ایکنا- د ۲۰۲۶ حلال نندارتون د لومړي ځل لپاره د مخ پر ودې هېوادونو د اقتصادي ملګرتیاؤ ډلې (D-8) له خوا د انډونیشیا په پلازمېنې کې پرانیستل شو.
د خبر لمبر: 3493024 خپرونې تاریخ : 2026/07/14
ایکنا- د قرآنی محفل په زرګونو فعالانو په تهران کې له قرآن سره د انس محفل چې د شهید رهبرامام خامنه اي په درنښت کې ئې د هیوغاد قرآنی مرکز ترسره کوي، د چنګاښ د میاشتې په ۲۴ نیټه د تهران په میدان ولی عصر کې ترسره کیږي.
د خبر لمبر: 3493021 خپرونې تاریخ : 2026/07/13
ایکنا- د اسلامی انقلاب د شهید مجاهد رهبر حضرت امام خامنه اي(قدس الله نفسه الزکیّه) د پاکې جنازې دستورې د چنګاښ د میاشتې په اتلسمه نیټه په نجف اشرف مقدس ښار کط د عراق د میلیوني عزادارو او مینه والو په ولولناک شتون سره ترسره شوې.
د خبر لمبر: 3493011 خپرونې تاریخ : 2026/07/11
ایکنا- د ایران د اسلامي انقلاب د شهید رهبر امام خامنه اي د جنازې مراسم د عراق او د نورو هېوادونو د میلیونونو خلکو په ګډون د حضرت امام حسین (ع) په سپېڅلي حرم کې ترسره شول ؛ دا یوه بېسارې تاریخي صحنه ده چې د کربلا د عاشورا یاد تازه کوي.
د خبر لمبر: 3493007 خپرونې تاریخ : 2026/07/09
ایکنا- دعراق د ارتباطاتو وزیر په دغه هیواد کې د اسلامی انقلاب د شهید رهبر امام خامنه اي د جنازې د میلیوني تشیع د دستورو په مناسبت د هغه بزرګوار د درنښت او یاد او خاطرې په خاطرد یوه پُستي ټکټ یا تمبر مخ کتنه وکړه.
د خبر لمبر: 3493004 خپرونې تاریخ : 2026/07/08
ایکنا- یوې امریکایي رسنۍ راپور ورکړی چې تهران د اسلامي امت د شهید لارښود له وروستي وداع وروسته د تاریخ د تر ټولو سترې جنازې د مراسمو لپاره چمتووالی نیسي.
د خبر لمبر: 3492997 خپرونې تاریخ : 2026/07/06
ایکنا- د اسلامی انقلاب د شهید رهبر امام خامنه اي سره د الوداع او خداي په امانئ دستورې او دغه راز د هغه بزرګوار او د هغه د کورنئ د شهیدانو د جنازې د لمانځه دستورې ترسره شوې.
د خبر لمبر: 3492995 خپرونې تاریخ : 2026/07/06
ایکنا- د ایران د اسلامي انقلاب د شهید رهبر د سپېڅلي جسد د وروستۍ وداع مراسم، د ترسره کېدو په شپو ورځو کې د نړیوالو په تیره بیا د آسیايي رسنیو په مهمو خبري موضوعګانو کې ځاي وموند.
د خبر لمبر: 3492994 خپرونې تاریخ : 2026/07/04
ایکنا- د ایران د اسلامی جمهوریت د درو واړو قواؤ او د ایران د اسلامی جمهوریت د نظام نورو یو شمیر مسئولانو د تهران په امام خمینی مصلی یا عیدګاه کې د اسلامی انقلاب د شهید رهبر د پاکې جنازې د احترام لپاره شتون درلود.
د خبر لمبر: 3492990 خپرونې تاریخ : 2026/07/04
ایکنا- د پاکستان یوه تکړه دیني عالم او د سیاسی چارو کارپوه د اسلامی انقلاب د خداي بخښلي لارښود حضرت امام خمیني دشهادت په مناسبت په تسلیّت وئیلو سره روښانه کړې ده،امام خامنه اي نه یوازې د ایران ،بلکې ددرستو مستضعفینو او درستو بې څوکه انسانانو رهبر ؤ او درست ملتونه ئې یووالي او یو زړتوب ته بلل.
د خبر لمبر: 3492987 خپرونې تاریخ : 2026/07/02
د شهید رهبر په درنښت کې:
ایکنا د امام حسین علیه السلام د ماتم پړاؤ او د شهید امام خامنه اي د جنازې مراسمو سره په یو وخت کې، د " معشوق شهادت "نومې کتاب د مخ کتنې دستورې په کابل کې ترسره شوې؛ تنظیم کونکو دا د ایران او افغانستان ترمنځ د کلتوري، مذهبي او ادبي اړیکو سمبول او د مقاومت ادبیاتو څرګندونه وبلله چې د مسلمانو ملتونو احساسات منعکسوي. په مراسمو کې، یو شمیر افغان شاعرانو هم خپل وروستي شعرونه چې د شهید امام په اړه یې بیان کړل او د ګډونوالو لپاره یې د مراسمو شعرونه وویل.
