وحشیتوب - پاڼه 10

IQNA

بچوې
ایکنا - د فلسطین د مبارزانو له طوفان الاقصی ناڅاپی عملیاتو وروسته وحشي صهیونیسټي رژيم په بمباریو او حملو کې په غزې تړانګې کې په تیر یوه کال کې ۸۱۴جوماتونه  او ۳کلیساګانې ړنګې شوي دي
د خبر لمبر: 3489959    خپرونې تاریخ : 2024/10/07

ایکنا –د یمن  انصار الله غورځنګ ددغه غورځنګ په وسیله د عربستان د یوې تیلي کشتۍ د ټارګټ کیدا په باب د امریکایانو له خوا  خپره شوي خبرونه دروغ وبلل.
د خبر لمبر: 3489803    خپرونې تاریخ : 2024/09/05

په غزې تړانګه کښې  صهیونیسټ رژیم د سختو بمباریو له دوام او په دغه سیمه کښې د بیخ بناینو په پراخ ډول له تباه کیدا سره سره په دغه سیمه کښې د قران د حفظ حلقې او کړۍ خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي.
د خبر لمبر: 3489797    خپرونې تاریخ : 2024/09/04

ایکنا -د اسلامی ایران ولسمشر مسعود پزشکیان په غزې کې د اور بند د ټينګیدا لپاره  دقطر د هلوځلو په قدرونې سره هیله وښودله  چې اسلامی هیوادونه اونور ټول هیوادونه  چې د نړیوالو قوانینو او چوکاټونو  پابندي کوي،  دیوه بل تر څنګ ودریږي او په ګډ اقدام سره د صهیونیسټي رژیم ملاتړي  ددغه وحشي رژيم  کنټرولولو او په غزې کې ددغه جنایتکار تیریګر رژيم  د نسل وژنې او وحشیتوب مخه ونیسي.
د خبر لمبر: 3489767    خپرونې تاریخ : 2024/08/27

ایکنا - د الاقصی جومات خطیب شیخ عکرمه صبري  په یولړ څرګندونو کې ټينګار کړی دی، ایتمار بن ګویر   پر الاقصی جوات د یهودیانو د حق په باب دخپلې ادعا لپاره هیڅ  مدرک نه لري.
د خبر لمبر: 3489765    خپرونې تاریخ : 2024/08/27

ایکنا –په فلسطین کې د ملګروملتو د بشری حقوقو رپورټر د تیرې جمعې په ورځې په غزې تړانګې کې ددیني مقدساتو د بې احترامۍ او مذهبی ځایونو باندې د صهیونیسټي رژيم د پوځیانو د حملو په محکومولو سره،ددغه رژيم په ضد دبندیزونو د اعمالولو غوښته وکړه.
د خبر لمبر: 3489759    خپرونې تاریخ : 2024/08/26

ایکنا - د یمن د انصار الله ولسی غورځنګ رهبر سید عبدالملک بدرالدین الحوثي  په یو لړ څرګندونو کې  دې ته په اشارې سره چې د فلسطین له ولسه  په ملاتړ کې د لټۍ د خطرې په باب د اسلامی امت د خبرولو اوپوهولو په زمینې کې  ددین دعالمانو او روڼ اندو دنده ډیره  ستره دنده ده ،ووئیل؛  له غزې او الاقصی جومات څخه دفاع  د ټولو مسلمانانو لپاهر یوه مقدسه دنده ده.
د خبر لمبر: 3489741    خپرونې تاریخ : 2024/08/23

د یمن د انصار الله غورځنګ مشر په غزې تړانګه کښې د فلسطین د مظلومو او بیګناه خلکو په وژله کښې د صهیونیسټي رژيم د جنایتونو دوام د پيړۍ جنایت وباله.و
د خبر لمبر: 3489705    خپرونې تاریخ : 2024/08/17

ایکنا - د امریکا د کلمبیا پوهنتون مشرې نعمت مینوش شفیق  دغزې تړانګې او نیواکي فلسطین له مظلومو خلکو څخه په ملاتړ کې د محصیلینو په اعتراضونو پسې چې  کابو څلور میاشتې مخکې څخه په نیویارک کې د پوهنتون په انګڼ  کې پیل شوي ، استعفی ورکړه.
د خبر لمبر: 3489704    خپرونې تاریخ : 2024/08/17

ایکنا -  د پاکستان د پوځ  عمومی قوماندان  په غزې تړانګې کې د اسرائیلی رژيم د جنایتونو ددوام په محکومولو سره   او د فلسطین د ملت له آرمانونو څخه د پاکستان دپياوړي ملاتړ باندې په ټينګار سره  ووئیل،  د اسرائیلو په وسیله د فلسطینیانو  نسل وژنه او دبشری حقوقو چخڼي کول د قانون مدارو ټولنو او نړیوالو اخلاقیاتو باندې دبې ننګۍ دا غ دی.
د خبر لمبر: 3489692    خپرونې تاریخ : 2024/08/14

