ګاونډیتوب

IQNA

بچوې
ایکنا - په استانبول کې د څلورو ورځو خبرو اترو په بهیرکې، پاکستان او افغان طالبان د ټي ټي پي د کنټرول په اړه یوې موافقې ته ونه رسیدل؛ اسلام آباد د عملي تضمینونو د نشتوالي او د کابل لخوا د وسله والو په اړه د ناکافي کنټرول په اړه شکایت وکړ، پداسې حال کې چې د سرحدي نښتو زیاتوالي او د نړیوال څارنې میکانیزم نشتوالي دا بندون لا پسې ژور کړ او په سیمه کې یې د پراخ پوځي اقدام سیوری وغورځاوه.
د خبر لمبر: 3491950    خپرونې تاریخ : 2025/11/01

 ایکنا-(تهران) د ایران اسلامی جمهوریت ته د افغانستان د طالبانو د حکومت د اقتصادي پلاوي په سفر کې د  مختلفو مځکنیو نړیوالو ټرانسپورټي،هواي چلند، د اصفهانو د فولادو دکارخانې (سټیل میل) او دآزادو سیمو  په زمینو کې د اقتصادی ملګرتیا پنځه تفاهم نامې لاسلیک شوې.
د خبر لمبر: 3488253    خپرونې تاریخ : 2023/11/11

ایکنا-(تهران) د ایران د اسلامی جمهوریت د خارجه وزیر سلاکار سیدرسول موسوي په یوه ټولنیز پیغام کې لیکلي دي،د ایران او افغانستان په پولو کې  هرډول نښتې اوترینګلتیاوې د دواړو لورو په تاوان دي.
د خبر لمبر: 3487404    خپرونې تاریخ : 2023/05/28

ایکنا-(تهران) داپه داسې حال کې دي چې راپورونه ښئ نن هم د ایران په سیستان و بلوچستان او د افغانستان د نیمروز ولایت په سرحدي سیمو او دغه راز د ساسولي ، حاتم او ماککي کلیو په خوا کښې په یوشمیر سیمو کښې د طالبانو د ځواکونو او د ایران د اسلامي جمهوریت د سرحدي ځواکونو ترمینځ یوشمیر نښتې رامینځته شوي دي.البته وروستي راپورونه ښئ چې د دواړو لورو د لوړپوړو چارواکو په فوری تماسونو پسې دغه نښتې پاي ته رسیدلی دي.
د خبر لمبر: 3487399    خپرونې تاریخ : 2023/05/27

  تهران (ایکنا) -د ایران دسرحدي ځواک قوماندان سردار احمدعلی ګودرزي ووئيل ،د ایران داسلامي جمهوریت سرحد ساتونکي  په تیره بیا په سمندري حوزې کې  له پاکستاني لوري سره ښه ارتباط  لري او  په دغه سفر کې  ټینګار شوی چې تعامل او لارې چارې په متقابل ډول پیاوړي شي .
د خبر لمبر: 3485261    خپرونې تاریخ : 2022/01/13

تهران (ایکنا) -د ایران د خارجه وزارت ویندوي سعید خطیب زاده  په تهران کې له اسماعیل خان او احمد مسعود سره د امیر خان متقي لیدوکاتو ته په اشارې سره ووئيل ،ایران د افغانستان د مختلفو ډلو ټپلو  کوربه دی  او  د طالبانو د پلاوی په وروستی سفر کې هم ددغو خبرواترو  کوربه ؤ .
د خبر لمبر: 3485250    خپرونې تاریخ : 2022/01/11