تهران (ایکنا) - حضرت ایت الله خامنه اي د اوکراین کړکیچ د امریکا د سیاستونو نتیجه وبلله او ټینګار یې وکړ : اوکراین نن سبا د امریکا د کړکیچ د جوړولو د سیاست قرباني شوی دی ځکه چې دا امریکا وه چې د اوکراین په کورنیو مسائیلو کښې یې په لاسوهنې سره د غونډو په ترسره کولو ، د مخملي او د رنګینې کودتا په رامینځته کولو ، د حکومت د مخالفو کسانو په غونډو کښې د امریکا د سناتورانو په ګډون کولو یې دغه هیواد دغه حد ته ورسوه .
د خبر لمبر: 3485478 خپرونې تاریخ : 2022/03/02
تهران (ایکنا) - د ایران دپولیسو سرحدي ځواک قوماندان ټينګار کړی ، د وسلوالو اشرارو په وړاندې،پیاوړي او قاطع دي او په دې لړ کې هغه تجهیزات او امکانات چې د ایران د پوله ساتونکو په اختیار کې ئې ورکړي دي ، هم دډاډ او تکیې ود دي او امنیت ساتل ورسره آسان شوي دي .
د خبر لمبر: 3485469 خپرونې تاریخ : 2022/02/26
تهران (ایکنا) -د لبنا ن د حزب ا... داجرائي شورا مشر ووئيل ، د امریکا پر ملاتړونو دځينو تکیه کول ستره تیروتنه ده او د اوکراین موضوع یوځل بیا پر دې موضوع ټپه ووهله .
د خبر لمبر: 3485467 خپرونې تاریخ : 2022/02/26
تهران (ایکنا)- په پاکستان کې له فلسطینه د ملاتړ فاؤنډيشن د امریکا په مشرۍ او دصهیونیسټ رژيم په شتون سره د تش په نامه سمندري مانورې کې د ځينو مسلمانو هیوادونو ګډون محکوم کړ او له نورو هیوادونو سره د اړیکو دعادي کولو د دسیسې د پرمخ بیولولپاره ئې د تل ابیب دچارواکو په پټو خوځښتونو او د پاکستان لپاره ئې د دوي په خطرناکو اړخونو اندیښنه وښودله .
د خبر لمبر: 3485452 خپرونې تاریخ : 2022/02/22
تهران (ایکنا) –سید حسن نصر الله ټينګار وکړ، مونږ دغه توانمني لرو ، چې خپل په زرګونو توغندي په ګائيډیډ توغندیو بدل کړو او له مودو راهسې مو د ډرونز جوړول هم پیل ړي دي او اسرائيل چې د مونږ د دتوغندیو د ځایونو په موندلو پسې دی باید پوهه دې شي ، چې مونږ خپل توغندي یوځاي نه ساتو او په بې صبرۍ سره دتاسو په انتظار کې یوو.
د خبر لمبر: 3485426 خپرونې تاریخ : 2022/02/17
تهران (ایکنا) – د جنایتکارصهیونیسټي رژيم پارلیمان کنسټپه نیواکګرو صهیونیسټانو باندې د فلسطینانو له خوا د کاڼو په ګوزارونو د سزاګانو د سختولو په اړه دنوی قانون په مسودې غور کوي .
د خبر لمبر: 3485415 خپرونې تاریخ : 2022/02/14
تهران (ایکنا) – دعراق د النجباء غورځنګ ویندوي نصر الشمري ټينګار وکړ، هرچرته چې له استکبار او نیواکګر صهیونیسټي رژيم سره د مبارزې ډګر وي ، نو ایران ئې پشتیبان او ملاتړی دی او مقاومت او استکباري لړۍ سره مقابله او مقاومت پخپلو پښو ودرید.
د خبر لمبر: 3485388 خپرونې تاریخ : 2022/02/08
تهران (ایکنا) – په فلسطین کې دمقاومتي او مبارزو کمیټیو مسئولانو ټينګار وکړ ،بحرین ته صهیونیسټي رژيم د جنګ وزیر سفر او نورهغه لیده کاته چې له تل ابیب سره د اړیکو دعادي کولو لپاره ئې کوي ، له دغه نیواکګر رژيم سره د اسلامی امت له دښمنۍ هیڅ شی نه کموي .
