قرآنی خبرونه

IQNA

بچوې
ایکنا- د نیویارک مسلمان ښاروال زهران ممداني اعلان کړی چې  د اسرائیلي رژیم د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د نیویارک ښار د سفر پر مهال د هغه د نیولو قانوني امکان  ارزول کیږی.
د خبر لمبر: 3493058   خپرونې تاریخ : 2026/07/21

ایکنا- د سعودي عربستان د جده ښار په تاریخي سیمې «بحر الایمان: یعني د ایمان سمندر» کې په یوه هال یا تالار کې، چې د «بحر الاحمر: یا سره سمندر» میوزیم برخه ده، د قرآن کریم د سورو د خوشنویسۍ یوه نادره هنري تابلو نندارې ته وړاندې شوې، چې د لیدونکو پراخه توجه ئې ځان ته اړولې ده.
د خبر لمبر: 3493057   خپرونې تاریخ : 2026/07/21

 د مصر داوقافو وزیر!
ایکنا-  د مصر د اوقافو وزیر په دغه هیواد کې د ؛محفل یا حکومت تلاؤت؛ نومې دقرآنی ټيلیویژني سیالیو  د دوهم پړاؤ  د مقدماتي مرحلو  دترسره کیدا په ځاي کې په شتون سره  ووئيل؛ دغه سیالۍ د قرآنی وړتیاؤ او د قاریانو د نوي نسل  د روزنې لپاره  یو ښه فرصت دی.
د خبر لمبر: 3493055   خپرونې تاریخ : 2026/07/21

ایکنا- د ۲۰۲۶نړیوال جام  کې د اسپانیا د فټبال ملی ټیم اتلوالي ، د اسلامی هیوادونو د ولسونو او دغه راز د نړئ د پتمنو  او د فلسطین  او د مظلومانو درستو ملاتړو  له پراخ هرکلی سره مخ شوې ده.
د خبر لمبر: 3493054   خپرونې تاریخ : 2026/07/21

ایکنا -   د فلسطین یو ۱۷ کلن فوټبالر چې تېره اوونۍ په لوېدیځي غاړې کې د صهیونیسټ مېشته ښارګوټواوسیدونکو د برید پر مهال په ډزو ټپي شوی و، د شنبې په ورځ، د چنګاښ په ۲۷مه، د سختو ټپونو له امله شهید شو.
د خبر لمبر: 3493053   خپرونې تاریخ : 2026/07/20

ایکنا- د مصر دیارلس کلنو غبرګو وروڼو، مازن او محمود، د مصر د قرآني ټیلوېژني پروګرام «د محفل تلاوت» په دوهم پړاو کې په ګډون سره د قاضیانو او نندارچیانو پراخه ستاینه ترلاسه کړه.
د خبر لمبر: 3493052   خپرونې تاریخ : 2026/07/20

ایکنا-  د تهران ښار  له قرآن سره د ا نس محفل  د شهید رهبر امام خامنه اي  د درنښت په خاطر  په درست ایران کې  کې د هیواد د قرآنی مرکز په همت سره  له قرآن سره د انس  د زرو محفلونو د یوې برخې په توګه د تهران په  ولی عصر چوک  کې ترسره  شو.
د خبر لمبر: 3493050   خپرونې تاریخ : 2026/07/20

ایکنانیوز - محمدباقر قالیباف د ټولنیز چینل ایکس (X) له لارې په خپل پیغام کې ولیکل:پر سپېڅلي یووالي ټینګار یوازې یوه اخلاقي یا ټولنیزه سپارښتنه نه ده، بلکې د دښمن پر وړاندې د مبارزې په ډګر کې د بریا لپاره یو اړین شرط دی.
د خبر لمبر: 3493049   خپرونې تاریخ : 2026/07/20

ایکنا - د حسینی اربعین د فرهنګي خلاقو صنعتونو موکب» لومړنی ملي پروګرام، د اسلامي انقلاب او سپېڅلې دفاع د ملي میوزیم او یو شمېر فرهنګي، علمي او ټیکنالوژیکو بنسټونو په ګډې ملګرتیا سره، د حسینی اربعین، مقاومت او د موکبونو د چاپېریال اړوند د نوښتګرو نظریو، محصولاتو او ټیکنالوژیو د پېژندنې او ملاتړ په موخه خپل فعالیت پیل کړ.
د خبر لمبر: 3493047   خپرونې تاریخ : 2026/07/19

ایکنا- د ناروې د فوټبال فیډریشن هڅه کوي چې د نړیوالو فوټبال بنسټونو په دننه کې د خپل نفوذ په کارولو سره، د اسرائیلي رژیم د فوټبال فیدریشن د فیفا له غړیتوبه د ځنډولو او د دغه رژیم د لوبډلو د نړیوالو سیالیو څخه د محرومولو کمپاین پر مخ یوسي.
د خبر لمبر: 3493046   خپرونې تاریخ : 2026/07/19

