قرانی خبرونه - پاڼه 2

IQNA

بچوې
د ملایشیا د قرآني سیالۍ!
ایکنا- د ملایشیا د قرآنی سیالیو لپاره د ایران استازي سیدصادق مسلمي المشیري د مالیزیا د قرآن کریم د نړیوالو سیالیو د ۶۶پړاؤ لپاره د خپلې چمتووالي په اړه وویل:له هغه وخته چې د دغو سیالیو د ګډون امتیاز مې ترلاسه کړی، په دوامدار پلان، د استادانو له لارښوونو او د تېرو دورو د استازو له تجروبو څخه په استفادې سره مې د دې نړیوالې سیالۍ لپاره خپله چمتووالی ساتلی دی.»
د خبر لمبر: 3493127   خپرونې تاریخ : 2026/08/03

ایکنا- د حضرت امام علي (علیه السلام ) سپېڅلی علوي زیارت ،د حسینی اربعین د ښځینه زیارتوالو لپاره ځانګړي قرآني پروګرامونه تنظیم کړي دي.
د خبر لمبر: 3493125   خپرونې تاریخ : 2026/08/03

ایکنا- د عمان د «سلطان قابوس» په نامې سره  د قرآن کریم د۲۰۲۶ کال عمومي سیالیو د څلور دېرشم  (۳۴ ) پړاؤ مقدماتي مرحله د یکشنبې،  په ورځې پیل شوه.
د خبر لمبر: 3493124   خپرونې تاریخ : 2026/08/03

ایکنا- د افغانستان د طالبانو د حکومت ویندوي ذبیح‌الله مجاهد په افغانستان کې د ایران د اسلامي جمهوریت د مرستیال سفیر سید حسن مرتضوي له وروستیو څرګندونو هرکلی کړی او ټینګار یې کړی چې اسلامي امارت هم د ایران خپلواکۍ او کورنیو چارو ته درناوی لري.
د خبر لمبر: 3493122   خپرونې تاریخ : 2026/08/02

ایکنا- د هندوستان د آسام صوبې په یوه جومات کې د قرآن کریم یوه نادره خطي نسخه ساتل کېږي، چې لا هم د دیني او فرهنګي میراث مینه‌وال او لیدونکي ځان ته راجلبوي، ځکه دا د دې سیمې د بېلابېلو دینونو د پیروانو ترمینځ د اوږدمهاله ګډ او همغږي ژوند شاهد ګڼل کېږي.
د خبر لمبر: 3493115   خپرونې تاریخ : 2026/08/02

ایکنا- د فارسی  موّرخ  په زعفرانو اوبو سره د قرآن کریم یوه ترټولو پخوانۍ بشپړ نسخه د ایران د اسلامی ج مهوریت د عملی  او کلتوري  شخصیّتونو په شتون سره د ایران د  حکمت ملی کتابتون په ستر هال کې ترسره شو.
د خبر لمبر: 3493114   خپرونې تاریخ : 2026/08/01

ایکنا- د حضرت امام حسین علیه السلام  او د حضرت ابوالفضل العباس علیه اسلام  د مقدسو حرمینو ترمینځ  واټن ؛بین الحرمیّن؛ نن سبا  د هغو میلیوني خلکو له  ولولناکو او له روحانیّت ډکو دستورو په اوج کې د شتون شاهد دی چې  په ولولې معنویّت او ارادت او کلک هوډ سره  په د غه مقدس ځاي کې په زیارت او عبادت بوختیږي.
د خبر لمبر: 3493113   خپرونې تاریخ : 2026/08/01

ایکنا- د حسیني اربعین د میراث دریمه نړیواله غمیزه د علم او فرهنګ پوهنتون له لورې ترسره شوه؛ هغه سوګواره چې د اربعین د پوهې، هنر او تمدني میراث انځور وړاندې کوي.
د خبر لمبر: 3493111   خپرونې تاریخ : 2026/08/01

ایکا- په ټولنیزو  چینلونو کې فعالانو د غزې د یوې ۱۲ کلنې نجلۍ اغېزشیندونکي ویډیو خپره کړې، چې د مور له شهادت او د یوازیتوب له سختو شېبو وروسته، قرآن کریم د هغې د مات زړه پناه ګرځېدلی دی.
د خبر لمبر: 3493110   خپرونې تاریخ : 2026/08/01

ایکنا- په عتبات عالیاتو کې د حسيني زائرانو له شتون سره  هم‌مهاله،په نجف اشرف کې  د حسینی اربعین قرآني پروګرامونه د امام رضا(ع) د قرآني کاروان په ځای پر ځای کېدو سره عملي پړاو ته وارد شول.
د خبر لمبر: 3493108   خپرونې تاریخ : 2026/08/01

