ایکنا - کیسه له ۱۹۶۰ لسیزې څخه پیلېږي، هغه مهال چې استاد محمد صدیق منشاوي د قرآن کریم بشپړ تلاوت د مصر د قرآن راډیو لپاره ثبت کړ. که څه هم د ارزونې کمېټې دغه تلاوت تأیید او وستایه، خو شیخ خپله پرې بشپړ راضي نه و. له ثبت شویو تلاوتونو تر اورېدو وروسته ئې احساس کړه چې ځینې ټیپونه ئې د هغه له معیارونو سره سمون نه خوري، نو په رسمي ډول ئې غوښتنه وکړه چې د هغو ځینې برخې له سره ثبت کړي.
13:24 , 2026 Jun 14