د خبر لمبر: 3485361 خپرونې تاریخ : 2022/02/03
تهران (ایکنا) - د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر وويل: ولس ته د امام خمېني (رح) نظر تشريفاتي نه ؤ بلکه هغۀ د خلقو په قوت او مشارکت باور لرۀ
د خبر لمبر: 3485358 خپرونې تاریخ : 2022/02/02
تهران (ایکنا) -د عراق د عصائب اهل الحق مشر په عراق باندې د ترکيې د جنګي الوتکو د حملو په غندلو سره ټينګار وکړ، د دغه هېواد مقاومت به د ترکيې نيواکګرو ته سخت درس ورکړي.
د خبر لمبر: 3485357 خپرونې تاریخ : 2022/02/02
تهران(ایکنا) – میرمن نائله صبري یوه فلسطینۍ میرمن او د؛ المبصر النور القرآن ؛ نومې تفسسیر مفسّره ده چې د څارونکو په وینا ،د اسلام د پاک دین په دفاع او دعلم په ډګر کې دهغې مجاهدتونه ، له نیواکګرو صهیونیسټانو سره د مبارزې په ډګر کې د مقاومت د مبارزانو له مجاهدته کم نه دي .
د خبر لمبر: 3485322 خپرونې تاریخ : 2022/01/25
تهران (ایکنا) - دغه غونډه کې چي د خراسان رضوی د آستان له لوري تر سره شوه د ایراني شخصیتونو پشمول له بېلابېلو هیوادونو څخه بهرنيو شخصیتونو هم ګډون درلود .
د خبر لمبر: 3485289 خپرونې تاریخ : 2022/01/18
تهران (ایکنا) –د امریکا لسو یهودي اورګانونو او کلیساګانو دیوه انټرنیټي طومار په لاسلیک کولو سره،د صهیونیسټ رژيم د توکمپالو سیاستونو دوام په کلکه محکوم کړ.
د خبر لمبر: 3485281 خپرونې تاریخ : 2022/01/17
تهران (ایکنا) – د لبنان دحزب الله ولسی غورځنګ دعمومی منشي مرستیال شیخ نعیم قاسم په یولړ څرګندونو کې روښانه کړې ده ، په هغو پارلیماني انتخاباتو کې چې ټاکل شوې ، د ۲۰۲۲کال په مئ میاشت کې به ترسره شي او په انتخاباتو کې دګډون معیار ، دخلکو خدمت او د وس ساتنه ده .
د خبر لمبر: 3485199 خپرونې تاریخ : 2021/12/30
تهران (ایکنا) -د ترکیې ولسمشر همداراز په سپین سترګیتوب سره ټینګار کړی،له یهودیانو او اسرائيلو سره د انقرې اړیکې به پیاوړي او تل پاتې وي .
د خبر لمبر: 3485162 خپرونې تاریخ : 2021/12/23
تهران (ایکنا) - د عراق د وسله والو ځواک ویاند تحسین الخفاجی په الانبار ولایت کښې له عین الاسد اډې څخه د امریکايي پوځیانو د وتلو خبر ورکړ
د خبر لمبر: 3485152 خپرونې تاریخ : 2021/12/21
تهران (ایکنا) – د ملاییشیا د ولسی اسلامی غورځنګونو مشورتي شورا په یوې اعلامیې کې دایران په ضد دتیریګر صهیونیسټي رژيم دجنګ غواړو اقداماتو په اړه نړیوالو اورګانونو ته خبرداری ورکړ.
د خبر لمبر: 3485093 خپرونې تاریخ : 2021/12/09
تهران (ایکنا) –په اروپا اوامریکا کې دصهیونزم د چارو یو کارپوه ټینګار کوي ،له اسرائيلو سره د مقابلې په جبهې کې دپوځي مخامخیدنه دیرش فی صده او اویا فی صده مقابله هم سافت وار یا هماغه نرم جنګ له لارې ده .
د خبر لمبر: 3485092 خپرونې تاریخ : 2021/12/09
تهران (ایکنا)- د اسرائيلو ضده یوه یهودي پادري د یهود دین له نظره د صهیونیسټي رژيم د جوړیدا په باب ووئیل ،ددغه رژيم رامینځةکیدا د یهود دین د قوانینو په اساس غیر قانوني دی او باید فلسطیني ټاټوبی د دوي اصلي خاوندانو ته بیرته وسپارل شي .
د خبر لمبر: 3485087 خپرونې تاریخ : 2021/12/08
تهران (ایکنا)- د ملایشیا د ولسی غورځنګونو مشورتي شورا په یوې اعلامیې کې ووئيل ، امریکایانو او لویدیځوالو د ویانا دنړیوالې ایټمي موافقې په خبرو کې د ایټمی موسلو دختمولو په باب خپل دوه مخی کړچار نندارې ته وړاندې کړ.
د خبر لمبر: 3485070 خپرونې تاریخ : 2021/12/05