونې تاریخ : 2023/05/14
ایکنا-(تهران) د افغانستان د ملې مصالحې د شورا مخکنی مشر ایران د افغانستان تاریخي دوست بللی، او په ایران کې ئې د افغان ځوانانو لپاره د تعلیمي خدماتو د وړاندې کېدو مننه کړې ده.
د خبر لمبر: 3487327 خپرونې تاریخ : 2023/05/13
ایکنا-(تهران) د الجزایر دیوه ځوان او نوی پنځيدلي قاری عبدالعزیز سحیم په زړه پورې تلاؤت چې سږکال یعنی د ۱۴۴۴قمری کال د روژې په مبارکې میاشتې کې ئې د الجزایر د ؛تاج القرآن ؛ په نامې سره دسیالیو په پرانیستونکو دستورو کې کړی، دنور سورې د ۳۵آیت تلاؤت چې په ټولنیزو چینلونو کې خپور شوی اوله تاوده هرکلی سره مخ شوی دی.
د خبر لمبر: 3487317 خپرونې تاریخ : 2023/05/10
ایکنا-(تهران) د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ لوي درسیتز سردار محمد باقري چې د عمان په سفر مسقط ته تللی،پرون ئې د عمان له پاچا هیثم بن طارق بن تیمور آل سعید سره کتنه او خبرې اترې وکړې.
د خبر لمبر: 3487313 خپرونې تاریخ : 2023/05/10
ایکنا-(تهران)د ترکیې د آککول په زړه پورې جهیل د ترکیې د قونیه ولایت په ازغلی (Ereğli) ولسوالۍ کې واقع دی د اکګول جهيل او د هغې شاوخوا شاوخوا د اوبو د مرغانو د پراخه مقدار او ډولونو کور دی. په سیمه کې د مرغانو څه باندې 200 ډولونه لیدل شوي دي.
د خبر لمبر: 3487310 خپرونې تاریخ : 2023/05/09
ایکنا-(تهران) دافغانستان د طالبانو حکومت خارجه وزیر ووئيل، طالبانو هیڅکله نه دي ویلي چې د ښځو زده کړه حرامه ده، مونږ دا خبره نه ده کړې چې د ښځو زده کړه د تل لپاره بنده ده بلکې ویلي مو دي چې تر بلې خبرتیا پورې بندیږي.
د خبر لمبر: 3487309 خپرونې تاریخ : 2023/05/09
ایکنا-(تهران) د نړۍ د اویاؤ ملیّتونو د رهبرانو،قوماندانانو او ځوانانو په شتون سره د فاطمیونود کنډک نړیوال سمینار نن د قم المقدس په امام موسی کاظم(ع) د علمیه مدرسې د غونډو په هال کې ترسره کیږي.
د خبر لمبر: 3487307 خپرونې تاریخ : 2023/05/09
ایکنا-(تهران) د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران مرستیال قومندان په فارس خلیج کې دیره امریکایانو ته سخت خبرداری ورکړ چي که امریکایانو ایران ي کشتیو ته په بد نظر هم وګوري، نو له سخت غبرګون سره به مخامخ شي.
د خبر لمبر: 3487305 خپرونې تاریخ : 2023/05/08
ایکنا-(تهران) دمصر ورو او خور ایمان اومحمد له نابینا شونې سره سره له هماغه ماشوموالي د قرآن کریم زده کول او حفظ پیل کړل او اوس د دیني مداحئ او تلاؤت په لوستلو کې د دوي وړتیاؤ د ډيرو توجه ځان ته جلب کړې ده.
د خبر لمبر: 3487303 خپرونې تاریخ : 2023/05/08
ایکنا-(ـتهران) د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ابراهیم ریسي ووئيل، نن سبا په ټولو اقتصادي او سیاسی ډګرونو په تناسب سره او د تیلو او ګیسو دحوزې د یوه جوړښت له نظره دډډې کولو ته په پام سره،په نوو ډګرونو کې له نورو هیوادونو سره د ایران د اقتصادي او تجارتي اړیکو سویه په چټکۍ سره لوړولی شو.
د خبر لمبر: 3487299 خپرونې تاریخ : 2023/05/07
ایکنا- (تهران) دعربی اتحادئې د غړو هیوادونو خارجه وزیران نن په داسې حال کې سره غونډ شوي چې په عربستان کې په جدې کې د عربانو د راتلونکی سرمشریزې تر تاریخ یعنی دمئ تر نولسمې نیټې پورې له دوو اونیو هم کم وخت پاتې دی، په قاهرې کې ئې نن په دغې بیړنئ ناستې کې د سورئې بیرته غړیتوب ئې منلی دی.
د خبر لمبر: 3487298 خپرونې تاریخ : 2023/05/07
ایکنا-(تهران) د ایران د اسلامی شورا مشرپه سیمې کې د ایران او ازبکستان رول ته په اشارې سره ووئيل، سیمې هیوادونه دې د افغانستان له جوړجاړي سره دمرستې لپاره له یوه بل سره ملګرتیا ولرل شی او ټول باؤري یوو چې په افغانستان کې د ملی حکومت په جوړولو کې دې ټول قومونه اوډلې ټپلې رول ولري څوپه دغه هیواد کې امنیت او پراختیا ټينګه شي.
د خبر لمبر: 3487296 خپرونې تاریخ : 2023/05/07
ایکنا-(تهران) د پاکستان.روسیې او د هندوستان خارجه وزیر انوسوبر د شانګهايي د ملګرتیا په کانفرنس کښې په افغانستان کښې د پراخ بنسټه حکومت د جوړولو غوښتنه وکړه او په طالبانو یې غږ وکړ چې د افغانستان د ټولو خلکو د حقوقو احترام وکړي.
د خبر لمبر: 3487293 خپرونې تاریخ : 2023/05/06
ایکنا-(تهران) د پاکستان د مشرانو جرګې مشر په سیمه ایزو او نړیوالو ټولنو کې د ایرنا دهمیشنیو ملاتړونو په قدرونې سره ووئیل، پاکستان له ایران سریه د هراړخیزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره د پارلیماني ډيپلوماسۍ پرمخ بیولو ته ژمن دی .
د خبر لمبر: 3487277 خپرونې تاریخ : 2023/05/03
ایکنا-(تهران) د ایران د اسلامی جمهوریت سرې میاشتې ټولنې له دې مخکې هم په کرتو دافغانستان له جنګ ځپلو او زلزله ځپلو خلکو سره دمرستې وخت په وخت سترې جوپې دغه هیواد ته لیږدولي او دغه بهیر هماغه راز دوام لري.
د خبر لمبر: 3487273 خپرونې تاریخ : 2023/05/02
ایکنا-(تهران)د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي آنتونیو ګوتریش په شتون سره غونډه د قطر په پلازمینه دوحې کې روانه ده چې په کې د ۲۵ هېوادونو لوړپوړي استازې برخه لري.
د خبر لمبر: 3487269 خپرونې تاریخ : 2023/05/01
ایکنا-(تهران) د ایران د خیریه چارو او د اوقافو د ادارې له خوا له ۱۵ کلونو تر ۲۲کلونو پورې عمرلرونکو ترمینځ په نزدې راتلونکي کې د ایران د لوئې جایزې په عنوان سره سیالۍ ترسره کیږي.
د خبر لمبر: 3487262 خپرونې تاریخ : 2023/04/30