عراق

IQNA

بچوې
ایکنا- د حضرت عباس علمدار(ع) د سپېڅلي حرم اړوند د الکفیل د خزانو او خطي نسخو میوزیم اعلان وکړ چې د امام حسین (ع) د اربعین د میلیوني لاریون \پر مهال ئې له ۱۰۰ زرو څخه ډېرو لیدونکو کوربه‌توب کړی دی.
د خبر لمبر: 3493147   خپرونې تاریخ : 2026/08/06

ایکنا- زینب، یوه عراقي ماشومې نجلۍ چې په لیسې کې زده‌کړې کوي، په یوه د ستاینې وړ اقدام کې وتوانېدله چې د قرآن کریم ټول حفظ یوازې په ۴۳ شپو ورځو کې بشپړ کړي.
د خبر لمبر: 3493145   خپرونې تاریخ : 2026/08/06

ایکنا- د کربلا معلی والي وئيلی دي،چې د امام حسین (ع) د اربعین په ولولناک پلی لاریون کې له ۲۲ میلیون  زیارتوالو ګډون کړی دی.
د خبر لمبر: 3493144   خپرونې تاریخ : 2026/08/06

ایکنا- په کربلا معلی کې د حسینی اربعین میلیوني مراسم او د نړۍ په بېلابېلو ښارونو کې د اربعین لمانځنه د امریکا د اسوشیټډ پرېس خبري اژانس له  له پراخ انعکاس او پوښښ  سره مخ شوې ده.
د خبر لمبر: 3493143   خپرونې تاریخ : 2026/08/06

د ایران او عراق د قرآني فعالانو په ګډون
ایکنا- د حسيني اربعین د پیاده میلیوني لاریون سره هممهاله، د «  شهید امام د وینې غوښتنې کاروان» نومې غونډه د ایران او عراق د قرآني ټولنې د غړو او د نورو اسلامي هېوادونو د یو شمېر زائرانو په پراخ ګډون، د نجف – کربلا د  دمیلیوني ولولناک لاریو پر  لاره  ترسره شوه.
د خبر لمبر: 3493137   خپرونې تاریخ : 2026/08/05

ایکنا-  د حسینی اربعین په رارسیدو سره  همههاله، د ایران عراق په پولې کې په شلمچې سرحدې کې  د مستضفینو د بنیاد موکب  شپه او ورځ  د حسینی اربعین د زیارتوالو  د خوراک څښاک، درملنې  او بانکي آسانتیاؤ   په وړاندې کولو سره  د نورو خادمانو ترڅنګ  د اباعبدالله الحسین علیه السلام  د مینه والو زیارتوالو  خدمت ته ټینګ ولاړ دي او په ورین تندي ئې هرکلی کوي.
د خبر لمبر: 3493135   خپرونې تاریخ : 2026/08/04

ایکنا- د علوي سپېڅلي آستان ادارې په نجف اشرف کې له ۱۵۰۰ څخه د زیاتو حسیني موکبونو د ملاتړ لپاره د خوراکي توکو او د څښاک د اوبو د وېش بهیر پیل کړی دی.
د خبر لمبر: 3493056   خپرونې تاریخ : 2026/07/21

ایکنا-  دعراق د ارتباطاتو وزیر  په دغه هیواد کې د اسلامی انقلاب د شهید رهبر امام خامنه اي د جنازې د میلیوني تشیع  د دستورو  په مناسبت د هغه بزرګوار د درنښت او یاد او خاطرې په  خاطرد یوه پُستي ټکټ یا تمبر  مخ کتنه وکړه.
د خبر لمبر: 3493004   خپرونې تاریخ : 2026/07/08

د حسینی اربعین د قرآني پروګرامونو پیل؛
ایکنا-  «له قرآن سره د جنت پر لور» په عنوان سره د قرآن کریم د انس غونډه، د شهیدانو د لوړ مقام د درناوي، د قرآن کریم او اهل‌بیتو (ع) د فرهنګ د ودې او د حسینی اربعین د قرآني پروګرامونو د رسمي پیل په موخه، د قرآن کریم د قاریانو، حافظانو، قرآني فعالانو او مینه‌والو په ګډون د حضرت امام رضا (ع) په سپېڅلي حرم کې ترسره شو.
د خبر لمبر: 3492985   خپرونې تاریخ : 2026/07/02

