ایکنا – (امریکا) د امریکایي ماشومانو اکاډمۍ په څېړنې کې چې معلومات یې د امریکا د ناروغیو د کنټرول او وقایې د مرکز څخه تر لاسه کړي، ویل شوي چې په ۲۰۲۱ میلادي کال کې امریکا کې په وسله وال تشدد اړوندو پېښو کې ۴۷۵۲ ماشومان وژل شوي دي.
د خبر لمبر: 3487836 خپرونې تاریخ : 2023/08/23
ایکنا – (فلسطین) فلسطیني سرچینو د اردن سیند په لوېدیځه غاړه کې د صهیونیسټي پوځیانو له خوا د یوه فلسطیني ځوان د شهادت خبر ورکړی.
د خبر لمبر: 3487829 خپرونې تاریخ : 2023/08/22
ایکنا – (پاکستان) د شمالي وزیرستان په میرکوټ سیمه کې د بم چاودنې له امله چې د کارګرانو په ګاډي شوې ده، ۱۱ تنه مړه شوي دي.
د خبر لمبر: 3487812 خپرونې تاریخ : 2023/08/20
ایکنا – (بلجیم) یوه سازمان چې په بلجیم کې د اتباعو د حقونو او آزادیو دفاع کوي، په سویډن کې د دیني مقدساتو سپکاوي د جرم ګڼلو غوښتنه وکړه.
د خبر لمبر: 3487807 خپرونې تاریخ : 2023/08/19
ایکنا – (شېراز) د ایران د اسلامي جمهوریت رسنیو په دې وروستیو کې د شاه چراغ پر زیارت باندې د حملې او د هغه ترهګرو په اړه نور جزئیات خپاره کړي دي. ویل شوي چې د ترهګریز برید عامل (رحمت الله نوروزاف) د سلمان اسلم یار په نوم تنظیمي کس لومړی د داعش له یوه غړي سره د ټولنیزو شبکو له لارې تماس نیولی او بیا ترکیې ته تللی او له داعش ډلې سره یو ځای شوی دی.
د خبر لمبر: 3487804 خپرونې تاریخ : 2023/08/17
ایکنا – (شېراز) د شاهچراغ پر زیارت د یکشنبې د ماښام ترهګریز برید په سیمه او نړۍ کې له پراخو غندنو سره مخ شو.
د خبر لمبر: 3487796 خپرونې تاریخ : 2023/08/16
ایکنا – (فلسطین) د قدس لوا د جنین کنډک په یوې بیانیې کې د صهیونیسټانو د تیرې یکشنبې په ورځ د درېیو فلسطیني ځوانانو د شهادت د تاییدولو په ترڅ کې د تل ابیب چارواکو ته خبرداری ورکړ.
د خبر لمبر: 3487748 خپرونې تاریخ : 2023/08/07
ایکنا – (فلسطین) د فلسطین د اطلاعاتو مرکز معطي خبر ورکړی چې په تېره شپه او ورځ کې د صهیونیسټانو پر ضد ۲۴ مقاومتي عملیات ترسره شوي دي.
د خبر لمبر: 3487737 خپرونې تاریخ : 2023/08/05
ایکنا – (فلسطین) له تېرې شپې راهیسې یو ځلې بیا په لبنان کې د فلسطینیانو په کمپ عین الحلوه کې خپلمنځې نښتې له سره پیل شوې او د حماس غورځنګ، د لبنان د حزب الله د سرمنشي سید حسن نصرالله څخه د مرستو غوښتنه کړې ده.
د خبر لمبر: 3487734 خپرونې تاریخ : 2023/08/03
ایکنا – (فلسطین) د لبنان د اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله له فعالیتونو د اسرائیلو د پوځي ټولنو د ویرې په زیاتېدا سره د اسرائیلو د پوځ لوی درستیز د شمالي سرحدونو کتنه وکړه او د دغه سیمې په امنیتي حالت یې غور وکړ.