ایکنا-  د ایران د اسلامی جمهوریت  نړیوال قاری  او تکړه قرانی فعال محمد جواد پناهي  د حضرت امام رضا علیه السلام په مقدس حرم کې  د توبې مبارکې سورې  له ۱۱۱ آیت څخه تر ۱۱۲ پورې د آیتونو په زړه پورې تلاؤت وکړ.
د خبر لمبر: 3493106   خپرونې تاریخ : 2026/07/30

ایکنا - د کربلا ولایت مسئولانو د اعلان له مخې، دغه ولایت به د حسینی اربعین د زائرینو د مناسب هرکلي او خدمت لپاره له چهارشنبې څخه تر دوشنبې پورې په رسمي توګه رخصت وي.
د خبر لمبر: 3493105   خپرونې تاریخ : 2026/07/30

ایکنا- د شارجې د قرآن کریم ټولنې اعلان کړی چې د  اوړي څلورو اوونیز ښوونیز پروګرام یې پیل کړی، چې موخه ئې د قرآني ارزښتونو روزنه او په عملي او ټولنیز چلند کې د هغو پلي کول دي.
د خبر لمبر: 3493103   خپرونې تاریخ : 2026/07/30

ایکنا- د عمان د   قرآن ریډیو مشر د دې راډیو د شلمې کلیزې په مناسبت په یولړ دستورو کې وویل چې دغه راډیو، د حفص او قالون په روایتونو د قرآن کریم د نسخو د چمتو کولو ترڅنګ، د عماني قاریانو د تلاوتونو ثبت ته هم ځانګړې پاملرنه کړې ده.
د خبر لمبر: 3493101   خپرونې تاریخ : 2026/07/30

ایکنا- په  غزې  تړانګې کې د قرآن کریم د ۶۰۰   تنکیو لمیو حافظانو د ستاینې د دریم پړاو مراسم د دې لپاره ترسره شول چې د هغوی د قرآن کریم د حفظ هڅې وستایل شي او د دغه علمي او ديني سفر دوام ته وهڅول شي.
د خبر لمبر: 3493097   خپرونې تاریخ : 2026/07/29

ایکنا- واشنګټن ته د صهیونیسټ رژيم د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو له سفر سره په یووخت د فلسطین یوې ملاتړې ډلې د سپینې ماڼۍ مخ ته له اسرائیلو څخه د امریکا په ملاتړ باندې اعتراض کښې غونډه وکړه.
د خبر لمبر: 3493095   خپرونې تاریخ : 2026/07/29

د لاهور پوهنتون استاد!
ایکنا-  د پاکستان د لاهور پوهنتون یو  استاد لیکلي چې جان اسپوزیتو د اسلامي مطالعاتو په پراخولو، د  دینونو ترمنځ د خبرو اترو په پیاوړتیا او د موروثي تعصبونو او ناسمو انګېرنو په ننګولو سره، د  اوسمهاله زمانې د اغېزشیندونکو  مفکرانو په ډلې کې یو تلپاتې مقام خپل کړ.
د خبر لمبر: 3493094   خپرونې تاریخ : 2026/07/28

ایکنا- د حسيني اربعین په رانږدې کېدو سره، د حضرت اباعبدالله الحسین (ع) په لکونو مینه‌وال او زائران د کربلا معلی پر لور په پلي مزل بوخت دي، څو ځان د هغه حضرت سپېڅلي حرم ته ورسوي.
د خبر لمبر: 3493092   خپرونې تاریخ : 2026/07/28

ایکنا - د امام حسین (ع) سپېڅلي آستان اړوند د دارالقرآن الکریم مرکز اعلان کړی چې د اربعین زائرانو لپاره ئې ځانګړي قرآني پروګرامونه چمتو کړي دي.
د خبر لمبر: 3493091   خپرونې تاریخ : 2026/07/28

یو مسیحي چارواکی:
ایکنا- د فرانسې د کاتولیک  کلیسا یوه چارواکي ټینګار کړی چې د مسیحیانو او مسلمانانو ترمنځ د  دینونو ترمنځ خبرې اترې د دغه هېواد د ټولنې لپاره نه‌جلاکېدونکې اړتیا ده، ځکه د دواړو ترمنځ بې‌باوري لا هم د سیاسي او آئیډیالوژیکو ناوړه ګټو لپاره کارېدلی شي.
د خبر لمبر: 3493089   خپرونې تاریخ : 2026/07/28