افغانستان

IQNA

بچوې
ایکنا- د کربلا معلی والي وئيلی دي،چې د امام حسین (ع) د اربعین په ولولناک پلی لاریون کې له ۲۲ میلیون  زیارتوالو ګډون کړی دی.
د خبر لمبر: 3493144   خپرونې تاریخ : 2026/08/06

ایکنا- په کربلا معلی کې د حسینی اربعین میلیوني مراسم او د نړۍ په بېلابېلو ښارونو کې د اربعین لمانځنه د امریکا د اسوشیټډ پرېس خبري اژانس له  له پراخ انعکاس او پوښښ  سره مخ شوې ده.
د خبر لمبر: 3493143   خپرونې تاریخ : 2026/08/06

ایکنا- د افغانستان په بامیان کې د حسینی اربعین په دستورو کې ویناوالو په زغرده ووئيل؛ لوېدیځي استکباري هېوادونه د اسلامي هېوادونو پر وړاندې په ظالمانه او غیرانساني ډول  سرزوري  کوي، خو د ایران اسلامي جمهوریت د امام حسین (ع) له مکتب څخه په الهام اخیستو سره  د ظلم او استکبار پر وړاندې ټینګ ولاړ دی او د عاشورائي استقامت په برکت ئې لوېدیځ، له سختو ننګونو سره مخ کړی دی.
د خبر لمبر: 3493142   خپرونې تاریخ : 2026/08/05

ایکنا- مولوي غلام‌محمد نظر، چې د سرپل ولایت د شیعه علماؤ د شورا مرستیال دی، په خپلو څرګندونو کې وویل:حضرت امام حسین(ع) د ازادۍ د دفاع، د فساد پر ضد د مبارزې او د انساني ارزښتونو د ژوندي ساتلو لپاره خپل ژوند د خداي تعالی په لاره کې قربان کړ.
د خبر لمبر: 3493131   خپرونې تاریخ : 2026/08/04

ایکنا- د افغانستان د طالبانو د حکومت ویندوي ذبیح‌الله مجاهد په افغانستان کې د ایران د اسلامي جمهوریت د مرستیال سفیر سید حسن مرتضوي له وروستیو څرګندونو هرکلی کړی او ټینګار یې کړی چې اسلامي امارت هم د ایران خپلواکۍ او کورنیو چارو ته درناوی لري.
د خبر لمبر: 3493122   خپرونې تاریخ : 2026/08/02

ایکنا- د افغانستان د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، سیمه ییز جنګ د هیچا په ګټه ندی او مونږ نه غواړو چې پاکستان کې نا امني وي، ځکه دغه چاره د افغانستان په زیان هم ده.
د خبر لمبر: 3493087   خپرونې تاریخ : 2026/07/27

 په افغانستان کې د طالبانو د حکومت ویاند:
ایکنا- د افغانستان د   طالبانو د حکومت ویندوي ذبیح الله مجاهد  په یوې ځانګړې مرکه کې ویلي، په داسې حال کې چې ایران خپله دا مهال ستونزې لري، په سخت وخت کې ئې افغانان هیر نکړل او د دغه هېواد سیلاب ځپلو سره  مرستې وکړې.
د خبر لمبر: 3493081   خپرونې تاریخ : 2026/07/26

ایکنا- د بحرین ځوانانو د دغه هېواد په سړکونو کې د ایران د شهید رهبر امام خامنه اي په یاد او غم کې د عزادارۍ او ماتم مراسم ترسره کړل.
د خبر لمبر: 3493020   خپرونې تاریخ : 2026/07/13

ایکنا- د ایران د اسلامي انقلاب د شهید رهبر د سپېڅلي جسد د وروستۍ وداع مراسم، د ترسره کېدو په شپو ورځو کې د نړیوالو په تیره بیا د آسیايي رسنیو په مهمو خبري موضوعګانو کې ځاي وموند.
د خبر لمبر: 3492994   خپرونې تاریخ : 2026/07/04

ایکنا- د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر ډاکټر مسعود پزشکیان د افغانستان د طالبانو د حکومت د ریاست‌الوزرا له اقتصادي مرستیال مولوي عبدالغني برادر اخند  او ورسره پلاوي سره په لیدنې کې، د وروستیو پوځي بریدونو د غندنې په اړه د کابل د ملاتړ په  خاطر مننه وکړه او د دواړو هېوادونو ترمینځ ئې د هر اړخیزو اړیکو پراختیا د ایران د بهرني سیاست یو سټراتیژیک لومړیتوب وباله.
د خبر لمبر: 3492993   خپرونې تاریخ : 2026/07/04

ایکنا- د ایران د شهید رهبر امام خامنه اي سپېڅلي پیکر ته د بهرنیو شخصیتونو د درناوي مراسم نن سهار  د تهران د امام خمیني په مصلی یا عید ګاه  کې پیل شول.
د خبر لمبر: 3492988   خپرونې تاریخ : 2026/07/03

