قرانی خبرونه - پاڼه 3

IQNA

بچوې
ایکنا- د ترکیې او عربي نړۍ د هنرمندانو د انځورګرۍ اتم نندارتون د فرهنګي اړیکو او اسلامي هویت د پیاوړتیا په موخه د زمري په ۴  (یکشنبه) په استانبول کې پرانیستل شوی.
د خبر لمبر: 3493088   خپرونې تاریخ : 2026/07/28

ایکنا- د افغانستان د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، سیمه ییز جنګ د هیچا په ګټه ندی او مونږ نه غواړو چې پاکستان کې نا امني وي، ځکه دغه چاره د افغانستان په زیان هم ده.
د خبر لمبر: 3493087   خپرونې تاریخ : 2026/07/27

ایکنا- د حضرت عباس (ع) د سپېڅلي حرم د قرآن علمي ټولګې په عراق کې د ۱۴۴۸ هجري قمري کال د اربعین د قرآني تمځایونو د تنظیم لپاره مقدماتي غونډه ترسره کړه.
د خبر لمبر: 3493086   خپرونې تاریخ : 2026/07/27

د مصر د اوقافو وزارت !
ایکنا - د مصر د اوقافو وزارت د ۱۹۶۱ کال د جولائی په  ۲۳  نېټې د قرآن کریم د لومړي ثبت شوي ترتیل شوي تلاوت د بشپړېدو د کلیزې په مناسبت اعلان وکړ چې دا پروژه د قرآن کریم د خدمت او په ټولې نړۍ کې د هغه د خپرېدو په برخې کې یو مهم تاریخي پړاو ؤ.
د خبر لمبر: 3493084   خپرونې تاریخ : 2026/07/27

 په افغانستان کې د طالبانو د حکومت ویاند:
ایکنا- د افغانستان د   طالبانو د حکومت ویندوي ذبیح الله مجاهد  په یوې ځانګړې مرکه کې ویلي، په داسې حال کې چې ایران خپله دا مهال ستونزې لري، په سخت وخت کې ئې افغانان هیر نکړل او د دغه هېواد سیلاب ځپلو سره  مرستې وکړې.
د خبر لمبر: 3493081   خپرونې تاریخ : 2026/07/26

د پاکستان یو تکړه شناندی ناصرحسین!
ایکنا- پارس ټوډې –  د پاکستان یوه تکړه شناندي او دټولنیزو چارو مشهور فعال په یولړ څرګندونو کې ووئيل،د اسلامی انقلاب د شهید رهبر امام خامنه  اي او ورسره د تپلي جنګ د نورو لوړپوړو  شهیدانو پاکه وینه به  له درستې سیمې د استعمار او استکبار سپير ټغر ډير زر ټول کړي.
د خبر لمبر: 3493080   خپرونې تاریخ : 2026/07/26

ایکنا- د امریکا د کانګرس  استازو مجلس  پرون ناوخته د جنګ د واکونو قانون (War Powers Act) له مخې د دوهم ځل لپاره یو پرېکړه‌لیک تصویب کړ چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پابند کوي،څو امریکایي پوځي ځواکونه له ایران سره له روان  جنګ  وباسي.
د خبر لمبر: 3493071   خپرونې تاریخ : 2026/07/25

ایکنا – د بریتانیا پاچا  دریم چارلز   د انګلستان د کمبریج ښار د اروپا له لومړي چاپېریال‌دوست (شین) جومات څخه لیدنه وکړه او د دې جومات د چاپېریال سره سازګارې معمارۍ او ټولنیز رول ئې وستایه.
د خبر لمبر: 3493062   خپرونې تاریخ : 2026/07/22

ایکنا- د عراق د شیعه اوقافو ادارې اړوند د قرآن علومو ملي مرکز د دغه هېواد د قرآني استعدادونو د شپاړسم پړاو عمومی  سیالیو د لومړنیو ازموینو د ترسره کولو لړۍ پیل کړې ده.
د خبر لمبر: 3493060   خپرونې تاریخ : 2026/07/22

ایکنا- د علوي سپېڅلي آستان ادارې په نجف اشرف کې له ۱۵۰۰ څخه د زیاتو حسیني موکبونو د ملاتړ لپاره د خوراکي توکو او د څښاک د اوبو د وېش بهیر پیل کړی دی.
د خبر لمبر: 3493056   خپرونې تاریخ : 2026/07/21

