ایکنا- د سورئې وهابیانو د محمد بن عبدالوهاب او ابن تیمیه د آثارو په ممنوعیّت کې د افغانستان د طالابنو د اقدام باندې ډيرې نیوکې وکړې او دا اقدام ئې ناسم او یوه دروغجنه دوکه وبلله.
د خبر لمبر: 3490507 خپرونې تاریخ : 2025/01/21
ایسنا خبري اژانس راپور راکړی د طالبانو یوه لوړرتبه چارواکي په افغانستان کښې د انجلیو او د ښځو په زده کړې بندیز نا عادلانه وباله او د انجلیو او د ښځو په زده کړې د بندیز د ختمولو غوښتنه یې وکړه.
د خبر لمبر: 3490499 خپرونې تاریخ : 2025/01/20
ایکنا - په افغانستان کې روغتیايي خدماتو ته د اړو منو څخه څوارلس اعشاریه درې میلیون څخه څه باندې ۲۳ فیصده ښځې، ۵۳ فیصذه ناریه او کابو لس فیصده پرکوَټ کسان دي.
د خبر لمبر: 3490474 خپرونې تاریخ : 2025/01/15
ایکنا- په افغانستان کې د پاکستان پخواني سفیر احمد خان ویلي، درې نیم کاله وروسته له دې چې طالبان واک ته رسېدلي، د اسلام اباد هغه تمې پوره نه شوې چې دغه حکومت به د ټي ټي پي، داعش او بلوڅ بېلتون پالو په ګډون ترهګریزې ډلې وځپي.
د خبر لمبر: 3490470 خپرونې تاریخ : 2025/01/14
ایکنا - د مصر لوي مفتي نظیر محمد عیاد په الازهر پوهنتون کې له څلویښت فیصدو زیاتې انجونې زده کړې کوي او د میرمنو د ټولنې د زده کړې ډیر زیات ملاتړي دي،ددې پوهنتون جوړیدا له اسلامی تعلیماتو سره سره د عربي کلتور ته پراختیا ورکول دي څو د دواړو هیوادونو مناسبت لا زیات پیاوړی شي.
د خبر لمبر: 3490451 خپرونې تاریخ : 2025/01/13
ایکنا - د اسلامی ملګرتیا موسیسې عمومی منشي ، د مسلمانانو د نړیوالې ټولنې عمومی منشي ، د اسلامی مګلرتیا موسیسې او د نورو دوستو هیوادونو ۴۷ پلاؤ، د یونیسف او یونیسکو نړیوالو ادارو د نمایندګانو ترڅنګ په دغه نړیوال سمینار کې ګډون کړی دی.
د خبر لمبر: 3490450 خپرونې تاریخ : 2025/01/11
ایکنا- د ایران د ولسمشر ځانګړی دستیار او د قومونو، دیني او مذهبي چارو د شورا مشر ویلي، په اسلامي نظام کې د شیعه او سني زده کوونکو ترمنځ توپیر نشته.
د خبر لمبر: 3490435 خپرونې تاریخ : 2025/01/08
ایکنا - د پاکستان دپوځ ائي ایس پي آر په یوې خبرتیا کې ووئیل چې ددغه هیواد دامنیتی ځواک په پاکونکو عملیاتو کې د تحریک طالبان پاکستان یا هماغه ټي ټي پي نولس خوارج هلاک شوي دي.
د خبر لمبر: 3490433 خپرونې تاریخ : 2025/01/08
ایکنا - دا نندارتون د افغانستان صنعت او سوداګرۍ وزارت تر لارښوونې لاندې، د کانونو او صنعت، سوداګرۍ او پانګونې خونو، د سیکارام احمدي بازار موندنې شرکت اودغه راز د ملګرو ملتونو کډوالو ادارې له لورې جوړ شوی دی.
د خبر لمبر: 3490419 خپرونې تاریخ : 2025/01/05
ایکنا- د پاکستان د کی پي کې دکورمې ضلعې په بګن سیمې کښې په حکومتي چارواکو باندې د ځاي ترهه ګرو د حملې په وجه د کرمې د اهل تشیع او د اهل سنتو ترمینځ شوي امن موافقې ته سخت ګوزار ورکړل شوی دی.
د خبر لمبر: 3490418 خپرونې تاریخ : 2025/01/05
ایکنا - د پاکستان د خیبر پښتونخوا صوبې په مرکز پېښور کې ددغه ښار په مرکزي موزیم کې د ایران پېژندنې کوټه رسماٌ پرانیستل شوه.
د خبر لمبر: 3490405 خپرونې تاریخ : 2025/01/02
ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکړی،د پاکستان دفاع وزیر د دې هېواد له رسنیو سره په مرکه کې ادعا کړې چې د افغانستان سرپرست حکومت له سرحدي سیمو څخه د افغانستان نورو سیمو ته، د پاکستانيو طالبانو د وګړو او غړو د لېږدولو لپاره د لس میلیارده پاکستانۍ کلدارو غوښتنه کړې ده.
