IQNA

د ایران ریمدان سرحد د پاکستانیو زیارتوالو د تګ راتګ لپاره تیار دی

7:41 - July 02, 2022
د خبر لمبر: 3485945
ایکنا- (تهران )د ریمدان سرحدي برخې د امنیت دساتلو  او د ټرانسپورټي چارو د لاښه کولو  په خاطر به چورلیزي لارې  هم لا ښې او پراخې کړي .  

ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ ،د پاکستان دبلوچستان صوبې له لارې د ایران  له ریمدان پوله ایزې لارې څخه  دحسیني اربعین د کابو دوه لکه  زیارتوالو  د واریدیدو  اټکل ته په پام سره  د ایران په سیستان او بلوچستان جنوبی سیمو کې  دسرحدي لارو د پراختیا او جوړولو لپاره  اویا میلیارډ تومان کریډیټ  په نظر کې نیول شوی دی.

زمونږخبریال راپور راکړ، د ایران دسیستان او بلوچستان  ولایت د ټرانسپورت د  ادارې مرستیال  د ریمدان سرحدي  ولسوالۍ د لیدو په وخت د پاکستانیو زیارتوالو دآسانتیاؤ لپاره د پاسپورټونو دکنټرولو دګیټونو د زیاتولو ، د فضا د لاپراخولو ، د روغتیائي سروسونو د زیاتولو  او د هوا د ککړتیا د پاکولو د  ماشینونو د لګولو په څير  داقداماتو  ترسره کول  په ایجنډا کې راوستي دي .

 حمید رضا شهرکي ثانوي  په یولړ څرګندونو کې ووظيل ،  همدرااز د ریمدان سرحدي برخې د امنیت دساتلو  او د ټرانسپورټي چارو د لاښه کولو  په خاطر به چورلیزي لارې  هم لا ښې او پراخې کړي .  

https://parstoday.com/ps/news/iran-i117968 

captcha