ایکنا- د مصر د دقهلیه ولایت والي د ۲۰۲۶ نړیوال جام کې د مصر د ملي لوبډلې او د «الاهلي» کلب د ستوري امام عاشور د هڅو او بریاوو د درناوي په موخه هغه ته د قرآن کریم یوه نسخه ډالۍ کړه.
د خبر لمبر: 3493044   خپرونې تاریخ : 2026/07/19

د تهران د جمعې   لمونځ !
ایکنا- د تهران د جمعې لمانځه ګډونوالو د روانې اوونۍ د جمعې د لمانځه د خطبو له پیل مخکې، د چنګاښ په ۲۶مه، د «د وینې غچ او انتقام د ژمنې» متن ولوست. هغوی د اسلامي انقلاب له آرمانونو سره د خپلې وفادارۍ د نوي کولو ترڅنګ، د شهیدانو د لارې پر دوام، د ایران د اسلامي جمهوریت د قدرت د ساتنې او د شهیدانو د وینې د غچ اخیستنې پر تعقیب ټینګار وکړ.
د خبر لمبر: 3493042   خپرونې تاریخ : 2026/07/18

ایکنا- د «صاعقه» عملیاتو په  څوارلسم ،پنځلسم او شپاړسم پړاؤنوکې تر څو ساعته مخکې پورې  په اردن ،عمان ،کویت ،بحرین او عربستان کې د امریکا د پوځ ستراتیژیک مرکزونه په نښه شول.
د خبر لمبر: 3493040   خپرونې تاریخ : 2026/07/18

ایکنا- ایکنا- د امریکائي صهیونیسټي  او عربستان د سترې دسیسې په دوام کې دکلابندئ  د ماتولو او د یرغل  پای ته د رسولو لپاره  یمن والو  پراخ لاریونونه وکړل.
د خبر لمبر: 3493039   خپرونې تاریخ : 2026/07/18

سردار محسن رضایی!
ایکنا-  د اسلامی انقلاب  د سپاه پاسداران پخواني قوماندان خبرداری ورکړ چې که امریکا په راتلونکو شپو ورځو کې جنګ دوامداره وساتي، نو ایران به د متقابل ځواب له پړاوه یرغلیز  پړاو ته  وارد شي او اعلان به وکړي چې  هم د مذاکراتو  او  هم د جنګ   د دواړو شرایط پای ته رسېدلي دي.
د خبر لمبر: 3493038   خپرونې تاریخ : 2026/07/18

ایکنا-  د ایران د اسلامی جمهوریت نړیوال قاری قاسم مقدمي د ایران د شهید رهبر د درنښت په دستورو کې چې په سه شنبې مازدیګر  د تهران په امام خمینی عیدګاه یا مصلی شبستان کې ترسره شوې ، د فجر مبارکې سورې  وروستي آیتونه تلاؤت کړل.
د خبر لمبر: 3493037   خپرونې تاریخ : 2026/07/16

د فټبال نړیوال جام؛
ایکنا- د فوټبال د نړیوال جام په سیالیو کې د فلسطین د بیرغونو رپېدل او د بېلابېلو هېوادونو د لوبغاړو او نندارچیانو پراخ ملاتړ د فلسطین د خلکو له حقوقو څخه، دا هیله نوره هم پیاوړې کړې چې د فلسطین آرمان لا هم ژوندی دی او د هغوی د حق غوښتنې غږ نړیوالو ته رسېږي.
د خبر لمبر: 3493036   خپرونې تاریخ : 2026/07/16

د ایکنا د «ظهر دلنشین» د غونډو اویایمه ناسته د قرآن  د خادم، قرآن‌پوه، ژباړن او مفسر آیت‌الله سید مصطفی حسيني دشتي د علمي او قرآني خدمتونو د ستاینې لپاره ځانګړې شوې وه. په دغو مراسمو کې، چې د بوشهر ولایت د نوموړي د شاګردانو، فرهنګي او دیني فعالانو او د هېواد د قرآني چارو د مسئولانو په شتون کې ترسره شول، د هغه د قرآن کریم د نوې ژباړې او تفسیر «انوار»  مخکتنه هم وشوه.
د خبر لمبر: 3493035   خپرونې تاریخ : 2026/07/16

ایکنا- په انډونیشیا کې د D-8 غړو هېوادونو د حلال نندارتون د ګډونوالو شرکتونو ترمینځ د لسګونو قراردادونو او هوکړه‌لیکونو په لاسلیکولو سره خپل کار پای ته ورساوه.
د خبر لمبر: 3493030   خپرونې تاریخ : 2026/07/15

ایکنا - د مصر نامتو قاري او ډاکټر شیخ احمد نعینع د مصر په راډیو کې د قاریانو د ټاکنې د معیارونو په اړه وویل چې د ارزونې په کمېټیو کې هېڅ ډول واسطه، خپلوي‌پالنه او یا توپير نشته، بلکې د منلو یوازینی معیار وړتیا او فني مهارت دی.
د خبر لمبر: 3493029   خپرونې تاریخ : 2026/07/15