ایکنا-د امریکا اوصهیونیسټي رژیم دجنایتونو د محکومیّت او له ایرانه د نړئ دملاتړونو په دوام کې د ترکیې ولس هم په استانبول کې په واټونو کې ستر لاریونونه وکړل.
د خبر لمبر: 3492636 خپرونې تاریخ : 2026/04/05
ایکنا- د خاتم الانبیاء(ص) مرکزی غونډ ویندوي د ایران د بیخ بینائيو د ورانولو په باب د ټرمپ په دوامدارو ګواښونو ځواب کې روښانه کړه،که دغه ګواښونه عملی شی، نو د ایران د اسلامی جمهوریت قدرتمن وسلوال ځواکونه به په سیمې و نیواکي ټاتوبو کې د سونګو، انرژئ، اقتصادي مرکزونونه، په کوربه هیوادونو او د امریکا په نورو همتړونه هیوادونو کې د دوی د پانګونې لاپراخې او مهمې بخرې په کوتلو او لاسختو حملو سره په نښه او تباه کړي.
د خبر لمبر: 3492630 خپرونې تاریخ : 2026/04/03
ایکنا - په ملګروملتو کې دایران د اسلامی جمهوریتسفیر سعیدایراواني د ملګروملتو سرمنشي او د امنیت شورا پړاویز مشر ته په جلا جلا لیکونو کې دایران د اصفهان او خوزستان د فولادو پرتاسیساتو د امریکا او صهیونیسټي رژيم د حملو د جنایتونه او دغه رازپه ایران د حملو لپاره ترهه ګرې امریکا او وحشي صهیونیسټي رژيم ته د خپلې خاورې او فضا په اختیار کې د ورکولو پ دلیل د کویت،عربستان،اماراتواو قطر د حکومتونو اقدام په باب راپور وړاندې کړ او په دې اړه ئې رسمي شکایت وکړ.
د خبر لمبر: 3492624 خپرونې تاریخ : 2026/03/31
ایکنا – د یمن په صنعا کې یوې پوځي سرچینې وویل چې د انصارالله غورځنګ مبارزانو به هېڅ یوې امریکائي جنګي بېړۍ او الوتکهوړونکې بېړۍ ته اجازت ورنه کړي چې سره سمندر او عربي سمندر ته نږدې شي، ځکه دا بېړۍ د یمن لپاره ګواښ بلل کېږي.
د خبر لمبر: 3492376 خپرونې تاریخ : 2026/01/29
ایکنا - د ایران ډیپلماټیک او فوځي چارواکو د امریکا د ګواښونو په وړاندې د خبرداری په ورکولو سره، د مخنیوونکې تیارسئ او د دښمن د خوځښتونو د څار په ضرورت ټینګار کړي دي.
د خبر لمبر: 3492369 خپرونې تاریخ : 2026/01/27
ایکنا - د فلسطین په چارو کې د ملګرو ملتو ځانګړې راپور ورکوونکې د اسرائیلي رژیم د غړیتوب د ځنډولو او پر هغو د نړیوالو بندیزونو غوښتنه وکړه.
د خبر لمبر: 3492355 خپرونې تاریخ : 2026/01/25
ایکنا- د اسلامی انقلاب د سپاه پاسداران عمومی قوماندان په یوه پیغام کې روښانه کړه، سپاه پاسداران د درستو قواؤ د لوي قوماندان معظم لارښود د فرمانونو دعملي کولو لپاره ګوته په ټریګر دي
د خبر لمبر: 3492347 خپرونې تاریخ : 2026/01/22
ایکنا- د ایران په اسلامی جمهوریت پاک وطن کښې په وروستیو ترهګرو پیښو کښې له ۳۱۱۷ وژل شوو کسانو څخه د عامو خلکو او د امنیت دساتونکو پشمول دشهیدانو شمیر دوه زره څلور سوه اوه ویشت تنه اعلان شو.
د خبر لمبر: 3492343 خپرونې تاریخ : 2026/01/22
ایکنا - یو عرب لیکوال او سیاسي شنونکی وایي چې د ایران اسلامي جمهوریت د خپل فعال سیمهییز رول، پوځي وړتیاوو او ائیډیالوژیک نفوذ له امله، په لوېدیځي اسیا کې د امریکا او صهیونیسټي رژیم د پراختیا غوښتونکو او واکمنۍ غوښتونکو طرحو پر وړاندې تر ټولو مهم خنډ بلل کېږي.
