ایکنا- د عمان ستر مفتی شیخ احمد الخلیلي د وحشی صهیونیسټي رژیم دجنایتونو په باب د اسلامی ملګرتیاموسیسې او عربی اتحادئې په انفعالی عملونو او بې توجهئ سختې نیوکې وکړې.
د خبر لمبر: 3492402 خپرونې تاریخ : 2026/02/03
ایکنا- د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر مسعود پزشکیان خبرواترو ته د امریکا دکرغیړن ولسمشر وړاندیز ته په اشارې سره خارجه وزارت ته د خبرواترو د زمینې د ارزولو و زمینه جوړولو فرمان ، د مناسبې فضا سره په شرط صادر کړ.
د خبر لمبر: 3492400 خپرونې تاریخ : 2026/02/03
ایکنا- د ایران د قم المقدس ښار د جمکران سپيڅلی جومات چې د امام الزمان په جومات مشهور دی نن سبا یوه ځلانده او نه هیریدونکي ولوله او پرتم لري.
د خبر لمبر: 3492399 خپرونې تاریخ : 2026/02/02
ایکنا - د ایران د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې، د اروپائي اتحادئې د بهرنیو چارو وزیرانو هغه پرېکړه په سختو ټکو وغندله چې د ایران د اسلامي جمهوریت د وسلهوالو ځواکونو پر ضد ئې صادره کړې، او د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو پر باعزته او سرلوړي ځواک د نوم په تور لیسټ کې زیاتول ،د ټول ایرانی ملت پر ضد اقدام وباله.
د خبر لمبر: 3492384 خپرونې تاریخ : 2026/01/31
ایکنا - د یوې څېړنې د پایلو له مخې، متحده عربي امارات په اروپا کې له اسلام د وېرې د خورونکي پروسې د پراخېدو په بهیر کې اساسي رول لوبوي.
د خبر لمبر: 3492383 خپرونې تاریخ : 2026/01/31
د قطر او پاکستان له مشرانو سره ټیلیفوني بنډار
ایکنا - د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشرمسعود پزشکیان د قطر له امیر او د پاکستان له لوری وزیر سره په جلا ـ جلا ټیلیفوني خبرو کې، د سیمې وروستي بدلونونه وڅېړل او د اسلامي هېوادونو ترمنځ ئې د یووالي د پیاوړتیا او د کړکېچ د کمولو لپاره د دیپلماسۍ پر دوام ټینګار وکړ.
د خبر لمبر: 3492382 خپرونې تاریخ : 2026/01/31
ایکنا - د مصر مفتي د قرآن کریم د آیتونو په تفسیر کې د مصنوعي ځیرکتیا(آرتيفیشل اینټلیجنس) پر بنسټ د پروګرامونو د کارولو شرعي حکم تشریح کړ او وې ویل: د مصنوعي ځیرکتیا له لارې د قرآن تفسیر شرعاً جایز نه دی.
د خبر لمبر: 3492377 خپرونې تاریخ : 2026/01/29
ایکنا – د یمن په صنعا کې یوې پوځي سرچینې وویل چې د انصارالله غورځنګ مبارزانو به هېڅ یوې امریکائي جنګي بېړۍ او الوتکهوړونکې بېړۍ ته اجازت ورنه کړي چې سره سمندر او عربي سمندر ته نږدې شي، ځکه دا بېړۍ د یمن لپاره ګواښ بلل کېږي.
د خبر لمبر: 3492376 خپرونې تاریخ : 2026/01/29
ایکنا - د «پتمن مسلمان » نړیوالې موسیسې په اسلامي نړۍ کې د زدهکړې د وضعیت د بیاکتنې او جدي ارزونې غوښتنه کړې ده.
د خبر لمبر: 3492373 خپرونې تاریخ : 2026/01/28
ایکنا- د ایران داسلامی جمهوریت خارجه وزیر په دې خبرې په ټينګار سره چې خبرې اترې یوازې د متقابل احترام او له ګواښ پرته معنا پیداکوي ووئيل؛تر څو چې امریکادګواښ،زیات غوښتنې او غیر منطقي موضوعګانو لاس نه وي اخستی، رغنده خبرې اترې به هیڅ امکان ونه لري.
