د ایکنا د خبر له مخې، چې د شفق نیوز له قوله ئې خپور کړی راغلي دي، د عراق د الشعبي الحشد ځواک د عامه اړیکو د ادارې مشر مهند العقابي په یوې اعلاميې کې ویلي دي ، دا مراسم رسمي حکومتي جنازه ده او د اړوندو حکومتي ادارو په ګډون به ترسره شي.
د یادونې وړ ده چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي، چې عراق ته په سفر تللی و، د عراق د لومړي وزیر د دفتر له مشر او په عراق کې د ایران د شهید رهبر د جنازې د کمېټې له مسئول احسان العوادي سره ئې کتلي او ورسره ئې خبرې اترې کړي دي.
العوادي په دغې لیدنې کې په عراق او سپېڅلو زیارتونو کې د شهیدرهبر امام خامنه اي د جنازې د مراسمو کوربتوب د عراق د ملت لپاره یو تاریخي ویاړ وباله او ټینګار ئې وکړ چې د عراق حکومت او ولس به د دغو مراسمو د هر څومره شانداره ترسره کېدو لپاره له هېڅ ډول هڅو ډډه ونه کړي.
همدارنګه، د کربلا والي نصیف جاسم الخطابي د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سید عباس عراقچي سره د کربلا ولایت د سفر پر مهال وکتل او خبرې ئې ورسره وکړې.
د کربلا د والي د دفتر د خبرپاڼې له مخې، دواړو لورو په دې لیدنې کې کربلا ته د شهید رهبر د سپېڅلي جنازې د لېږد او د رسمي جنازې د مراسمو د وروستیو چمتووالي په اړه سلا مشورې وکړې.
په خبرپاڼې کې راغلي، چې د جنازې د مراسمو د چمتووالي ترڅنګ، د ګډو ګټو یو شمېر موضوعګانې هم وڅېړل شوې، څو د دواړو لورو ترمنځ همغږي لا پیاوړې شي او د دغو مراسمو د تنظیم شوو پروګرامونو ښه عملي کېدل تضمین شي.
https://iqna.ir/fa/news/4361087