ایکنا-  د ایران د اسلامی جمهوریت یوه تکړه  او مشهور قاری احمد ابوالقاسمي  د اسلامی انقلاب د شهید رهبر د یاد په دستورو کې  چې  د رضوی مقدس  حرم په کوربتوب سره ترسره شوې ، د فاتحې سورې  او دغه راز د نساء سورې له ۶۴ آیته تر ۷۱ پورې د آیتونو په زړه پورې تلاؤت وکړ.
د خبر لمبر: 3493051   خپرونې تاریخ : 2026/07/20

ایکنا- د اسټرالیا حکومت د اسلام‌ضده احساساتو (اسلام‌هراسۍ) پر وړاندې د مبارزې لپاره له  وړاندې شویو ۵۴ سپارښتنو څخه ۳۵ سپارښتنې منلې دي. دغه اقدام د اسلامي تنظیمونو  له هرکلي سره مخ شوی، خو دغو بنسټونو ټینګار کړی چې د حکومت په پروګرام کې لا هم د مسلمانانو پر ضد د کرکې خپروونکو د حساب ورکولو لپاره کافي حقوقي اقدامات او عملي میکانیزمونه نشته.
د خبر لمبر: 3493048   خپرونې تاریخ : 2026/07/20

ایکنا- د عراق د الحشد الشعبي ادارې د جمعې په ورځ اعلان  کړی چې د حسینی اربعین د زیارت لپاره ئې ځانګړې خدماتي طرحه پیل کړې ده.
د خبر لمبر: 3493045   خپرونې تاریخ : 2026/07/19

د یمن یو قاري وائي:
ایکنا - د یمن د قرآن کریم نړیوالو سیالیو قاري او داور محمد حسن علي الکباري ویلي، هر څوک چې د ایران د اسلامي انقلاب د شهید رهبر، حضرت آیت‌الله سید علي خامنه‌ای د درسونو او ویناوو غوره برخې په غور ولولي، نو دا به درک کړي چې هغه خپل ټول ژوند د قرآن کریم په غېږې کې تېر کړی و.
د خبر لمبر: 3493043   خپرونې تاریخ : 2026/07/19

«د قرآن په اورېدو ارامي احساسوم»
ایکنا- د غزې له جنګ وروسته د یوې آزادې شوې اسیرې د قرآن کریم له تلاوت سره د هغې د انس انځوریز اسناد، په نیواکي سیمو کې نوی جنجال رامنځته کړی دی.
د خبر لمبر: 3493041   خپرونې تاریخ : 2026/07/18

د ایران د شهید رهبر د یادغونډه
ایکنا-د شهید رهبر امام خامنه اي مشر زوی، د اسلامي انقلاب د معظم رهبر آیت‌الله سید مجتبی حسيني خامنه‌ای د مننې پیغام د ایران او عراق خلکو ته ورساوه او د شهید رهبر د جنازې او یادغونډو په مراسمو کې د ایران او عراق د خلکو میلیوني ګډون ئې «یو ستر، بې‌ساری او تاریخي پاڅون» وباله.
د خبر لمبر: 3493034   خپرونې تاریخ : 2026/07/16

ایکنا- د  حسینی اربعین د روغتیا د شپږم نړیوال کانګرس د علمي کمېټې مشرې خبر ورکړ چې د دغه کانګرس دارالانشاء ته ۵۰۰ علمي مقالې رسېدلې دي او  دغه راز ئې وویل، د موکب‌دارانو روزنه او د مصنوعي ځیرکتیا (آرټيفیشل اینټلیجنس) کارول د سږني کانګرس له مهمو موضوعاتو  دي.
د خبر لمبر: 3493033   خپرونې تاریخ : 2026/07/16

ایکنا- د ایران یوه نړیوال قاري سید جواد حسیني او د اهل‌بیتو (ع) مداح سعید حدادیان په یوه ځانګړي شخصي قرآني محفل کې د قرآن کریم آیتونه په منافسه (دوه‌ګوني تلاوت) بڼه ولوستل.
د خبر لمبر: 3493032   خپرونې تاریخ : 2026/07/15

ایکنا- د  عثماني پړاؤ  په مهال د قرآني علومو په برخې کې د البانیايي لیکوالانو ونډه نومې  کتاب د څېړنې او ارزونې په موخې سره  یوه علمي ناسته د البانیا د اشکودر ولایت د افتاء ادارې په هڅو د اشکودر په الرصاص جومات (سربي جومات) کې ترسره شوه.
د خبر لمبر: 3493031   خپرونې تاریخ : 2026/07/15

ایکنا - د قرآن عالي اکاډمي او د دیني علومو ښوونځی د چنګاښ یا لړم د  میاشتې په ۲۱مه، د یکشنبې په ورځ د یمن د البیضاء ولایت په رداع ښار کې پرانیستل شول.
د خبر لمبر: 3493028   خپرونې تاریخ : 2026/07/15