IQNA

کربلا کې «الکفیل» د قرآن زدکړې سراسری دورې پرانیستا

23:26 - August 14, 2015
د خبر لمبر: 3342993
نړیواله ډله: د حضرت عباس علیه السلام زیارت سره تړلې قرآنی موسسه په مرسته «الکفیل» د قرآن د ادا کولو او تلاوت احکامو زدکړې درېمې دورې پرانیسته پیل شوه.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «عباس علیه السلام مقدس زیارت» خبرونو بنسټ نه په نقل، دا دوره به د عراق مختلفو ولایتو نه د ۴۰۰ قرآن محصلانو ګډون سره د حضرت عباس علیه السلام د حرم انګڼ کې پیل کېږی.

د دې پروګرام پرانیسته به د عراق وتلې قاری او د قرآن مقابلو دریم ګړی او د دې دورې استاد، استاد رافع العامری تلاوت سره شروع کېږی او بیا به د حضرت عباس علیه السلام د زیارت سره تړلې قرآن موسسې مشر شیخ جواد النصراوی د دې موسسې ډېر مهم قرآنی کارونو ته اشاره کوی.

هغه ادامه کې «الکفیل» قرآنی دوری ته اشاره وکړه او وې ویل: دا دوره به د تجوید علم سره مینه لرونکې قاریانو او استادانو دنده  کې ډېره مهمه برخه لری، ځکه چې د دې درسونو دوره د عراق وتلې قاری او د قرآن مقابلو برجسته دریم ګړی به تدریس کېږی.

په دې مراسمو کې، رافع العامری، د عراق وتلې قاری او د قرآن مقابلو برجسته دریم ګړی به د دې دورو مختلفو مرحلو او د هغه طریقو ته اشاره کوی او د هغې په اړه به توضیح ورکوی.

http://www.iqna.ir/fa/News/3340976

captcha