ایکنا د وخت خداي بخښلی ولسمشر شهید ابراهیم رئیسي باور درلود چې هر څه یې په واک کې دي، د خدای د بندهګانو د خدمت لپاره دي او په دې لاره کې ئې خپل ټول امکانات د اسلامي او ولایي منهج پر بنسټ د مظلومانو او مستضعفانو د مرستې لپاره وکارول.
د خبر لمبر: 3491144 خپرونې تاریخ : 2025/05/20
ایکنا - د ایران د اسلامی جمهوریت د علومو، تحقیقاتو او ټکنالوژۍ د چارو وزیر حسین سیمائی صراف د اسلامي هېوادونو د ساینسي چارو د وزیرانو په غونډې کې وویل: په داسې حال کې چې نوي او پرمختللي اقتصادونه د مصنوعي ذهانت(آرټيفیشل اینټیلجنس) د حیرانوونکو ګټو اخیستو لپاره لږ چمتو دي، دا اندېښنه شته چې د مصنوعي ذکاوت (آرټيفیشل اینټیلجنس) ګټې به په نړۍ کې په عادلانه توګه ونه وېشل شي.
د خبر لمبر: 3491143 خپرونې تاریخ : 2025/05/20
ایکنا - د ایران داسلامی جمهوریت د کاشان دنیاسر د غرَنیو سیمو په لمنو کې د محمدی ګلانو له غوړیدا سره په یووخت یوځل بیا د ګلاب دعرق د اخستو پخوانۍ دستورې ترسره شوې.
د خبر لمبر: 3491141 خپرونې تاریخ : 2025/05/19
ایکنا - د قرآن کریم نابینا قاري او حافظ او د نور قرآني کاروان یو غړی امیدرضا رحیمی، د بیتالله الحرام د حاجیانو په مینځ کې د الرحمن سورې آیتونه تلاوت وکړ.
د خبر لمبر: 3491131 خپرونې تاریخ : 2025/05/18
ایکنا - د اسلامي فرهنګ او اړیکو د ادارې د قرآن او تبلیغ نړیوال مرکز مشر د تنزانیا افریقائي هېواد ته د قراني محفل پروګرام د عواملو د سفر لپاره د اړینو همغږیو خبر ورکړ.
د خبر لمبر: 3491111 خپرونې تاریخ : 2025/05/14
میکائيل باقري!
ایکنا - د ایران د پوهنې او روزنې وزارت د قرآن، عترت او لمانځه عمومي مشر میکائیل باقري ویلي، چې د اووم پرمختیائي پروګرام له مخې به تر راتلونکو پنځو کلونو پورې ۱۲۰۰ رسمي ښوونځي د قرآن کریم د حفظ لپاره جوړ شي. یو شمېر دا ډول ښوونځي اوس مهال په آزمایښتي ډول فعالیت کوي.
د خبر لمبر: 3491100 خپرونې تاریخ : 2025/05/12
ایکنا - د آیتالله عبدالله جوادي آملي په شتون سره به د تسنیم تفسیر ۸۰ جلده دوره د هغه لخوا د امیرالمؤمنین امام علي (ع) حرم ته ډالۍ شي.
د خبر لمبر: 3491098 خپرونې تاریخ : 2025/05/11
ایکنا - د عراق د شیعه اوقافو د ادارې پورې اړوند د قراني علومو ملي مرکز د زدهکوونکو لپاره د اوړي قراني کورسونو د ترسره کولو اعلان وکړ.
د خبر لمبر: 3491096 خپرونې تاریخ : 2025/05/11
ایکنا - د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د هند او پاکستان ترمینځ د تاوتریخوالي په اړه وویل، هیله ده دواړه هېوادونه د زغم له لارې د سیمې تاؤتریخوالی او ترینګلتیاوې کمې کړي.
د خبر لمبر: 3491083 خپرونې تاریخ : 2025/05/08
ایکنا - په هند براعظمګي کې اوسني وضعیت او د تاوتریخوالي په کمولو کې د مرستې لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت د چمتووالي اعلان ته په پام سره، پاکستان ته د ایران د بهرنیو چارو د وزیر اوسنی سفر ځانګړی اهمیت لري. دا د ایران د څوارلسم حکومت د بهرنیو چارو وزیر لخوا پاکستان ته دویم سفر دی. عراقچي تېر کال هم له لوړ پوړو پاکستاني چارواکو سره د لیدنې په موخه اسلام اباد ته سفر وکړ.