د خبر لمبر: 3490403 خپرونې تاریخ : 2025/01/02
ایکنا - د اسلام د شهیدانو په نامه په دغه سمینار کې آیت الله محسن اراکي پخپلې وینا کې د مومنانو په مسئولیّتونو او دندو باندې په ټينګار سره عالمان اوطلبه ؤ په کردار رڼا واچوله او وې وئيل،باید عالمان او دینی طلبه خپل کردار داسې جوړ کړی چې د عامو خلکو اخلاقي او معنوي بیلګه شی او پخپلو سیمو کې دنورو لپاره یوه روښانه لاره وړاندې کړي.
د خبر لمبر: 3490385 خپرونې تاریخ : 2024/12/30
ایکنا -په پاراچنار کورمې سیمې کې ترټولو اوږد جنګ په ۲۰۰۷ کال کې هغه مهال وشو، چې یوشمیر تفکیری ترهه ګرو ډلو ټپلو د افغانستان د طالبانو په مرستې سره او د ځینو حکومتی او استخباراتي کړیو ورڅخه ناوړه استفاده وکړه او دغه سیمه ئې په بشپړ ډول کلابنده کړه او دغه کلابندي او جنګ او شخړو تر ۲۰۱۲ کال بورې دوام وکړ، خو ددغې سیمې خلکو په سخت مقاومت او شجاعت سره د خپلو ځانونو او سیمې کلکه دفاع وکړه او بلاخره هم د د۲۰۱۲ کال په پاي کې د خیبرپختونخواه صوبې نورو قبایلو مشرانو د جرګو په وسیله ددواړو لورو ترمینځ روغه جوړه وکړه او د امن تیږه ئې کیښودله
د خبر لمبر: 3490377 خپرونې تاریخ : 2024/12/28
ایکنا - د پاکستان دپوځ د افغانستان په جنوب ختیځ کې د پکتیکا ولایت په سرحدي سیمو باندې په هوائي حملې کې یو شمیرعاموخلکو ته چې ماشومان او ښځې هم پکې ترسترګو کیږي، مرګ ژوبلې اړولي دي.
د خبر لمبر: 3490369 خپرونې تاریخ : 2024/12/25
ایکنا - په درست پاکستان کې د اهل تشیّع درستو سیاسی او مذهبی ګوندونو او ډلو په ټول پاکستان کې د پاراچنار د مظلومو خلکو د حقه حقوقو دپوره کیدا او ددوي پر مخ د یوازنیۍ پاراچنار پیښو ر سترې لارې د پرانیستو په حق کې پرلتۍ وهنو اعلان کړی او ورسره ئې ګواښ کړی چې که د پاراچنار دمظلومو خلکو چغه وانه وریدل شي، نو په یوهیړ به د پاراچنار په لور امن پلی مارچ وکړي او د هرډول نتیجو مسئولیّت به ئې د مرکزي او صوبائي حکومت په غاړه وي.
د خبر لمبر: 3490365 خپرونې تاریخ : 2024/12/25
ایکنا- د افغانستان د طالبانو د حکومت د خارجه و زارت سیاسی مرستیال له امریکا او د ناټو له نورو غړو سره په اقتصادي جنګ کې دمقابلې لپاره له ایران سره د اړیو دپیاوړتیا غوښتنه وکړه.
د خبر لمبر: 3490364 خپرونې تاریخ : 2024/12/24
ایکنا - د ملګروملتو سرمنشي پخپل دغه پیغام کې د پاکستان حکومت ته ګواښ کړی دی ،که دغه ستره لاره فوري خلاصه نشي ، نوممکنه ده په دغې سیمې کې ستر انساني ناورین رامینځةشي، چې بیا به ئې مسئولیّت د چاپه غاړه وي؟
د خبر لمبر: 3490362 خپرونې تاریخ : 2024/12/24
ایکنا -د سعودي عربستان د حکومت پر پښتو اېکس پاڼه لیکل شوي: “د سعودي عربستان باچاهي حکومت د افغان وروڼو لپاره د ټولو خدمتونو د وړاندې کولو په ګروهنې سره، پرېکړه کړې چې د سعودي عربستان نمایندګي په کابل کې خپل فعالیتونه د ۱۴۴۶/۶/۲۱هـ نېټه چې د ۲۰۲۴/۱۲/۲۲م سره سمون خوري، بیا پیل کړي.
د خبر لمبر: 3490355 خپرونې تاریخ : 2024/12/23
ایکنا - که څه هم دا مهال په افغانستان کې د سرطان په وژونکې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر پنځه سوه زره ښوول کېږي، خو ګومان کېږي چې واقعي شمېر ښايي تر دې زیات وي.
د خبر لمبر: 3490346 خپرونې تاریخ : 2024/12/22