اسلامی امت - پاڼه 3

IQNA

بچوې
ایکنا- د هندوستان  د لوېديځي مهاراشترا صوبې د یوه داسې کلي اوسېدونکي، چې ټول اوسیدونکي  ئې هندوان دي، هر کال د امام حسین (ع) د عاشورا د ویر او ماتم مراسم په ځانګړې مینې او ولولې سره ترسره کوي.
د خبر لمبر: 3492962   خپرونې تاریخ : 2026/06/28

ایکنا- د تاسوعا او عاشورا له شپو ورځو سره هممهاله، د اروپا په بېلابېلو ښارونو کېپه لسګونو زره   شیعه مسلمانانو او د اهل‌بیت (ع) مینه‌والو د  ویر اوماتم  تور بیرغونه پورته کړل او د «لبیک یا حسین» په شعارونو سره ئې د کربلا د آزادۍ، عزت او مقاومت پیغام د اروپا په زړه کې خپور کړ.
د خبر لمبر: 3492959   خپرونې تاریخ : 2026/06/27

ایکنا- د حضرت امام حسین (ع) د سپېڅلي آستان د پراختیا څانګې اعلان کړی چې د محرم د ګڼې ګوڼې پر مهال ئې د «تل زینبیه» حرم دروازې د ښځینه زائرانو پر مخ بېرته پرانیستې دي.
د خبر لمبر: 3492958   خپرونې تاریخ : 2026/06/27

ایکنا - د مراکش د ملي لوبډلې او د انګلستان د فوټبال د مشهور کلب Manchester United لوبغاړي نصیر مزراوي، اعلان کړی چې له فوټبال څخه تر متقاعد وروسته غواړي  قرآن کریم حفظ  کړي او د یوه جومات د امام په توګه خدمت وکړي.
د خبر لمبر: 3492956   خپرونې تاریخ : 2026/06/25

ایکنا-  د حسینی عاشورا د شپې ولولناکې او ویرجنې دستورې  د اسلامی انقلاب د شهید رهبر حضرت امام خامنه اي  د ملکوتي عروج په ځاي کې د لسګونو زره خلکو په شتون سره البته د د شهید رهبر د روح په ملکوتي شتون کې ترسره شوې.
د خبر لمبر: 3492955   خپرونې تاریخ : 2026/06/25

ایکنا-  هغه الوتکه چې ایرانی ولسمشر پرې پاکستان ته راغلی، «میناب 168» نومېږي. دغه نوم په ایران کې پر یوه ښوونځي د برید پر مهال د شهید شویو ماشومانو په یاد کیښودل شوی دی. دا له جنګ وروسته د ایران د اسلامی جمهوریت  ولسمشر لومړنی بهرنی سفر ګڼل کېږي. له هغه سره د ایران د پارلمان مشر  محمدباقر قالیباف او د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي هم ملګري دي.
د خبر لمبر: 3492950   خپرونې تاریخ : 2026/06/23

ایکنا- دغه بیرغ د ایران د سرقونسلګرۍ د هڅو په پایلې کې د حسيني آستان  له لوري په کربلا کې  د ایران د سرقونسلګرۍ سرپرست  جعفر صفري، ته وسپارل شو، څو د شهید رهبر د جنازې او وروستۍ بدرګې په مراسمو کې ترې استفاده وشي.
د خبر لمبر: 3492947   خپرونې تاریخ : 2026/06/23

ایکنا- د ملایشیا د ساراواک صوبې د چاپېریال ساتنې له اصولو سره سم یو ځانګړی نوښت خپل کړی چې د زړو، شلیدلو او  له کاره لویدلو قرآنونو د درناوي او ښخولو لپاره کارول کېږي
د خبر لمبر: 3492946   خپرونې تاریخ : 2026/06/23

  د پاکستان لومړي وزیر او د سعودي عربستان ولیعهد د ایران او امریکا ترمینځ د مذاکراتو په راتلونکو پړاوونو کې پرمختګ «حیاتي او ډېر مهم» وباله.
د خبر لمبر: 3492935   خپرونې تاریخ : 2026/06/20

ایکنا- د سعودي عربستان د قطیف سیمې شیعیان، سره له دې چې د چارواکو له خوا پرې امنیتي او مذهبي محدودیتونه لګول شوي، د محرم میاشتې مراسم ترسره کوي.
د خبر لمبر: 3492934   خپرونې تاریخ : 2026/06/20

ایکنا- په سعودي عربستان کې د محرم الحرام د لومړۍ ورځې او د ۱۴۴۸ هجري قمري کال  له  پیل سره سم، د بیت الله الحرام پرده بدله او نوې پرده پرې وځړول شوه.
د خبر لمبر: 3492929   خپرونې تاریخ : 2026/06/18

