فلسطین - پاڼه 50

IQNA

بچوې
تهران (ایکنا) - د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر د ملګروملتونو ، د اسلامي ملګرتیا موسسې مشرانو او د مسلمانو هیوادونو خارجه وزیرانو ته د جلا جلا لیکونو په استولو سره د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو په وړاندې د نړیوالو ټولنو او د ځینو هیوادونو په چپتیا او دوه ګوڼه کړچار نیوکه وکړه .
د خبر لمبر: 3485716   خپرونې تاریخ : 2022/04/21

تهران (ایکنا)- د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر د پوځ د ورځې په مناسبت په دستورو کې وحشي صهیونیسټي رژيم ته په خبرداری ورکولو سره ووئيل ، که د سیمې له هیوادونو سره داړیکو په عادي کولو پسې ئۍ، نو حتما پوهه شئ چې د تاسو ترټولو وړوکی حرکت  به د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ  او اطلاعاتي ځواک له سترګو پټ پاتې نشي  او کلک  او غاښ ماتونکی ځواب به وویني .
د خبر لمبر: 3485695   خپرونې تاریخ : 2022/04/18

تهران(ایکنا) -ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان وویل صهیونیسټ رژیم دومره کمزوری شوی دی چې د فلسطین له خلکو او له مقاومتي غورځنګ سره مقابله نشي کولای .
د خبر لمبر: 3485688   خپرونې تاریخ : 2022/04/16

تهران(ایکنا) – د فلسطین د بیت لحم په لویدیځي غاړې کې په لسګونو مسیحیان  د روژې په مبارکې میاشتې کې د اړمنو لپاره د روژماتي په برابرولو او د ښار دواټونو په ښکلولو کې له مسلمانانو سره ملګرتیا کوي .
د خبر لمبر: 3485665   خپرونې تاریخ : 2022/04/11

تهران(ایکنا)- په تل ابیب مینځ کې په شهادت غواړو عملیاتو باندې غبرګونونه هماغ راز دوام لري،د فلسطین اسلامی مقاومتي غورځنګ حماس ددغو عملیاتو په ضدد ترکیې او بحرین په دریځونو سخت نیوکې کړي او د صهونیسټ رژيم مشر  وئيلي ، امنیتي ځواک  دخپلو دندو په ترسره کولو کې ناکام شو دی .
د خبر لمبر: 3485653   خپرونې تاریخ : 2022/04/09

تهران (ایکنا) – دنیواکي فلسطین ۲۵۳ صهیونیسټ میشته ښارګوټو اوسیدونکي په غیر قانوني توګه  الاقصی جومات ته په ورتلو سره هلته د تلمودي  ادابو په ترسره کولو بوخت دی . په عین حال کې د غزې  اوقافو وزارت اعلان کړی ، چې عمرې ته لیږل درول شوي دي .
د خبر لمبر: 3485612   خپرونې تاریخ : 2022/03/29

تهران (ایکنا) –د فلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ حماس  د سیاسی دفتر مشر صالح العاروري ټينګار کړی چې صهیونیسټي رژيم به د روژې په مبارکې میاشتې کې  الاقصی جومات ته دلمونځ ګوزارو د ورتلو په مخنیوی سره پر خپل ځان د جهنم د روازې خلاصې کړي .
د خبر لمبر: 3485610   خپرونې تاریخ : 2022/03/29

تهران (ایکنا) -د ایران د اسلامی جمهوریت دخارجه وزارت ټينګار وکړ ، د قدس له نیواکګرو او ترهه ګرو صهیونیسټانو سره داړیکو په عادي کیدا او ټينګیدا کې  هرډول اقدام ، د فلسطین دمظلوم ملت پر  شا د  خنجر ګوزار  او دفلسطین د مظلومو خلکو د وژلو او  د فلسطین د ټاټوبي د  نیواک  په دوام کې  داسرائيلو  ماشوم وژونکي رژيم ته  ډالۍ ده .
د خبر لمبر: 3485608   خپرونې تاریخ : 2022/03/29

تهران (ایکنا) -د ایران  خارجه وزیر د سیمه ایزو بدلونو ، دافغانستان،یمن،فلسطین ، مقاومتي چورلیز او د اوکراین د وروستیو حالاتو په باب د ایران د اسلامی جمهوریت د لیدتوګو او همداراز د ویانا دایټمی خبرواترو او د ایران او عربستان ترمینځ د شوو خبرواترو په باب هم بحث وکړ .
د خبر لمبر: 3485590   خپرونې تاریخ : 2022/03/25

 تهران (ایکنا) - د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهایان ووئيل د سورئې له ولسمشر بشار اسد ،خارجه وزیر فیصل المقداد او ددغه هیواد د ملی امنیت د دفتر له مشر علی مملوک سره  مو په دمشق کې ډيرې ښې او مهمې خبرې اترې کړي  او د دوواړخیزو اړیکو، سیمه ایزو او نړیوالو بدلونونو  په باب مو بحث او ارزونې کړي دی .
د خبر لمبر: 3485584   خپرونې تاریخ : 2022/03/24

