ایکنا - د افغانستان د طالبانو حکومت د ملګرو ملتو د نمایندګۍ ددفتر د مسئولانو د هغو وروستیو څرګندونو په غبرګون کې، چې په افغانستان کې د شرعي احکامو د پلي کولو په اړه ئې کړي دي، ټینګار کړییدی، د دې نمایندګۍ له خوا پراسلامي احکامو هر ډول مداخله او نیوکې نه مني.
د خبر لمبر: 3490971 خپرونې تاریخ : 2025/04/17
ایکنا - په افغانستان کې د کډوالو د تنظیم لپاره باید یوه ځانګړې کمیټه جوړه شي، او د سرپناه، تعلیم او کارموندنې په برخو کې اړین اقدامات په ایجنډا کې دي.له پاکستانه د افغان کډوالو ستنیدل په دوو مرحلو کې ترسره شول؛ په لومړي پړاو کې، بې اسناده افغانان په زوره وایستې شول.په دوهم پړاو کې، چې په دې وروستیو کې پیل شوی، قانوني کډوال ایستل کیږي.
د خبر لمبر: 3490964 خپرونې تاریخ : 2025/04/15
ایکنا -د افغانستان په مزارشریف کې د شیعیانو له جومات سره نزدې په بم چاودنې کې یو کس مړ او درې نور ټپیان شوي دي.
د خبر لمبر: 3490959 خپرونې تاریخ : 2025/04/14
ایکنا - له دې وړاندې په عمان کې د ۸۲ افغان نجونو زده کوونکو بورسیې چې د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې له لورې تمویلېدې، هم د سمسترونو په نیمايي کې لغوه شوې وې.
د خبر لمبر: 3490940 خپرونې تاریخ : 2025/04/10
ایکنا- د افغانستان د طالبانو د کډوالو او د بېرته ستنیدو د چارو وزارت وایي، پاکستان غواړي افغانان د زور له لارې بېرته ستانه کړي او ایران غواړي چېد کډوالو د ستنولو لپاره له افغانستان سره د تفاهم له لارې یو ګډ میکانیزم جوړ کړي.
د خبر لمبر: 3490922 خپرونې تاریخ : 2025/04/07
ایکنا - د سره صلیب کمیټې په خپل یوه وروستي راپور کې خبرداری ورکړی چې په تیر میلادي کال کې په افغانستان کې د ماینونو او له جنګ جګړو د پاتې مهماتو د چاودنو له امله ۴۳۴ ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او دغه موضوع په دغه هیواد کې د یوه جدی انساني بحران ښودنه کوي.
د خبر لمبر: 3490907 خپرونې تاریخ : 2025/04/04
ایکنا - په دوحې کې د افغانستان د طالب حکومت دسیاسی دفتر مشر، د طالبانو د فعالیت د ممنوعیّت د ځنډولو لپاره د روسیې د لوي څارنوال په غوښتې پسې ووئیل؛ دغه اقدام د افغانستان اوروسیې ترمینځ د خبرواترو او ملګرتیا لپاره د نوو فرصتونو د رامینځةکیدا سبب کیدلی شي.
د خبر لمبر: 3490905 خپرونې تاریخ : 2025/04/03
ایکنا – د مستضعفینو رضاکار ځواک د ایران د اسلامی جمهوری ملی ورځې په درشل کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره جمهوری اسلامي ته د؛ هو او بله ؛ راي ورکول هماغه د ؛ چغه بللې چې د کفر اوطاغوت درستې هستۍ ته د لګتې په ورکولو سره د دنیا د لویدیځ او ختیځ باؤؤ ئې سره دړې وړې کړ.
د خبر لمبر: 3490900 خپرونې تاریخ : 2025/04/02
د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر ویلي، چې هېوادونه دې افغان کډوالو ته وخت ورکړي، ترڅو په خپله خوښه هېواد ته را ستانه شي.
د خبر لمبر: 3490897 خپرونې تاریخ : 2025/04/01
ایکنا - د اسلامی انقلاب ستر لارښود د نیکمرغه کوچنی اختر دلمانځه په خطبو کې وفرمائي؛ صهیونیسټ رژيم د استعمارګرانو نیابتي ځواک دی،که چیرې امریکا کوم شرارت وکړي نو محکم متقابل ګوزار به خوري
د خبر لمبر: 3490892 خپرونې تاریخ : 2025/03/31
ایکنا - د ترکیې په استانبول کې د ولس ی اعتراضونو په دوام کې د ؛شهزاده؛ په نامې سره تاریخي جومات چې د سینان معمار مهم لومړنی اثر دی ، سپکاوی شوی او دغه اقدام له پراخ محکومیّت سره مخ شوی دی.
