iqna

IQNA

بچوې
ایکنا -هغه  څه چې  د طوفان الاقصی  له وخت څخه رامینځةشوي  او  پیښیدا په حال کې دي ، د فلسطین او لبنان  د ملتونو او او د هغوی د میړني مقاومت او  د صهیونیسټي دښمن  ترمینځ  له دوو اړخیزو  نښتو لا لویه پيښه او همداراز د امریکائي صهیونیسټي حملو او تیریو کې د سورئې سناریو ده .
د خبر لمبر: 3490292    خپرونې تاریخ : 2024/12/11

ایکنا -  خبری سرچینو د سورئې په دمشق کې د حضرت زینب سلام الله علیها له حرم سره په شاوخوا کې د چاودنو علت، دصهیونیسټ رژيم د جنګي الوتکو حملې اعلان کړې.
د خبر لمبر: 3490288    خپرونې تاریخ : 2024/12/10

ایکنا - په پاکستان کښې د صهیونیسټ ضد ترټولو سترې غونډې په لړ کښې ددغه هیواد په زرګونو خلکو په پیښور کښې د( مرګ په اسرائیلو) تر عنوان لاندې مظاهره وکړه او په غزه او سیمه کښې یې دصهیونیسټ رژیم جنایتونه وغندل او فلسطین له زړورو او مظلوم ملت سره یې پیوستون څرګند کړ .
د خبر لمبر: 3490284    خپرونې تاریخ : 2024/12/09

ایکنا - یوې فرانسوئ خپرونې وایرل مګ فرانسوي خپرونې ، په یوه تحلیل کې د سورئې اوسنی حالت د معمر قذفی د حکومت له نسکوریدا وروسته د لیبیا هیواد وضعیّت ته ورته وبالۀ او وې وئيل؛هره شیبه په سورئې کې په بغاؤت او ډلبندۍ  کې ددغه هیواد د ډوبیدا  اندیښنه لاپسې  زیاتیږي.
د خبر لمبر: 3490283    خپرونې تاریخ : 2024/12/09

ایکنا – د روسیې دکرملین ماڼۍ د اعلان په اساس،د سورئې تښتیدلی ولسمشر بشار اسد او د هغه کورنۍ  په روسیې کې  دي.
د خبر لمبر: 3490281    خپرونې تاریخ : 2024/12/09

ایکنا – د لبنان د حزب الله غورځنګ مسئولانو په روضه الحرا  مرقد کې ددغه ولسی غورځنګ د اجرائي شورا د مشر شهید سید هاشم صفی الدین د عکس په کیښودو سره  رسما د هغه د جنازې ددفن کیدا  ځاي مشخص کړ.
د خبر لمبر: 3490277    خپرونې تاریخ : 2024/12/08

ایکنا – د جمعې ورځې له سهار وختي راهسې له لویدیځي غاړې،قدس او د ۱۹۴۸ ګتل له نیواکي ټاتوبو څخه په زرګونو فلسطنیان په جمعې لمانځه کې د ګډون لپاره  الاقصی جومات ته روان وو.
د خبر لمبر: 3490266    خپرونې تاریخ : 2024/12/07

ایکنا - په غزې کې حکومتي رسندوئي دفتر په یوې اعلامیې کې  و،ئيل،د تیر کال په اکتوبر کې په غزې د صهیونیسټي رژيم د تیریو له پیل وخت راهسې  تراوسه پورې  یو سل دوه نوي فلسطین ی خبریالان  شهیدان شوي دي.
د خبر لمبر: 3490248    خپرونې تاریخ : 2024/12/03

ایکنا – په لندن اوپاریس کې د فلسطین لسګونو زره ملاتړو ، له صهیونیسټي رژيم څخه د انګلستان او فرانسې  ملاتړونه په سخته محکوم کړل او د فلسطین له ملت او دغزې تړانګې له اوسیدونکو سره خپل پیوستون باندې ټينګار وکړ.
د خبر لمبر: 3490246    خپرونې تاریخ : 2024/12/02

ایکنا – د درستې نړۍ هیوادونه د هرکال نومبر میاشتې په ۲۹نیټه  د فلسطین له مظلوم ولس سره د پیوستون نړیواله ورځ لمانځي، یو داسې مناسبت چې د ملګروملتو عمومی اسمبلۍ  دا  د فلسطین یانو پر حقوقو د ټينګار لپاره نومولې ده.دغه ورځ د فلسطین ی د قضیې د حقایقو و د فلسطین یانو په باب د لویدیځي رسندویو له جعلی روایتونو سره د مقابلې په باب  د پوهونې لپاره  یو فرصت  دی.
د خبر لمبر: 3490237    خپرونې تاریخ : 2024/12/01

ایکنا -  د صهیونیسټي رژيم له سختو امنیتی تدبیرونو سره سره د الاقصی جومات د جمعې لمونځ د څه دپاسه پنځوسو زرو فلسطین یانو په شتون سره  ترسره شو.
د خبر لمبر: 3490232    خپرونې تاریخ : 2024/11/30

ایکنا - د لبنان حزب الله ولسی مقاومتی غورځنګ په دغه هیواد د صهیونیسټ رژیم دتیریو په دریدا پسې له دغه ولسی غورځنګه د ایران د اسلامی جمهوریت دبشپړ ملاتړ څخه قدرونه او مننه وکړه.
د خبر لمبر: 3490225    خپرونې تاریخ : 2024/11/28