د خبر لمبر: 3492372 خپرونې تاریخ : 2026/01/28
ایکنا - د مصر د اوقافو وزارت د جوماتونو په مکتبخانو کې د قرآن د حفظ د پروګرامونو د دوام لپاره د خپلو هڅو خبر ورکړی دی.
د خبر لمبر: 3492371 خپرونې تاریخ : 2026/01/28
ایکنا - د قطر د قرآن د قرائتونو او د قرائت دعلومو دانشنامه» یوتخصصي ماډرن اثردی چې د علميخوندیتوب د ساتنې تر څنګ،د قرائت میراث په ډیجیټلي بڼه د قرآني علومو څېړونکو او مینهوالو ته وړاندې کوي.
د خبر لمبر: 3492360 خپرونې تاریخ : 2026/01/26
ایکنا - د اسلامي مذاهبو د نږدېوالي د نړیوالې ټولنې عمومي منشي، د ایران د اهلسنت د یو شمېر علماوو په ملتیا، د مالیزیا د ولسي جرګې له رئیس سره وکتل او خبرې یې ورسره وکړې.
د خبر لمبر: 3492349 خپرونې تاریخ : 2026/01/24
د شعبانیه اخترونه مو مبارک شه!
ایکنا- د ایران داسلامی جمهوریت په بندرعباس کې د حضرت امام سجاد علیه السلام د نیکمرغه میلاد په مناسبت نن د سلواغې په څلورمه د امام سجاد پنځلسم نړیوال سمینار ترسره کیږي.
د خبر لمبر: 3492348 خپرونې تاریخ : 2026/01/24
د بشري حقوقو په برخې کې فعالې یوې ادارې د ډیؤوس اقتصادي فورم دغونډې له ګډونوالو وغوښتل چې د تیونس د نیول شوي ولسي ولسمشر راشد الغنوشي د ژوند د ژغورلو او د هغه د خوشي کیدا د تضمین لپاره دې هڅې وکړي.
د خبر لمبر: 3492346 خپرونې تاریخ : 2026/01/22
ایکنا - د ترکیې په استانبول کې د «اسلامي حقوقو او او سمهاله واکوالۍ ؛په عنوان سره نړیوال کنفرانس((International Conference on Islamic Law and Contemporary Governance – ICILCG-26) به د روان میلادي کال د جولائي په ۱۴ او ۱۵ نیټه ترسره شي.
د خبر لمبر: 3492345 خپرونې تاریخ : 2026/01/22
ایکنا - د اسلامي مذهبونو د نزدیکت د نړیوالې ټولنې عمومي غونډه د ملایشیا په کوالالمپور کې د جنوب ختیځې آسیا هیوادونو د پوهانو، مفکرینو او عالمانو په شتون سره ترسره شوه.
د خبر لمبر: 3492344 خپرونې تاریخ : 2026/01/22
ایکنا - یو عرب لیکوال او سیاسي شنونکی وایي چې د ایران اسلامي جمهوریت د خپل فعال سیمهییز رول، پوځي وړتیاوو او ائیډیالوژیک نفوذ له امله، په لوېدیځي اسیا کې د امریکا او صهیونیسټي رژیم د پراختیا غوښتونکو او واکمنۍ غوښتونکو طرحو پر وړاندې تر ټولو مهم خنډ بلل کېږي.
د خبر لمبر: 3492340 خپرونې تاریخ : 2026/01/21
ایکنا - د اسلامي مذهبونو د نزدیکت د نړیوالې ټولنې عمومي منشي، حجتالاسلام حمید شهریاري، د فلسطین د مسئلې پر وړاندې د اسلامي نړۍ د حساسیت د ساتلو پر اړتیا ټینګار وکړ.
د خبر لمبر: 3492337 خپرونې تاریخ : 2026/01/20
ایکنا - د قرآن د ملي ورځې ځانګړې مراسم د مرغومي یا جدې د میاشتې (دي) په ۲۷مه، د عراق د لومړي وزیر په شتون کې د بغداد په پوهنتون کې ترسره شول.
د خبر لمبر: 3492332 خپرونې تاریخ : 2026/01/19