د خبر لمبر: 3490867 خپرونې تاریخ : 2025/03/26
ایکنا - د امریکا د عدلیې وزارت د افغانستان د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزیر او د حقانی چینل مشر خلیفه سراجالدین حقاني نوم د متحده ایالتونو تعقیبونکو کسانو له تور لسټه وایست.
د خبر لمبر: 3490850 خپرونې تاریخ : 2025/03/23
ایکنا – د اردن د پلازمینې امان په لسګونو زره خلکو پرون له جمعې لمانځه وروسته په غزې تړانګې کې د اسرائیلي جنایتکار رژيم د وحشیتوب دبیرته پيلیدا په محکومیّت کې سترې مظاهرې وکړې.
د خبر لمبر: 3490844 خپرونې تاریخ : 2025/03/22
ایکنا - په اسپانیا کې د ؛افغانستان؛دهیلې راټوکیدل ګډه هڅه:په عنوان سره په دوه ورځني نړیوال سمینار کې په افغانستان کې د ترهګرۍ د پراختیا، سیاسي وضعیت، د ښځو حالت او پر افغانستان د نړیوالو سیاستونو د اغېزو په تړاو خبرې وکړې.
د خبر لمبر: 3490710 خپرونې تاریخ : 2025/02/27
یروشلم پوسټ لیکلي؛
ایکنا – د پرز اکاډمیک مرکز کې د حقوقو استادشوکي فریډمن په هغې مقالې کې چې یروشلم پُسټ ورځپاڼې خپره کړې ده،ددووګوڼو سټنډرډونو ارزونې ته مخه کړې ده چې د نړۍ د ځينو هیوادونو له خوا د هغه څه په زمینې کې چې له غزې تړانګې څخه ددغې سیمې د اوسیدونکو د اجباري مهاجرت بلل کیږي، په ایجنډا کې ده.
د خبر لمبر: 3490696 خپرونې تاریخ : 2025/02/25
د تقلیدی تلاؤتونو دجشنوارې دریمه ورځ
ایکنا – په لبنا کې د مقاومتي چورلیز د اکو شهیدانو دجنازې له دستورو سره په یووخت د ایران قزوین ښارهم د ایران د نړیوالو قاریانو په شتون سره د قرآڼ کریم سره د انس د محفل کوربه ؤ.
د خبر لمبر: 3490687 خپرونې تاریخ : 2025/02/24
ایکنا – د پاکستان په بلوچستان صوبې کې په یوه بس باندې په ترهه ګرې حملې کې اوه کسان چې وئيل کیږي، قربانیان د پنچاب صوبې اوسیدونکي پنجابیان دي، ووژل شول.
د خبر لمبر: 3490673 خپرونې تاریخ : 2025/02/20
ایکنا- د اسلامی ملګرتیا موسیسې مسئولانو وئيلی دي، په هرې رودې سره به د افغانستان ملاتړ ته دوام ورکړي.
د خبر لمبر: 3490671 خپرونې تاریخ : 2025/02/20
ایکنا - د افغانستان د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر یوه مطبوعاتي اعلامیه خپره کړه چې پکې ویل شوي چې د دې وزارت سرپرست مولوي عبدالکبیر په یوه غونډه کې د سوداګرو او د خیریه موسسو استازو څخه مننه وکړه چې له اړمنو افغان کډوالو سره یې مرسته کړې ده.
د خبر لمبر: 3490668 خپرونې تاریخ : 2025/02/20
ایکنا – د پاکستان د خارجه وزارت ویندوي ووئيل،ترڅو دافغانستان طالبان د ټي ټي پي (تحریک طالبان پاکستان) مسئله حل نه کړي، د پاکستان او افغانستان د هوساینې لپاره به د دوي دوه اړخیزې ملګرتیاوې او امکانات هیڅ معنا ونه لري.
د خبر لمبر: 3490648 خپرونې تاریخ : 2025/02/16