زده کونکی

IQNA

بچوې
ایکنا-  الکوثر نړیوال ټلوېزیوني چینل  به د «إِنَّ لِلْمُتَّقِينَ مَفَازًا» د قرآني سیالۍ د نولسم پړاو وروستۍ مرحله د غدیر د نېکمرغه اختر په شپه په ژوندۍ بڼه خپره کړي.
د خبر لمبر: 3492859    خپرونې تاریخ : 2026/06/02

ایکنا- په غزې تړانګې کې د جګړې له ورانیو سره سره، په خان‌یونس ښار کې د «نور» قرآني مدرسه هڅه کوي چې د قرآن کریم له لارې د انسان د روحي او معنوي بیا رغونې په موخه، له دوه نیمو کلونو وژنو، بې‌ځایه کېدو، لوږې او محرومیت وروسته، د ژوند نوې هیله راژوندۍ کړي.
د خبر لمبر: 3492824    خپرونې تاریخ : 2026/05/26

 ایکنا- د لبنان د طرابلس ښار د «ایمان» اسلامي ښوونځیو په تعلیمي مجتمع کې د قرآن کریم د کلنیو سیالیو دوه څلوېښتم پړاو ترسره شو.
د خبر لمبر: 3492803    خپرونې تاریخ : 2026/05/21

ایکنا – بلغاریا هیواد  د اسلامي او قرآني زده کړو د یوې پایدارې لارې شاهد دی، چې موخه ئې د دغه هېواد د مسلمانې ټولنې د راتلونکو نسلونو روزنه ده.
د خبر لمبر: 3492787    خپرونې تاریخ : 2026/05/18

ایکنا- د مصر دالازهر اسلامی مرکز د وحي د کلام  د زده کړې او د قرآن کریم  دخدمت لپاره ددغه  مرکز  د اوړي د قرآنی پلان د څلورم سپَرکي د پیلیدا خبر ورکړ.
د خبر لمبر: 3492777    خپرونې تاریخ : 2026/05/16

ایکنا-  د  قرآنکریم د ؛امل؛ نومې د حفظ ددفتر  مخ کتنه د مصر په سیناء مرکز  کې په حسنه ښار کې ددغه هیواد د شمالی سینا د ګورنر  په شتون سره ترسره شوه.
د خبر لمبر: 3492776    خپرونې تاریخ : 2026/05/16

ایکنا- د مصر د اوقافو وزارت د قرآن د حفظ مرکزونو د زده‌کوونکو لپاره د څلورمې ځانګړې سیالۍ د ګټونکو نوملړ په اعلانولو سره، له دغو مرکزونو او د هغوی د علمي او روزنیزو پروګرامونو د پراختیا بشپړ ملاتړ اعلان کړ.
د خبر لمبر: 3492752    خپرونې تاریخ : 2026/05/11

ایکنا - د مصر مشهور او وتلی قاري او د دغه هېواد د قاریانو او حافظانو د اتحادیې مشر، محمد محمود طبلاوي، شپږ کاله وړاندې د ۸۶ کلونو په عمر او د قرآن په لاره کې تر شپېتو کلونو خدمت وروسته وفات شو.
د خبر لمبر: 3492748    خپرونې تاریخ : 2026/05/10

ایکنا- د یمن د پلازمېنې صنعا په یوه ساده او له آرامښته په ډک  کور کې، د بلال مهدي الشرعبي کیسه پیل شوه؛ د یمن  هغه هلک چې اوس څوارلس کلن دی.د  نوموړي د ژوند له سختیو سره سره، هغه قرآني میراث ته وفادار پاتې شو چې پلار ئې ورته پرې ایښی و.
د خبر لمبر: 3492744    خپرونې تاریخ : 2026/05/09

ایکنا-  په کوزوو  کې  له دولسو تر دیرشو کلونو پورې  دډلو ترمینځ د قرآن کریم د حفظ دملی سیالیو لومړنئ پړاؤ  د وري د میاشتې په اته ویشتمه نیټه پیل شوی دی. او ټول به سل کسان پخپلو کې سره سیالئ وکړي.
د خبر لمبر: 3492678    خپرونې تاریخ : 2026/04/18

ایکنا- د مصر اوقافو وزارت  د جیزه والیت  د ؛اکتوبر۶ ؛ښار د اوقافو په نړیوالې اکاډمئ کې د قرآن د حفظ د زده کړې د مرکزونو  د قرآن د زده کونکو د ځانګړي قرآنی سیالیو  د څلورم پړاؤ دترسره کیدا خبر ورکړ.
د خبر لمبر: 3492651    خپرونې تاریخ : 2026/04/09