د خبر لمبر: 3491066 خپرونې تاریخ : 2025/05/05
ایکنا - په داسې حال کې چې د ګاونډیو هېوادونو له خوا د افغان کډوالو د ویستلو لویه څپه افغانستان له وروستیو کلونو راهیسې له یوه سخت بشري بحران سره مخ کړی، د طالبانو سرپرست حکومت له قطر غوښتي، چې د کډوالو لپاره د لومړنیو مرستو په برابرولو کې دې فعاله ونډه واخلي.
د خبر لمبر: 3491046 خپرونې تاریخ : 2025/05/01
ایکنا- د ایران د اسلامی جمهوریت د حکومت ویندوي د فارس خلیج دملی ورځې په مناسبت مبارکي ووئيله.
د خبر لمبر: 3491045 خپرونې تاریخ : 2025/05/01
ایکنا - د خداي بخښلي استاد عبدالرسول عبایي په یاد کې د «استاد یاد» نومې نړیوال ویبینار ، د استاد د مقام د لمانځنې په مناسبت، د ایران د قرآنی پوهنتونوالو د ادارې په هڅو، چې د جهاد پوهنتون پورې اړه لري، او د نور قرآنی کلب (د قرآنی زدهکوونکو چینل) په ملګرتیا سره جوړېږي.
د خبر لمبر: 3491040 خپرونې تاریخ : 2025/04/30
ایکنا - د ایران د بهرنیو چارو وزیر په امریکا کښې د صهیونیسټي رژیم انډیوالانو ته په خطاب کښې په څرګند پیغام کښې سخت خبرداری ورکړ.
د خبر لمبر: 3491028 خپرونې تاریخ : 2025/04/30
ایکنا - د مصر الازهر د افراطیت پر وړاندې د مبارزې څارونکي ادارې د ایران د چارواکو له خوا د اهل سنت د مقدساتو د خوندي ساتنې په برخه کې د ایران د چورلټ او پر وخت اقدام ستاینه وکړه.
د خبر لمبر: 3491034 خپرونې تاریخ : 2025/04/29
ایکنا – دترکیې د خارجه وزارت د اعلامیې په اساس،دغه هیواد به په راتلونکی جون میاشت کې د اسلامی ملګرتیا موسیسې د غړو هیوادونو د خارجه وزیرانو د ناستې کوربه وي.
د خبر لمبر: 3491033 خپرونې تاریخ : 2025/04/29
ایکنا – د اسلامی انقلاب معظم لارښود د حضرت امام جعفر صادق علیه السلام د شهادت د کلیزې د ویر او عزادارئ د دستورو په پاي کې وفرمائيل؛ سږکال د روژې مبارکه میاشت الحمد الله یوه قرآني رمضان میاشت وه او په درست هیواد کې د تاسو وروڼو په همت سره په هرځای کې په برې برخې کې په صدا وسیما او له صدا وسیما په بهر کې دخلکو زړونه له قرآن سره وو.
د خبر لمبر: 3491012 خپرونې تاریخ : 2025/04/26
ایکنا- د اسلام د ګران پيغمبر حضرت محمد مصطفی(ص)یو پاک لمسی او د امامت او ولایت دآسمان شپږم ځلانده ستوری حضرت امام جعفر صادق علیه السلام د وخت د ملعون واکمن منصور دوانقي په فرمان سره شهید کړئ شو چې په دې مناسبت د ولایت او امامت درست پيروکار په ویر او ماتم کې ډوب دي.
د خبر لمبر: 3491011 خپرونې تاریخ : 2025/04/24
ایکنا -د کویت د اسلام معرفي کولو کمېټې د دغه هېواد په مساجدونو کې د قرآن کریم د بېلابېلو ژبو ژباړې ووېشلې.
د خبر لمبر: 3490995 خپرونې تاریخ : 2025/04/22
ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکوي، د پاکستان سیاسي متفکر مشاهد حسین سید ایران ته د عربستان د دفاع وزیر خالد بن سلمان سفر او د اسلامي انقلاب له ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي سره د هغه کتنې ته په غبرګون کښې وویل د تهران او د ریاض اړیکې د سیمې لپاره ښه خبر او له بهرنیو دباونو سره د مقابلې لاره چاره ده.
د خبر لمبر: 3490988 خپرونې تاریخ : 2025/04/20