 تهران (ایکنا) -خطیب زاده  زیاته کړه ،  دخپل پلار نیکۀټاټوبي ته د درستو فلسطینیانو بیرته ستنیدا  او د قدس شریف  په همیشنۍ پلازمینې د فلسطین د خپلواکه حکومت  جوړیدا ، هماغه راز باید  په لو مړیتوب  کې مطرح او دغه لوړ هدف ته رسیدا باید د درستو اقداماتو په سر کې شي .
د خبر لمبر: 3485583   خپرونې تاریخ : 2022/03/24

تهران (ایکنا) -  دفلسطین داسلامی مقاومت غورځنګ حماس ویندوي صهیونیسټي نیواکګر رژيم د پوریّم جشن جوړولو  دغوښتې د پایلو مسئول وبالۀ او اعلان ئې وکړ،د صهیونیسټانو دغه اقدام ،د  آسماني دینونو د درستو قوانینو او اصولو خلاف ورزي او ستر جنایت او د اسلامی امت  او د خلکو نیغ په نیغه  لمسول دي .
د خبر لمبر: 3485534   خپرونې تاریخ : 2022/03/14

تهران (ایکنا)- د فلسطین د اسلامی جهاد غورځنګ په یوې اعلامیې کې صهیونیسټ رژيم له مشر څخه د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان هرکلی،له قدس او فلسطین سره خیانت بللی او وئيلي ئې دي،دغه اقدام،د فلسطین د ملت له حقوقوڅخه په ملاتړ کې د ترکیې د مسلمان ملت له دریځ سره  توپیر لري .
د خبر لمبر: 3485518   خپرونې تاریخ : 2022/03/10

 تهران (ایکنا) -د عربستان ولی عهد محمد بن سلمان د امریکا له اټلانټيک خپرونې سره په خبرو کې وئيلي دي ،عربستان د  اسرائيلو ته د دښمن  په توګه نه ګوي ، بلکې د یوه متحد په توګه ورته  فکر کوي .د سعودي ولی عهد دغه دریځ  د فلسطینیو مبارزو ګوندونو او ډلو ټپلو سخته غوسه راپارولې ده .
د خبر لمبر: 3485500   خپرونې تاریخ : 2022/03/06

تهران (ایکنا) -دایران د اسلامی جمهوریت د ملی امنیت د لوړې شورا منشي ووئيل ؛د عراق په کوربه توب له سعودي سره په دوو ااړخيزو خبرو اترو کښې د ايران فعال او پروګرام لرونکي شتون د دوو اړخيزو او سيمه ايزو ګټو د پوره کېدو په بنياد له ګاونډيانو سره د ملګرتيا او مينې په زمينه کښې د اسلامي جمهوريت له اصولي پالېسۍ څخه الهام اخېستے دے.
د خبر لمبر: 3485493   خپرونې تاریخ : 2022/03/05

 د فلسطین د  اسلامی مقاومت غورځنګ حماس  د نړیوالو اړیکو  مسظول  ټينګار کړی ، د روسیې اواوکراین  دجنګ یو ترټولو مهم درس  دا دی چې  د نړۍ یوه قطب په توګه دامریکا پړاؤ پآي ته رسیدلی دی .
د خبر لمبر: 3485472   خپرونې تاریخ : 2022/02/27

تهران (ایکنا)- په پاکستان کې له فلسطینه د ملاتړ فاؤنډيشن د امریکا په مشرۍ او دصهیونیسټ رژيم په شتون سره د تش په نامه سمندري مانورې کې د ځينو مسلمانو هیوادونو ګډون محکوم کړ او له نورو هیوادونو سره د اړیکو دعادي کولو د دسیسې د پرمخ بیولولپاره  ئې د تل ابیب دچارواکو په پټو خوځښتونو او د پاکستان لپاره ئې د دوي  په خطرناکو اړخونو  اندیښنه وښودله .
د خبر لمبر: 3485452   خپرونې تاریخ : 2022/02/22

تهران (ایکنا) – د جنایتکارصهیونیسټي رژيم پارلیمان کنسټپه نیواکګرو صهیونیسټانو باندې د فلسطینانو له خوا د کاڼو په ګوزارونو د سزاګانو  د سختولو په اړه  دنوی قانون په مسودې  غور کوي .
د خبر لمبر: 3485415   خپرونې تاریخ : 2022/02/14

تهران (ایکنا)- خبری سرچینو په امریکا کې دجنایتکار صهیونیسټي رژیم له سفیر سره دڅو اسلامی هیوادونو دسفیرانو دلیدوکاتو خبر ورکړی ،البته ځینی شناندي په دې اند دي چې د روسیې او ایران دقدرت زیاتیدا چې په سیمې کې دامریکاد کمزورتیا عنوان ګڼل کیږي،ددغې کتنې یو دلیل دی .
د خبر لمبر: 3485408   خپرونې تاریخ : 2022/02/12

تهران (ایکنا) – د صهیونیسټي رژيم  ؛اسرائيل هیوم : عبري ژبې ورځپاڼې  نن په واشنګټن کې د له څلورو اسلامی هیوادونو سره چې په سر کې ئې ترکیه ده ، د صهونیسټ رژيم د استازو دغونډې جوړیدا خبر ورکړ
د خبر لمبر: 3485391   خپرونې تاریخ : 2022/02/09