ایکنا – په داسې حال کې چې دغزې جنګ هماغه راز دوام لري، په امریکا کې د ؛پيو؛څیړنیز مرکز یوې نوي نظر غوښتنې نتیجې،د صهیونیسټ رژيم په باب دامریکا دعمومی افکارو په لیدتوګې کې د پام وړ بدلون رابرسیره کوي.
د خبر لمبر: 3490941 خپرونې تاریخ : 2025/04/10
ایکنا- د اټومي چارو یوه کارپوه او د پاکستان د قائد اعظم پوهنتون د سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو د څانګې مشر ډاکټر ظفر نواز جسپال وویل: "د تهران او واشنګټن ترمینځ اوسنی خرابېدونکی وضعیت د ډیپلوماسۍ په لور بدلون ته اړتیا لري ځکه چې ایرانیان به د امریکا پوځي ګواښونو ته تسلیم نشي. له همدې امله، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او حکومت ئې باید له مطلق العنانیت،دړکو او پوځي توبه ډډه وکړي.
د خبر لمبر: 3490936 خپرونې تاریخ : 2025/04/09
ایکنا – له ملګروملتو سره اړونده د انسان دوستۍ اورګانونو په یوې ګډې اعلامیې کې په غزې تړانګې کې د حالاتو د بشپړ بحران په باب خبرداری ورکړ او ټينګار ئې کړی دی،هغه څه چې په دغې سیمې کې په رامینځةکیدا دي،د انسانانو ژوند ته بشپړ بې توجهي ده.
د خبر لمبر: 3490931 خپرونې تاریخ : 2025/04/09
ایکنا- په وروستیو کلونو کې د عقیدې د څرګندونې د حق او د بیان د آزادۍ په توجیهه سره په ځينو لویدیځي هیوادونو کې د قرآن کریم سپکاوي په کرتو تکرار شوي دي،دا په داسې حال کې دي چې د صهیونیسټ رژيم په جنایتونو نیوکې او د فلسطین له مظلوم ولسه ملاتړ،ددغه هیواددونو له ترټولو سختو او پيچلو امنیتي چلندونو سره مخامخ کیږي.
د خبر لمبر: 3490930 خپرونې تاریخ : 2025/04/09
ایکنا- د افغانستان د طالبانو د کډوالو او د بېرته ستنیدو د چارو وزارت وایي، پاکستان غواړي افغانان د زور له لارې بېرته ستانه کړي او ایران غواړي چېد کډوالو د ستنولو لپاره له افغانستان سره د تفاهم له لارې یو ګډ میکانیزم جوړ کړي.
د خبر لمبر: 3490922 خپرونې تاریخ : 2025/04/07
ایکنا - امام خامنه يي د تېرې دوشنبې یعنی د نیکمرغه کوچني اختر په ورځ د ایران د اسلامی نظام له چارواکو، د اسلامي هېوادونو له سفیرانو او د ایران د خلکو له مختلفو طبقو سره په کتنه کې، د اسلام مخ پر زیاتیدونکي عزت او د سترو قدرتونو له زور ویلو او باج غوښتلو سره مقابله، د اسلامي امت د وحدت او بصیرت په سیوري کې وبلله.
د خبر لمبر: 3490906 خپرونې تاریخ : 2025/04/03
ایکنا – د روژې د مبارکې میاشتې په ختمیدا سره ، په درستې نړۍ کې په تیره بیا په اسلامی هیوادونو کې د قطر د نیکمرغه اختر دستورې ترسره شوې
د خبر لمبر: 3490895 خپرونې تاریخ : 2025/04/01
ایکنا – له حضرت امام علی ابن ابی طالب(ع) څخه دوه مشهور وصیّتونه پاتې دي ؛ یو له عامو مخاطبانو سره هغه اخلاقي وصیّت چې په هغه کې د مهمو چارو سپارښتنه کوي؛ الله الله فی الایتام؛ او بل هغه مفصل مالی وصیّت دی چې په؛ صدقات علی ( دعلی دموقوفاتو په مکتوب سند) مشهور دی.
د خبر لمبر: 3490888 خپرونې تاریخ : 2025/03/30
ایکنا - د ترکیې په استانبول کې د ولسی اعتراضونو په دوام کې د ؛شهزاده؛ په نامې سره تاریخي جومات چې د سینان معمار مهم لومړنی اثر دی ، سپکاوی شوی او دغه اقدام له پراخ محکومیّت سره مخ شوی دی.
د خبر لمبر: 3490867 خپرونې تاریخ : 2025/03/26
ایکنا - په اسپانیا کې د ؛افغانستان؛دهیلې راټوکیدل ګډه هڅه:په عنوان سره په دوه ورځني نړیوال سمینار کې په افغانستان کې د ترهګرۍ د پراختیا، سیاسي وضعیت، د ښځو حالت او پر افغانستان د نړیوالو سیاستونو د اغېزو په تړاو خبرې وکړې.