ایکنا -  په ؛سکوی پرواز» نومې  کتاب کې د تحریم سورې د ۱۱ او ۱۲ آیتونو په استناد،د حق او باطل په مقابلې کې د ښځو رول یوازې یو فرعي او حاشیه اي شتون  نه، بلکې یو اساسي او اغېزشیندونکی  رول بلل شوی دی. دا رول د فرعون له مېرمنې آسیه  او حضرت مریم (س) څخه پیلېږي او د عاشورا په غورځنګ کې د حضرت زینب (س) په مشرۍ خپل اوج ته رسېږي.
د خبر لمبر: 3492926   خپرونې تاریخ : 2026/06/18

ایکنا- ډیری تحلیلي او څيړونکو خپرونو او  ارزونو څخه داسې معلومیږي چې زیاتره کارپوهان په دې اند دي چې ایران د وروستیو دوو جګړو په ترڅ کې د امریکا او اسرائیلي رژیم تر ټولو سخت او زیانمن اقدامات وزغمل، خو بیا هم په نتیجې کې له سټراټیژیک پلوه برلاسی پاتې شو او خپل  امریکائي اوا صهیونیسټي دښمنان ئې د اوربند او شاتګ منلو ته اړ کړل.
د خبر لمبر: 3492923   خپرونې تاریخ : 2026/06/17

ایکنا- د الازهر شيخ احمد الطيب د نوي هجري قمري کال په مناسبت په خپل پيغام کې له ټول اسلامي امت څخه وغوښتل چې د اعتدال او مینځ لاریتوب  تګلاره دې خپله کړي او د استقامت، هوډ، ارادې، د حق پر لار د ټينګ پاتې کېدو او د اسلامي خاورو او وطنونو د حرمت ساتنې له ارزښتونو دې الهام واخلي.
د خبر لمبر: 3492922   خپرونې تاریخ : 2026/06/17

ایکنا- د محرم الحرام د غم او وير د مراسمو او د عاشورا د غمیزې  د يادونې لپاره، د لبنان د بعلبک ښار په مسجد رأس الحسین (ع) کې د ماتم تور  بيرغونه پورته شول.
د خبر لمبر: 3492921   خپرونې تاریخ : 2026/06/17

ایکنا- د محرم میاشتې د رارسېدو په درشل کې، د حضرت امام حسین (ع)د  سپېڅلې آستان  د حرم د ګنبد د بیرغ د بدلولو د مراسمو نېټه اعلان کړه.
د خبر لمبر: 3492918   خپرونې تاریخ : 2026/06/16

ایکنا- د پاکستان شیعه عالمانو د محرم د میاشتې د عزادارۍ په مراسمو کې د ګډونوالو د امنیت د تضمین لپاره د اړینو تدبیرونو پر اهمیت ټینګار کړی او د اسلامي یووالي د پیاوړتیا او د دې میاشتې د مراسمو د مسئولیت‌پالنې او منظمې ادارې په فضا کې ئې  د ترسره کېدو غوښتنه کړې ده.
د خبر لمبر: 3492910   خپرونې تاریخ : 2026/06/14

ایکنا - د ایران د خراسان رضوي والي غلامحسین مظفري د «مجاهد او شهید رهبر» د  جنازې  او تدفین د مراسمو لپاره د پراخو  پلانونو د چمتووالی  خبر ورکړ او وې ویل چې دغه ولایت د میلیونونو زائرانو د هرکلي لپاره بشپړ چمتووالی لري.
د خبر لمبر: 3492908   خپرونې تاریخ : 2026/06/14

ایکنا - په کربلا معلی کې د امام حسین(ع) او حضرت ابوالفضل العباس(ع) د سپېڅلو حرمینو دېوالونه، انګڼونه او د بین‌الحرمین سیمه د محرم میاشتې د رارسېدو په مناسبت په تورو بیرغونو او د ماتم په نښو سینګار او تورپوشه شوې ده.
د خبر لمبر: 3492906   خپرونې تاریخ : 2026/06/14

ایکنا - کیسه له ۱۹۶۰  لسیزې څخه پیلېږي، هغه مهال چې استاد محمد صدیق منشاوي د قرآن کریم بشپړ تلاوت د مصر د قرآن راډیو لپاره ثبت کړ. که څه هم د ارزونې کمېټې دغه تلاوت تأیید او وستایه، خو شیخ خپله پرې بشپړ راضي نه و. له ثبت شویو تلاوتونو تر اورېدو وروسته ئې احساس کړه چې ځینې ټیپونه ئې د هغه له معیارونو سره سمون نه خوري، نو په رسمي ډول ئې غوښتنه وکړه چې د هغو ځینې برخې له سره ثبت کړي.
د خبر لمبر: 3492905   خپرونې تاریخ : 2026/06/14