ایکنا-  د حسینی مقدس آسات د دارالقرآن د قرآنی مطاعلاتو او څيړنو د مرکز انټرنیټي څانګې د قرآني فعالیتونو یونټ له دغه مرکز سره په اړونده ښونځیو او ډلو کې د میرمنو د ځانګړي قرآني ختم کابو ۱۶۰۵ موردونه ثبث شوي دي.
د خبر لمبر: 3492642    خپرونې تاریخ : 2026/04/07

ایکنا – د الجزایر د دیني چارو او اوقافو وزارت  په دغه هیواد کې د اسلامی میراث د احیاء او د قرآن د حفظ دملی جایزې د سیالیو د ترسره کیدا  خبر ورکړ.
د خبر لمبر: 3492562    خپرونې تاریخ : 2026/03/14

ایکنا – د پاکستان د خیبرپختونخواه صوبې په مرکز پيښور کې د ایران په کلتوری خونې کې د حضرت آیت الله العظمی امام خامنه اي  دشهادت په مناسبت د ؛قرآن او امت شهید؛ په عنوان سره د قرآڼ د قرائت د سیالیو پنځم پړاؤ ترسره شو.
د خبر لمبر: 3492557    خپرونې تاریخ : 2026/03/12

ایکنا - د قرآن کریم د علومو او قرائاتو پوهنځی به په مصر کې د الازهر د شیخ، احمد الطیب، په غوښتنې سره جوړ شي.
د خبر لمبر: 3492518    خپرونې تاریخ : 2026/02/26

 ایکنا - د قرآن نړیوال نندارتون د مصنوعي ځیرکتیا او قرآني پوه بنسټه شرکتونو  د برخې مدیر د محدود خو سټراټیژیک شتون  لرونکو پوه بنسټه شرکتونو یادونه وکړه او وې ویل چې په دې برخې کې د قرآني چټ‌ باټونو مخکتنه، د مصنوعي ځیرکتیا (اي آیی )پر بنسټ د محتوا تولید سیالي، او څو‌رشته‌ییزې تخصصي ناستې ترسره کېږي.
د خبر لمبر: 3492517    خپرونې تاریخ : 2026/02/26

ایکنا - د  فلسطین د غزې تړانګې په سوېل کې د   زیتون سیمې د کنډوالو له لاندې او د کډوالو له خیمو څخه، یوې شپږ کسیزې فلسطینئ کورنۍ یو بې‌ساری سفر پیل کړ. نه د ډوډۍ په لټه کې، بلکې له وخت سره په سیالۍ کې؛ څو د ورانوونکې جګړې په تودو شېبو کې د قرآن کریم ټول آیتونه په زړه او روح کې ځای کړي.
د خبر لمبر: 3492450    خپرونې تاریخ : 2026/02/15

ایکنا - د مصر د قرآن راډیو وتلې ویانده، فاطمه طاهر،لومړۍ ښځینه غږ و چې د قرآن راډیو دودیز خنډونه ئې مات کړل او د دیني رسنیو په ډګر کې ئې روښانه نښې پرېښودې.
د خبر لمبر: 3492440    خپرونې تاریخ : 2026/02/12

ایکنا – د ایران داسلامی جمهوریت د ریډیو او ټيلیویژنی ادارې له دریم ټیلیویژنی چینل څخه او نهال چینل څخه  د ؛محفل ستارها؛(د ستورو محفل) نومې پروګرام له ځپریدو ورویسته په ماشومانو او زلمیانو کې  دهرکلی تاوده څپه راپورته شوې ده،داسې چې  دغه پروګرام  په ډير لنډ وخت کې  د ددغه عمر د پرګنې په یوه ترټولو زیات لیدونکي تولیدي ټيلیویژني پروګرام بدل شوی دی.
د خبر لمبر: 3492413    خپرونې تاریخ : 2026/02/07

ایکنا - د هېواد د کلیوالو او  قبایلو یا کوچیانو  لپاره د قرآن کریم د یو دېرشمې مرحلې د سیالیو نوم‌لیکنه د روانی میاشتې تر پای  پورې روانه ده، او هغه کسان چې شرایط لري د ۳۰۰۰۱۵۱۵ شمېرې ته د ۷۲ شمېرې په لېږلو سره د «کشاورز سلام»  په نامې سره سیسټم ته داخل شي او نوم‌لیکنه وکړي.
د خبر لمبر: 3492333    خپرونې تاریخ : 2026/01/20