IQNA

په ایران د افغانانو د بدبینه کولو لپاره هڅې ولې دومره تیزې شوي؟(مقاله)

10:34 - August 12, 2024
د خبر لمبر: 3489678
ایکنا - په همدا وروستیو کې ځینو افغان رسندویو او ټولنیزو چینلونود جعلی  کلیپونو او خبرونو په خپرولو سره هڅه کوي، وبریښوي چې  په ایران کې له افغان کډوالو سره بد چلند کیږي.

ایکنانیوز -  په دا وروستیو کې ډیری استعماري او  فرقه پالې ډلې ټپلې اوغرضي رسندوئې هڅه کوي ، پر ایران د افغاناناو بدبینې  او ورڅخه کرکه زیاته کړي ، خو تل په دغو دسیسو کې ناکامه شوي دي.په لا ښه  ډول دا چې افغان غرضي  رسندوئې او وګړي  په افغانستان کې له ایرانه د ویرونې  فضا  خوریدا ته  د لمن وهلو هڅه کوي. داپه داسې حال کې دي چې  دافغانستان خلک په ښه ډول پوهیږی،دغه شان مسئله  له ریښو جعلي او چورلټ دروغ دي.

البته په افغانستان کې دځينو غرضي ټولنو له خوا دایران  د اسلامی جمهوریت په ضد دغه شان مسئلو مطرح کیدا مخنیه لری او وخت په وخت  غواړي،د ایران په اسلامی جمهوریت سیاسی دباؤنه وارد کړي،فتنې راپورته کړي څو د افغانستان خلک د ایران پر ولس او حکومت بدبینه کړي.

د سیاسی چارو یو کارپوه ښاغلی محسن رویی صفت  په دې باب وائي؛ په داسې حال کې چې په نړیواله سویه هیڅ یو هیواد غیر قانونی مهاجرین نه مني په افغانستان کې غرضي ډلې ټپلې  په دروغو سره هڅه کوي، ایران  افغان ضده وښئ او داسې وبریښوي  چې د ایران حکومت هڅه کوي، په اجبار سره  افغان مهاجرین  له ایرانه وباسي او په دې بهیر کې له دوي سره بد چلند کوي.داپه داسې حال کې دي چې د افغانستان  د ولس لپاره د ایران ښه نیّت  په تیرو  څه دپاسه څلورو لسیزو کې  کې په بشپړ ډول اثبات شوی دی. واقعیّت  دا دی چې د نړیوالو قوانینو په اساس ، د هغه هیواد وګړي چې پکې جنګ جګړې نه وي،سوله اوثبات پرې حاکم وي ، مهاجر نه ګڼل کیږی. افغانستان  هم د سیمې یو باثباته هیواد دی چې  وګړي ئې  هیڅکله هم مهاجر نه ګڼل کیږي.

په عین حال کې  د ایران اسلامی جمهوریت د افغانستان خاصو مسئلو په درک کولو سره  د افغانستان ډیرو مهاجرینو ته د  شتون اجازت ورکړی دی، خو  دیری افغان وګړي هم  په غیر قانونی بڼه او په اصطلاح په قاچاقئ سره په ایران کې ژوند کوي . شک نشته چې  د هویّت او پيژندپاڼې  نه لرونکو کسانو شتون  په ځان پسې ټولنیزې او امنیتی  ترینګلتیاوې درلودلی شي.

له دې امله د ایران اسلامی جمهوریت  په کرتو  د افغان مهاجرینو نامې ثبت  کړي او پيژند پاڼې ئې صادرې کړي دي. په عین حال کې  د ایران اسلامی جمهوریت د بندیزونو  له امله د مشکلاتو په دلیل  بیا هم له تیرو څلورو میاشتو راهسې  په میلیونونو افغان  مهاجر  منلي او کوربتوب ئې  کړی دی.

د پام وړ ټکی دا چې  افغان مهاجر  دایران په ښارونو اکې او د  ایران  له خلکو سره یوځاي ژوند کوي او مختلف کاروزګارونه لري او زده کړې کوي. له دې امله د افغانستان طالبان هم  د افغانستان له بیا رغاونې سره  دمرستې لپاره د افغان مهاجرینو بر بیرته ستنیداټینګار کوي.

په دغه شان شرائطو کې  په افغانستان کې له ایرانه د ویرولو  لپاره په هڅې سره  خیني غرضي بهیرونه  هڅه کوي، د ایران او افغانستان د ولسونو پر اړیکو منفی اغیزې وشیندي. داسې هڅې چې تراوسه بورې له ماتې سره مخ شو يدی،ځکه د افغانستان خلک ښه پوهیږي، چې  د ایران اسلامی جمهوریت تراوسه بورې  د افغانستان د ولس د مشکلاتو له حل سره په مرستو کې  هیڅ هڅه نه ده سپمَوَلې.

له ایرانه د غیر قانونی افغان مهاجرینو ویستل په احترام سره دي او تراوسه پورې  د ایران حکومت  د لازمو مدرکونو  د نه لرونکو  افغانانو د اجباري ویستلو لپاره پر دوي  هیڅ دباؤ نه دی  اچولی. له دې امله  له افغان مهاجرینو سره د ایران دبدچلنۍ به باب د دروغجنو  کلیپونو  خبریدا  هیڅکله هم  د ایران او افغانستان پر اړیکو  منفی اغیزې نشي شیندلی.

captcha