د اسکار د ۹۸  پړاؤ غوره شوی فلم!
ایکنا- د «د ولسمشر کیک» (The President's Cake) د فلم کیسه د ۱۹۹۰  لسیزې او د عراق د پخواني دیکتاتور صدام حسین د واکمنۍ پر مهال ترسره کېږي؛ هغه وخت چې عراق له یوې خوا د بعث ګوند له استبدادي واکمنۍ سره مخ و او له بلې خوا د امریکا تر بمبارۍ، اقتصادي بندیزونو او د خوراکي توکو له سخت کمښت سره لاس او ګرېوان و.
د خبر لمبر: 3492980   خپرونې تاریخ : 2026/07/01

ایکنا- د عراق رسمي خبري اژانس د داعش ترهګرې ډلې پر وړاندې د ۲۰۱۷ کال د بریا د کلیزې په مناسبت، د ستر دینهی مرجع آیت‌الله العظمی سید علي سیستاني له خوا  د فساد په اړه د پخوانۍ اعلامیې یوه برخه بیا خپره کړې ده.
د خبر لمبر: 3492973   خپرونې تاریخ : 2026/06/30

ایکنا- د عراق او ایران  د ادارو ترمینځ د پراخو همغږیو له پیل سره هممهاله، عراق په سپېڅلو ښارونو نجف اشرف او کربلا معلی کې د شهید امام آیت‌الله سید علي خامنه‌اي د جنازې د مراسمو د ترسره کولو لپاره چمتووالی نیسي. تمه کېږي چې په دغو مراسمو کې به له یو میلیون څخه ډېر کسان ګډون وکړي.
د خبر لمبر: 3492971   خپرونې تاریخ : 2026/06/30

ایکنا- د علوي سپېڅلي آستان له لورې د نهج‌البلاغې د يوې نفيسې او ګنجينه‌ ا ي نسخې د ليکلو د پروژې د پيل خبر ورکړل شوی، چې د اسلامي نړۍ په کچه د خپل ډول لومړنۍ پروژه بلل کېږي.
د خبر لمبر: 3492916   خپرونې تاریخ : 2026/06/16

ایکنا- د شیعیانو یو ستر دینی مرجع  آیت الله العظمی  الفیاض  د پاکې جنازې دستورې  په کربلا  او کاظمین کې  کې له ترسره کیدا وروسته  په نجف اشرف کې  هم ترسره شوې او د هغه مړی  د حضرت امام علی علیه السلام د  حرم په خوا کې په  تل پاتې آرامګاه کې خاورو ته وسپارل شو.
د خبر لمبر: 3492870   خپرونې تاریخ : 2026/06/06

ایکنا- د عباسی مقدس آستان  د فکری او کلتوري  چاروادارې  د قرآن کریم د یوې نادرې او نفیسې نسخې  د مرمت چارې پاي ته رسولي دي.
د خبر لمبر: 3492869   خپرونې تاریخ : 2026/06/06

ایکنا- د علوي مقدس آستان  پلاوي د غدیر نیکمرغه اختر بیرغ د حضرت فاطمه معصومې (س) مقدس آستان  او د قم ښار جمکران جومات ته ډالۍ کړ.
د خبر لمبر: 3492848   خپرونې تاریخ : 2026/05/31

ایکنا- په  کربلا  کې د حضرت عباس علمدار (ع) سپېڅلي حرم اړوند د الکفیل میوزیم د خپل تاریخي میراث په مینځ کې  د برونزو یوه فلزي ټوټه، چې د قرآني آیتونو نقش پرې شوی، ساتلې او ثبت کړې ده.
د خبر لمبر: 3492747   خپرونې تاریخ : 2026/05/10

ایکنا-   د ایران د اسلامی  جمهوریت ولسمشر روښانه کړې ده، دمکتب تشیَع پيروکار هیڅوک په زور  نشي تسلیمولی ،ځکه د وي خداي په درګاه کې سربسجود وي.
د خبر لمبر: 3492735   خپرونې تاریخ : 2026/05/06

ایکنا-  د ایران د اسلامی جمهوریت تکړه قاری او قرآنی استاد محسن قاسمي  د عراق د العمید قرآنی نړیوالو سیالیو  په دریم پړاؤ کې  په نهائي مرحلې کې  د رعد مبارکې سورې په زړه پورې تلاؤت کړی دی.
د خبر لمبر: 3492683   خپرونې تاریخ : 2026/04/20

ایکنا - د عراق ولس  پرون  په بغداد کې د ا یران د اسلامی جمهوریت د شجاع او میړني ولس او پوځ او د مقاومتي جبهې په ملاتړ کې میلیوني لاریون ترسره کړ.
د خبر لمبر: 3492634   خپرونې تاریخ : 2026/04/05