ایکنا-  د پاکستان یوه تکړه دیني عالم او د سیاسی چارو کارپوه د  اسلامی انقلاب د  خداي بخښلي لارښود حضرت امام خمیني  دشهادت په مناسبت په تسلیّت وئیلو سره  روښانه کړې ده،امام خامنه اي نه یوازې د ایران ،بلکې ددرستو مستضعفینو او درستو بې څوکه انسانانو رهبر ؤ او  درست ملتونه ئې یووالي او  یو زړتوب ته بلل.
د خبر لمبر: 3492987   خپرونې تاریخ : 2026/07/02

د شهید رهبر په درنښت کې:
ایکنا د امام حسین علیه السلام د ماتم  پړاؤ او د شهید امام خامنه اي  د جنازې مراسمو سره په یو وخت کې، د " معشوق   شهادت "نومې  کتاب د  مخ کتنې دستورې  په کابل کې ترسره شوې؛ تنظیم کونکو دا د ایران او افغانستان ترمنځ د کلتوري، مذهبي او ادبي اړیکو سمبول او د مقاومت ادبیاتو څرګندونه وبلله چې د مسلمانو ملتونو احساسات منعکسوي. په مراسمو کې، یو شمیر افغان شاعرانو هم خپل وروستي شعرونه چې د شهید امام په اړه یې بیان کړل او د ګډونوالو لپاره یې د مراسمو شعرونه وویل.
د خبر لمبر: 3492986   خپرونې تاریخ : 2026/07/02

ایکنا –د الشعبي الحشد مبارز ځواک په اعلامیې کې راغلي دي، په عراق کې د ایران د شهیدرهبر د جنازې مراسم د عراق د حکومت په غوښتنه او له سیاسي قدرتونو سره په همغږۍ سره ترسره کېږي.
د خبر لمبر: 3492976   خپرونې تاریخ : 2026/07/01

ایکنا- د عراق او ایران  د ادارو ترمینځ د پراخو همغږیو له پیل سره هممهاله، عراق په سپېڅلو ښارونو نجف اشرف او کربلا معلی کې د شهید امام آیت‌الله سید علي خامنه‌اي د جنازې د مراسمو د ترسره کولو لپاره چمتووالی نیسي. تمه کېږي چې په دغو مراسمو کې به له یو میلیون څخه ډېر کسان ګډون وکړي.
د خبر لمبر: 3492971   خپرونې تاریخ : 2026/06/30

ایکنا- د ملګرو ملتو د ماشومانو د ملاتړ صندوق، یونیسف په یوې وروستۍ اعلامیې کې وئيلي دي، په افغانستان کې د خوارځواکۍ له امله زیانمن شوي ماشومان د ځانګړو درملیزو خوړو په ترلاسه کولو سره بېرته د روغتیا پر لور ستنېږي.
د خبر لمبر: 3492953   خپرونې تاریخ : 2026/06/25

ایکنا- د معلوماتو له مخې، شاوخوا دوه کاله وړاندې هم د افغانستان د طالبانو حکومت  د تمدن ټیلويژن پر دفتر عملیات کړي وو، خو هغه مهال ئې خپرونې نه وې درولې اوس ئې په داسې حال کې ددغه ټيلیویژني چینل خپرونې تړلي چې ښائي په محرم الحرام میاشت کې ددغه ټيلیویژني چینل له خوا د حسینی تاسوعا او عاشورا د شپو ورځو په مناسبت ځانګړي دینی پروګرامونه خپریدل.
د خبر لمبر: 3492951   خپرونې تاریخ : 2026/06/23

ایکنا- په وروستیو کلونو کې د هندوستان  د ډېرو مسلمانو ښځو تجروبې ښئي چې افراطي هندوان د مصنوعي ځیرکتیا (AI) په کارولو سره جعلي او  غیر اخلاقي  انځوریزه محتوا تولیدوي.
د خبر لمبر: 3492930   خپرونې تاریخ : 2026/06/18

ایکنا-  د مصر د اوقافو وزارت د دوشنبې په ورځ،د جون ۱۵مه (۲۵ غبرګولی)، د اوسمهاله پړاو د قرآن کریم د تلاوت له مخکښو څېرو څخه د مرحوم شیخ اسماعیل حلمي حجاب د زوکړې کلیزه ونمانځله.
د خبر لمبر: 3492928   خپرونې تاریخ : 2026/06/18

ایکنا- د افغانستان د شیعه علماوو شورا د محرم  الحرام  د غمجنو شپو ورځو  د رارسېدو په مناسبت په خپرې کړئ اعلامیې کې له امنیتي مسئولینو غوښتي چې د محرم او عاشورا د مراسمو د پرتمین او خوندي ترسره کېدو زمینه برابره کړي او د ټولو ښاریزو دیني او مذهبي حقوقو ته پاملرنه وکړي.
د خبر لمبر: 3492919   خپرونې تاریخ : 2026/06/16