د خبر لمبر: 3487733 خپرونې تاریخ : 2023/08/03
ایکنا – (تهران) د اسلامي کلتور او ارتباطاتو ادارې د عامه اړیکو دفتر په پاکستان کې له وروستۍ ترهګریزې پېښې وروسته یوه بیانیه خپره کړې او ټینګار یې کړی چې دغه جنایت یو ځل بیا د ترهګرو د خوځښتونو څرنګوالی او له سیمه ایزو او مخالفو سرچینو سره د هغوی ارتباط څرګند کړ.
د خبر لمبر: 3487724 خپرونې تاریخ : 2023/08/02
ایکنا – (اسلام آباد) د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر، لوېدیځ او صهیونیسټي رژیم په سیمه کې د ترهګرۍ د بهیر ملاتړي وبلل.
د خبر لمبر: 3487718 خپرونې تاریخ : 2023/08/01
ایکنا – (خیبرپښتونخوا) د پاکستان په شمال لوېدیځ کې د یوه ګوند په سیاسي ناسته کې د یوې ترهګرې چاودنې د وروستیو شمېرو له امله لږ تر لږه ۵۰ کسان وژل شوي دي.
د خبر لمبر: 3487717 خپرونې تاریخ : 2023/08/01
ایکنا – (فلسطین) د قضايي بیا کتنې د لایحې د تصویب لپاره فشار، چې له میاشتو راهیسې د څېړلو په حال کې دی، په زرګونه اسرائیلیان سړکونو ته راوایستل، په داسې حال کې چې د اسرائیلو له لوري د فلسطین اشغال په ندرت په کنیسټ کې پرې نیوکې کېږي، او ډېری برخې دې موضوع ته له پاملرنې پرته له دې تصویب شوي او همدرانګه د نیول شوې سیمې او ختیځ بیت المقدس، لوېدیځه څنډه او د غزې تړانګه کې مېشت فلسطینیان تر تسلط او تبعیض لاندې دي.
د خبر لمبر: 3487716 خپرونې تاریخ : 2023/07/31
پاکستان کې چاودنې ته غبرګونونه
ایکنا – (تهران) د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر په ترهګریزه چاودنه کې یو شمېر پاکستاني وګړو ته د مرګ ژوبلې له امله د پاکستان له حکومت او ملت سره خپله خواخوږی څرګنده کړه.
د خبر لمبر: 3487712 خپرونې تاریخ : 2023/07/31
ایکنا – (کابل) د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د پکتیکا ولایت پر برمل ولسوالۍ د پاکستاني پوځیانو توغندیز بریدونه غندلي دي.
د خبر لمبر: 3487698 خپرونې تاریخ : 2023/07/28
ایکنا – (دمشق) د دمشق په څنډه کې د سیده زینب په سیمه کې د موټر د چاودنې له امله، یو شمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د خبر لمبر: 3487697 خپرونې تاریخ : 2023/07/28
د صهیونیسټي پوځیانو جنایتونه
ایکنا - (فلسطین) د الجزیرې خبري چینل د خبر په حواله، د اسرائیلو پوځ د سه شنبې په سهار اعلان وکړ چې په نابلس کې یې پر یوه موټر باندې د برید له امله، درې فلسطینیان په شهادت رسولي دي.
د خبر لمبر: 3487684 خپرونې تاریخ : 2023/07/25
ایکنا-(تهران)د خپرو شویو ویډیوګانو له مخې،سر زورو او افراطي هندوانو د موراپور روغتون له سوزولو نه علاوه په یوه ډله مسلمانانو باندې د کاڼو ګوزارونه وکړي او د مسلمانانو ګاډي او سوداګریز مرکزونه یې ولوټل او ځینو هم د شعارونو په ورکولو سره، له هندوستانه د مسلمانانو د وتلو غوښتنه وکړه.
د خبر لمبر: 3487135 خپرونې تاریخ : 2023/04/04
ایکنا-تهران) دپرتګال په پلازمینې لیسبن کې په یوه اسلامی مرکز باندې پرون په سړو وسلو سره په حملې کې دوه کسان وژل شوي او څو نور ټپیان شوي دي.
د خبر لمبر: 3487106 خپرونې تاریخ : 2023/03/29