د خبر لمبر: 3490710 خپرونې تاریخ : 2025/02/27
ایکنا- د لبنان د بیروت ؛کمیل شمعون؛ سپورټي کمپلیکس د مقاومتی چورلیز د لوړپوړو مشرانو شهید حسن نصرالله او شهید هاشم صفی الدین د پاکو جنازو په دستورو کې د ګډون لپاره د مقاومت له مینه والو له هماغه سهار وختی راهسې ډک ؤ او له درست لبنان او د نړۍ له ګوټ ګوټه دمقاومت مینه والو ځانونه بیروت ته رسولي وو.
د خبر لمبر: 3490699 خپرونې تاریخ : 2025/02/25
یروشلم پوسټ لیکلي؛
ایکنا – د پرز اکاډمیک مرکز کې د حقوقو استادشوکي فریډمن په هغې مقالې کې چې یروشلم پُسټ ورځپاڼې خپره کړې ده،ددووګوڼو سټنډرډونو ارزونې ته مخه کړې ده چې د نړۍ د ځينو هیوادونو له خوا د هغه څه په زمینې کې چې له غزې تړانګې څخه ددغې سیمې د اوسیدونکو د اجباري مهاجرت بلل کیږي، په ایجنډا کې ده.
د خبر لمبر: 3490696 خپرونې تاریخ : 2025/02/25
ایکنا - د اسټرالیا قضايي چارواکو د یوې ښځې د محاکمې اعلان وکړ چې په سیډني کې په عامه ځایونو کې د اسلام ضد شعارونو لیکلو کې ښکیله وه. برونین الیزابت نوویکي، چې ۵۳ کلنه ده، د هورنزبي ویټسفیلډ شاپینګ سنټر او د پاراماتا په کمبینک لوبغالي کې د مسلمانانو په ضدد کرکې او نژاد پرستۍ پیغامونو لیکلو تورنه لګول شوی ده.
د خبر لمبر: 3490666 خپرونې تاریخ : 2025/02/19
ایکنا - د اسلامي انقلاب معظم رهبر، د امریکایانو زورویونکې خبرې او د هېوادونو د یوې برخې د اشغال او یا نومولو غوښتنه، د مستکبرانو او د صهیونیزم د پېچلې شبکې د خراب، وحشي، لوټ مار او تسلط غوښتونکي باطن څرګندونه وبلله.
د خبر لمبر: 3490659 خپرونې تاریخ : 2025/02/18
ایکنا – ځینو رسندویو په راپورونو کې ووئيل،په سویډ کې د قرآن کریم د نخسو سپکاوی کونکي سلوان مومیکا مړی له دې وروسته چې د هغه خپلوانو د هغه د جنازې دترلاسه کولو لپاره هیڅ اقدام ونه کړ، د سویډ حکومتي مسئولانو د هغه مړی په اور کې وسوخوه.
د خبر لمبر: 3490654 خپرونې تاریخ : 2025/02/17
ایکنا - د امریکا «فارن پالیسي» مجلې د بشري حقوقو او په غزې تړانګه کښې د صهیونیسټ رژيم د وحشیانه جنایتونو د توجیه کولو په زمینه کښې د امریکا دوه ګوڼه معیارونو ته په اشارې سره ډاګینه کړه،چې د بشریت په هکله د لویدیځو هیوادونو ادعاګانې د غزې په جنګ کښې نابودې شوې.
د خبر لمبر: 3490653 خپرونې تاریخ : 2025/02/17
په لندن کې د قرآن سپکاوي،د الازهر غبرګون
ایکنا – د الاهزر اسلامی مرکز دفاعي برخې په لندن کې د ترکیې د سفارت په وړاندې د قرآن د یوې نسخې د سوځونې په غبرګون کې ددغه شان پيښو د تکراریدا د مخینوي لپاره د څارونکي قوانینو د تصویبیولو او فعالولو په ضرورت ټينګار وکړ.
د خبر لمبر: 3490645 خپرونې تاریخ : 2025/02/16
ایکنا - د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر د ایران په جنوب کې په بوشهر ښار کې په یولړڅرګندونو کې د ایران په ضد د امریکا د کرغیړن ولسمشر ډونالډټرمپ په سیاستونو په نیوکو سره ووئيل، دټریبیون په وړاندې وائي ، غواړي ، خبرې اترې وکړي، خو له بل پلوه درستې لارې بندوي.
د خبر لمبر: 3490634 خپرونې تاریخ : 2025/02/13
ایکنا - د ایران د اسلامی جمهوریت د قرآن د نړیوالو سیالیو د یوڅلویښتم پړاؤ چې د سلواغې له اومې نیټې پیل شوي او دسلواغې په دولسمه نیټه پاي ته ورسیدې، نهائي مرحله ئې هم د ایران د اسلامی ارشاد او کلتوري چارو د وزیر سیدعباس صالحي،د اوقافو او دخیریه چارود ادارې د مشر حجةالاسلام خاموشي او د هیواد او ولایت د یو شمیر مسئولانو په شتون سره پاي ته ورسیده.
د خبر لمبر: 3490569 خپرونې تاریخ : 2025/02/01
ایکنا – د سویډ لومړی وزیر مدعی شوی دی احتمالا په سویډ کې د قرآن کریم د بې احترامۍ د عامل سلوان مومیکا په قتل کې بهرنيو وګړو لاس درلودلی دی.
د خبر لمبر: 3490565 خپرونې تاریخ : 2025/02/01