د خبر لمبر: 3492340 خپرونې تاریخ : 2026/01/21
ایکنا - د عراق د بهرنیو چارو وزیر، د سید عباس عراقچي سره په لیدنې کې، د ګډو ملګرتیاؤ د پراختیا او د سیمې د ثبات د پیاوړتیا پر اهمیت ټینګار وکړ.
د خبر لمبر: 3492327 خپرونې تاریخ : 2026/01/18
ایکنا - یوه اروپائي شنونکي او تکړه لیکوال سټانیسلاو باچف اعتراف کړی چې متحده ایالات سوکه سوکه د ټولنیزې دړې وړې کیدا له ستونزې سره مخ دی.
د خبر لمبر: 3492326 خپرونې تاریخ : 2026/01/18
ایکنا- په ملګرو ملتو پورې تړلې د فلسطیني کډوالو د مرستو او کارکسب موندنې ادارې (آنروا) په غزې تړانګې کې د فلسطینيو بېځایه شوو خلکو لپاره د څښاک د اوبو د سخت بحران په اړه خبرداری ورکړی دی.
د خبر لمبر: 3492325 خپرونې تاریخ : 2026/01/18
ایکنا -د ایران یوې اطلاعاتي ادارې وئيلي دي ، د امریکا او اسرائیلو له استخباراتي ادارو سره تړلې، یوه مهمه او په لوړه سویه روزل شوي ایجنټه ئې نیولې ده.
د خبر لمبر: 3492324 خپرونې تاریخ : 2026/01/18
ایکنا – د سياېناېن خبری چینل د یوې نوې نظرپوښتنې پایلې ښئي چې ډېری امریکایان د کرغیړن ټرمپ د حکومت لومړی کال ناکام بولي.
د خبر لمبر: 3492323 خپرونې تاریخ : 2026/01/18
ایکنا – د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ف څانګې د مشر پشمول ددغه هیواد زیاتره سیاستوالانو، د ایران پر ضد د امریکا او اسراییلو ګواښونه وغندل او د اسلامي نړۍ له لوري ئې د اسلامي جمهوریت ایران د ملاتړ پر اړتیا ټینګار وکړ.
د خبر لمبر: 3492315 خپرونې تاریخ : 2026/01/14
د اسلامي جهاد غورځنګ:
ایکنا - د فلسطین د اسلامي جهاد غورځنګ د عمومي منشي مرستیال ټینګار وکړ چې مقاومت د فلسطین د ملت نه بېلېدونکې برخه ده او هېڅوک دا له منځه نشي وړلی.
د خبر لمبر: 3492311 خپرونې تاریخ : 2026/01/14
ایکنا - د لبنان د حزب الله ولسی مبارز غورځنګ عمومی منشي په یولړڅرګندونو کې ووئيل،صهیونیسټي دښمن به په لبنان کې له دغه ملی او مقاومت پیوستون سره هیڅکله د خپلو تیریو په دوام سره خپلو سپیرو موخو ته ونه رسیږي.
د خبر لمبر: 3492290 خپرونې تاریخ : 2026/01/10
ایکنا د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر د زړونو د سردار شهید جنرال قاسم سلیمانی د شهادت د کلیزې په مراسمو کې ټینګار وکړ چې د هغه د لارې دوام زمونږ د ټولو ملي او دیني دنده ده.ځکه هغه نه یوازې د ایران بلکې ددرستې نړئ د مظلومانو ملاتړی او د هغوی دحق غوښتونکی ؤ.
د خبر لمبر: 3492255 خپرونې تاریخ : 2026/01/02
ایکنا- د لبنان د حزبالله عمومي منشي د مقاومت د وسلوپر مځکه کیښودل یوه بشپړه «اسرائیلي ـ امریکائي» پروژه وبلله او وې ویل، هر ډول هغه هڅه چې د صهیونیسټي رژیم د پرلهپسې یرغلونو پر مهال وسلې انحصاري کړي، د دې لامل کېږي چې د لبنان د جنوب ځینې سیمې په نیواک کې پاتې شي.
د خبر لمبر: 3492235 خپرونې تاریخ : 2025/12/29
ایکنا - د یمن په میلیونونو خلکو پرون د جمعې ورځې ددغه هیواد د صنعا پشمول په نورو لسګونو ښارونو کې د «قرآن کریم او فلسطین د ملاتړ لپاره بسیج او چمتووالی» په عنوان سره لاریونونه وکړل. دوي د قرآن کریم نسخې له ځان سره پورته کړې وې او د اعتراضي شعارونو په ویلو سره ئې د قرآن کریم او د مظلوم فلسطیني ولس ملاتړ اعلان کړ.
د خبر لمبر: 3492189 خپرونې تاریخ : 2025/12/20