ایکنا خبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ، دافغانستان د طالبانو د لنډمهاله حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال شیرعباس ستانکزي نن په یوه غونډه کې د خبرو پر مهال وویل چې نړیوال د دوي په حکومت دباؤ راوړي او هڅه کوي خپلې خبرې پرې ومني، نو له همدې امله یې اقتصادي فشارونو ته مخه کړې ده.
هغه یو ځل بیا ویلي چې د اقتصادي فشارونو په تړاو د امریکا اقدامات د ټولو نړیوالو قوانینو خلاف دي او په کار ده چې له دغو کړنو په شا شي او د افغانانو شتمني ازاده کړي. ستانکزي ټینګار وکړ چې د نظام د پیاوړتیا لپاره د اصلاحاتو لړۍ چټکه ده او په بیلا بېلو برخو کې د مسلکي کسانو ګمارنه روانه ده.
د طالبانو د خارجه وزارت مرستیال زیاته کړې چې د افغانانو د یووالي لپاره کار کوي او ټول به په حکومت کې ونډه ولري. هغه پر نړیوالو او ګاونډیو هېوادونو غږ وکړ چې له افغانستان سره اقتصادي همکاري وکړي او د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره خپلې مرستې ډېرې کړي.