د خبر لمبر: 3492986 خپرونې تاریخ : 2026/07/02
د شهید رهبر د جنازې او وداع تفصیل!
یکنا- د ایران د شهید رهبر امام خامنه اي د جنازې او وروستي وداع د ملي کمېټې منشي وویل، تر اوسه د اسلامي هېوادونو، غیر اسلامي هېوادونو او د ایران د اسلامي جمهوریت د ګاونډیو هېوادونو ګڼو مشرانو په دغو مراسمو کې د ګډون لپاره خپل چمتووالی اعلان کړی دی. هغه زیاته کړه، تر دې دمه له ۳۰ څخه زیاتو هېوادونو په رسمي ډول غوښتنه کړې چې د دوي لوړپوړي چارواکي او پلاوي د ایران د شهید رهبر پاک مړي ته د درناوي په مراسمو کې ګډون وکړي.
د خبر لمبر: 3492982 خپرونې تاریخ : 2026/07/02
د اسکار د ۹۸ پړاؤ غوره شوی فلم!
ایکنا- د «د ولسمشر کیک» (The President's Cake) د فلم کیسه د ۱۹۹۰ لسیزې او د عراق د پخواني دیکتاتور صدام حسین د واکمنۍ پر مهال ترسره کېږي؛ هغه وخت چې عراق له یوې خوا د بعث ګوند له استبدادي واکمنۍ سره مخ و او له بلې خوا د امریکا تر بمبارۍ، اقتصادي بندیزونو او د خوراکي توکو له سخت کمښت سره لاس او ګرېوان و.
د خبر لمبر: 3492980 خپرونې تاریخ : 2026/07/01
ایکنا- د سره سمندر میوزیم، د اسلامي سمندري میراث کیسه د هغو نادرو اثارو له لارې بیانوي چې ځینې ئې تر ۴۰۰ کلونو ډېر لرغونتوب لري.
د خبر لمبر: 3492979 خپرونې تاریخ : 2026/07/01
ایکنا- د مکې د قرآن کریم میوزیم د قرآن کریم یوه نادره نسخه، چې په ۱۹۰۶ میلادي کال کې د روسیې په کازان ښار کې چاپ شوې، نندارې ته وړاندې کړې ده.
د خبر لمبر: 3492977 خپرونې تاریخ : 2026/07/01
ایکنا –د الشعبي الحشد مبارز ځواک په اعلامیې کې راغلي دي، په عراق کې د ایران د شهیدرهبر د جنازې مراسم د عراق د حکومت په غوښتنه او له سیاسي قدرتونو سره په همغږۍ سره ترسره کېږي.
د خبر لمبر: 3492976 خپرونې تاریخ : 2026/07/01
ایکنا - د ایراند اسلامی جمهوریت ولسمشر د قم د علمیه حوزې د مدرسینو د ټولنې له غړو سره په یوه غونډه کې، د ایران د خلکو مقاومت، د وسله والو ځواکونو قربانۍ او ملي یووالي د ایران له سختو حالاتو د تیریدو او په اسلامي نړۍ کې د عزت د رامینځته کولو اصلي عوامل وګڼل.
د خبر لمبر: 3492975 خپرونې تاریخ : 2026/06/30
ایکنا- خبرو سرچینو ورکړی چې د صهیونیستي رژیم هغه طرحه، چې د غزې د خلکو د ایستلو لپاره ئې د «خپلې خوښې مهاجرت» نوم کاراوه، د بېلابېلو هېوادونو له هرکلي سره نه ده مخ شوې، او همدغه وحشي رژیم اړ شوی چې د خپلې طرحې نوم بدل کړي.
د خبر لمبر: 3492972 خپرونې تاریخ : 2026/06/30
ایکنا- د عراق او ایران د ادارو ترمینځ د پراخو همغږیو له پیل سره هممهاله، عراق په سپېڅلو ښارونو نجف اشرف او کربلا معلی کې د شهید امام آیتالله سید علي خامنهاي د جنازې د مراسمو د ترسره کولو لپاره چمتووالی نیسي. تمه کېږي چې په دغو مراسمو کې به له یو میلیون څخه ډېر کسان ګډون وکړي.
د خبر لمبر: 3492971 خپرونې تاریخ : 2026/06/30
ایکنا- د ایټالیا د بېلابېلو دینونو استازو د دینونو ترمنځ د خبرو اترو لومړنی ملي منشور برابر او تصویب کړ.
د خبر لمبر: 3492968 خپرونې تاریخ : 2026/06/29