ایکنا – وحشي صهیونیسټي رژيم په ترور، تور زړیتوب او عجیبه او بل شان جنایتونو په دوام سره په دنیا کې د بشر د جنایتکارۍ په تاریخ کې یو نوی  نصاب په ځاي پریښودلی ؛ نن سباد هغو مظلوموکسانو پر سرونو د صهیونیسټانو درندۀ بمونه غورځوي چې حتی یو ډز ئې هم نه دی کړی؛ په ځانګو کې ماشومان، پنځه کلن ماشومان ، شپږکلن یتیمان، میرمنې،ناروغان، بوډاګان ،روغتونونه،دا ټول نابودوي،دوي حتی بر چا یو ډزهم نه دی کړی. دغه جنایت یو بې مخینې جنایت دی( د اسلامی انقلاب ستر لارښود؛ 7/5/1403 )
د خبر لمبر: 3489684    خپرونې تاریخ : 2024/08/12

ایکنا – د فلسطیین د یوه خطیب او دجماعت امام محمد ابوسعده د یوه اغیزشیندونکی اوښکلی تلاؤت ویډیو چې وړمه ورځ د الدرج مدرسې  په بمبارۍ کې شهید شو، په ټولنیزو  چینلونو کې د کارؤنکو له ډيرپراخ هرکلی سره مخ شوی دی.
د خبر لمبر: 3489680    خپرونې تاریخ : 2024/08/12

ایکنا - له روهینګیائي مسلمانو لږکیو یوه ډکه کشتۍ هم تیره اونۍ د ناف سین څخه د تیریدا په حال کې  چې د بنګله  دیش د جنوب ختیځ او میانمار د شمال لویدیځ ترمینځ بهیږي، هم غرقه شوې  وه.
د خبر لمبر: 3489676    خپرونې تاریخ : 2024/08/11

ایکنا – د تیونس په زرګونو خلکو د حماس د سیاسی دفتر د مشر په توګه د یحیی سنوار د ټاکل کیدا په ملاتړکې د جمعې په ورځې ددغه هیواد په پلازمینې کې غونډه  او لاریون وکړ.
د خبر لمبر: 3489673    خپرونې تاریخ : 2024/08/11

ایکنا – د حماس غورځنګ د خدای بخښلی مشر په شهادت پسې، د هغه د اینګور د خبرو یوه ویډیو په سوشل میډیا کې خپره شوي چې د اسلامی انقلاب معظم لارښود ئې هم ډیره ستاینه کړې او دتوجه وړ ئې ګرځیدلې ده.
د خبر لمبر: 3489667    خپرونې تاریخ : 2024/08/10

ایکنا - پارس ټوډې- صهیونیسټي شناندي اعتراف کوي چې د  شهید اسماعیل هنیّه  ترور ته د ایران او حزب الله ځواب به،له هغه څه لازیات پراخ  او مرګونی وي چې اټکل ئې کیږي.
د خبر لمبر: 3489645    خپرونې تاریخ : 2024/08/05

ایکنا -  صهیونیسټي پولیسو د الاقصی جومات خطیب شیخ عکرمه  له څو ساعته نیولو وروسته هغه  خوشی کړ او وې وئيل هغه به تر شپږو میاشتو پورې جلاوطن وي.
د خبر لمبر: 3489635    خپرونې تاریخ : 2024/08/04

ایکنا – د ملایشیا پخواني لومړي وزیرد غزې تړانګې د جنګ په وړاندې د لویدیځوالو پر دریځونو په سختو نیوکو سره پر ټولو مسلمانانو غږ کړی څو پخپلو کې دې سره یو موټي او متحد شي.
د خبر لمبر: 3489510    خپرونې تاریخ : 2024/07/10

ایکنا - د ایران د اسلامی جمهوریت منتخب ولسمشر مسعود پزشکیان د لبنان د حزب الله ولسی غورځنګ  عمومی منشي سید حسن نصر ا... ته په یوه پیغام کې ټينګار وکړ،د مقاومتي چورلیز  ملاتړ ته به په قدرت سره  دوام ورکړي.
د خبر لمبر: 3489506    خپرونې تاریخ : 2024/07/09

ایکنا - د فلسطین د اسلامی مقاومتي غورځنګ حماس د سیاسی دفتر مشر د یوه لیک په لیږلو سره د ایران د نوي ولسمشر په توګه د مسعود پزشکیان د ټاکل کیدا په اړه هغه ته مبارکي ورکړه.
د خبر لمبر: 3489505    خپرونې تاریخ : 2024/07/09