ایکنا- د تېر کال د اکټوبر د میاشتې په اوومه نېټه پر غزې د صهیونیسټي رژیم د حملې له پیله تراوسه  د فلسطین په غزې  تړانګې او لویدیځي غاړې کې  ۱۷۴۰۰ فلسطین ی ماشومان شهیدان شوي دي.
د خبر لمبر: 3490220    خپرونې تاریخ : 2024/11/27

ایکنا - دایران خارجه وزیر به پرتګال کې د ملګروملتو دتمدنونو د ائيتلاف په نړیوالې غونډې کې ووئيل؛ په لویدیځي آسیا سیمې کې د سولې پوره کیدا د فلسطین د ملت د برخلیک ټاکنې د حق پوره کیدا او د نیواکګرۍ او آپارټائيد ختمیدا ته ضرورت لري.
د خبر لمبر: 3490219    خپرونې تاریخ : 2024/11/27

د نړۍ د کاتولیکانو رهبر پاپ فرانسیس په یولړ څرګندونو کې په غزې تړانګې کې  د فلسطین دملت کړاؤنو ته په اشارې سره،د لومړي ځل لپاره په فلسطین کې د صهیونیسټ رژیم استکبار  محکوم کړ.
د خبر لمبر: 3490215    خپرونې تاریخ : 2024/11/26

ایکنا -  په غزې تړانګې کې د وحشي صهیونیستي رژيم په وسیله د؛کمل عدوان؛ د روغتون له بمباریو وروسته،د فلسین د روغتیا وزارت او د فلسطین مسئولانو  پرون د غزې تړانګې د روغتونونو د ملاتړ غوښته وکړه.
د خبر لمبر: 3490200    خپرونې تاریخ : 2024/11/23

ایکنا-  مسلمانو عالمانو دنړیوالې اتحادئې عمومی منشي په غزې کې د اور بند د پریکړه لیک په ویټو کې د امریکا  سپير اقدام په سخته محکوم کړ او په غزې کې ئې د جنګ د بندولو لپاره د نړیوال اقدام غوښته وکړه.
د خبر لمبر: 3490198    خپرونې تاریخ : 2024/11/23

ایکنا - د اسلامی انقلاب معظم لارښود دغه شفاهي پیغام  د میثم مطیعي  لیک ته په ځواب کې چې د جهادی ډلو د یوشمیر فعالانو سره یو ځاي، د لبنان د مقاومت کونکو خلکو په ټول کې د شتون او د؛ همدل ایران؛ په کمپاین کې د ایران د  خلکو د مرستو د ویشلو لپاره  لبنان ته په سفر تللی،صادر کړی دی.
د خبر لمبر: 3490187    خپرونې تاریخ : 2024/11/20

ایکنا - په دې حساسو حالاتو کښې چې نن یې وینو، ټول کفر د ټول اسلام په وړاندې ولاړ دی او د جنګِ احزاب رایادونکی دی، د اسلام حکم، د دغو جنګي کفارو په وړاندې د جهاد جوت واجبوالی دی؛ لکه څنګه چې متعال خدای فرمايي: «وَقَاتِلُوا الْمُشْرِکِینَ کَافَّةً کَمَا یُقَاتِلُونَکُمْ کَافَّةً» نو ځکه دنده دا ده چې ټول پتمن مسلمانان وسله راواخلي او د مسلمانانو د سر او مال او عزت دفاع وکړي، لکه څنګه چې «د مقاومت امت» ژوندی دی او د لازیات تیري اجازه به ورنه کړي او له دې جهاد څخه به د خدای تعالی په درګاه کښې ستر اجر ولري چې فرمایلي یې دي: «لَا یَسْتَوِی الْقَاعِدُونَ مِنَ الْمُؤْمِنِینَ غَیْرُ أُولِی الضَّرَرِ وَالْمُجَاهِدُونَ فِی سَبِیلِ اللَّهِ بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنْفُسِهِمْ فَضَّلَ اللَّهُ الْمُجَاهِدِینَ بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنْفُسِهِمْ عَلَی الْقَاعِدِینَ دَرَجَةً وَکُلًّا وَعَدَ اللَّهُ الْحُسْنَی وَفَضَّلَ اللَّهُ الْمُجَاهِدِینَ عَلَی الْقَاعِدِینَ أَجْرًا عَظِیمًاً».
د خبر لمبر: 3490184    خپرونې تاریخ : 2024/11/19

ایکنا – د جرمنی د برلین د  میټه برلین سیمې دالیګ‌‌ذنډرپلاټس په میټرو تمځاي کې  دخپل ډرنک او څښونو شیانو په فریج کې د فلسطین په  طرحو سره  د شربت یا نوشابې خرڅولو ته مخه کړې او  د میټرو  په  U۵ کرښې تمځاي کې هغه کسان چې د میټرو ریل  په انتظار کې دي، د یوه کولا په څښلو سره ساعت تیر کړي، البته نه په کوکا کولا څښلو سره ،بلکې په ؛کولا فلسطین    یا دغزې د مالټو د شربتو په څښلو سره  هغه هم کافیئن پرته :
د خبر لمبر: 3490177    خپرونې تاریخ : 2024/11/18