iqna

IQNA

بچوې
یهود په قرآن کریم کې
 په تورات کې له مرګه وروسته د ژوند تصوّر(یعنی پنځه کتابونه؛ زیږون،خروج،لیویټیکس،شمیرن او ډیو ټرونومي) مبهم دی او  له معاد  او قیامت سره اړونده مفکورې لپاره هیڅ داسې ټکی او کلمه نشته.
د خبر لمبر: 3489418    خپرونې تاریخ : 2024/06/23

ایکنا – د عربستان د حرمین شریفیّن په چارو د غور ادارې  په مسجد النبی کې په اوړي  کې  د  قرآن کریم د زده کړې د پړاؤ د ترسره کولو خبر ورکړی دی.
د خبر لمبر: 3489413    خپرونې تاریخ : 2024/06/22

ایکنا – د نړۍ د ۸۸ هیوادونو څه دپاسه درې زره ښځو اوسړیو حاجیانو  سږکال د حج په دوران کې د عربستان د  ملک  فهد  په نامې سره د قرآن کریم د چاپ او نشر ځانګړی کمپلیکس ولید.
د خبر لمبر: 3489412    خپرونې تاریخ : 2024/06/22

ایکنا – د ایران د نړیوال قاری حامد علیزاده په زړه پورې غږ سره د زمر سورې له ۷۳آیته تر ۷۵ ايت پورې  او هم د غافر سورې له ۱ تر ۳آیت پورې او دغه راز د انسان سورې  له ۱ تر ۱۳ آیتونو پورې  او د کوثر سورې د آیتونو غږیز تلاؤت چې  په رضوی مقدس حرم کې اجرا شوی دی ، په ټولنیزو چینلونو کې ئې ډير انعکاس درلودلی دی.
د خبر لمبر: 3489411    خپرونې تاریخ : 2024/06/22

ایکنا – حضرت امام جعفر صادق علیه السلام مکې ته په بیرته ستنیدا کې حاجیانو ته سپارښتنه کوي؛ کله غواړئ د خدای له کوره ګیرچآپيره طواف او زیارت وکړئ، نو باید نیّت وکړئ چې خدایه! زه یوازې ددغې دروازې اودیوال  طواف نه کوم؛ زه ددغه کور په مالک پسې یم::
د خبر لمبر: 3489410    خپرونې تاریخ : 2024/06/20

ایکنا - د نړۍ د کاتولیکانو رهبر پاپ فرانسیس په ستمبر میاشت کې  انډونیشیا ته په سفر کې ددینو ترمینځ په یوې ناستې  کې ګډون کوي او  ددغه هیواد یو ترټولو لوي جومات هم ګوري.
د خبر لمبر: 3489409    خپرونې تاریخ : 2024/06/20

ایکنا – د وحي ټاټوبي ته د ایران د لیږل شوي  د نور کاروان  یوه غړی قاري  دې ته په اشارې سره چې  د مسلمانانو د ترټولو لوئې اجتماع په توګه  حج  چې  په هغه کې د مختلفو هیوادونو  په لکونو استازي موجود دي،شمیرل کیږي، ووئيل،  د نور قرآني کاروان  د نورو ملتونو مسلمانانو ته د ایرانیو قاریانو د توانمنیو  په ښودلو پسې دي.
د خبر لمبر: 3489406    خپرونې تاریخ : 2024/06/20

ایکنا – د عربستان د اسلامی چارو د وزارت چارواکو وئیلي دي، هغو حاجیانو ته به چې د مدینې له هوائي ډګرونو څخه دحج له ادا کولو ورسته خپلو  هیوادونو ته ځي، ۹۰۰ قرآنی نسخې  ورته ډالۍ شي.
د خبر لمبر: 3489403    خپرونې تاریخ : 2024/06/19

بهشتي نغمې
ایکنا – د قرآڼ نړیوال خبری آژآنس (ایکنا) د ؛بهشتي نغمې ؛ نومې ټولګې چې د اسلامی نړۍ   په نامې  سره د قاریانو د تل پاتې او غوره تلاؤتونو  ټولګه ده ، تولید او خپره کړې ده .
د خبر لمبر: 3489398    خپرونې تاریخ : 2024/06/18

ایکنا – د تالیلینډ په ناراتیوات کې د قرآن د زده کړې د مرکرز او داسلامی کلتوری میراث میوزیم، د قرآن کریم د کم موندونکو خطي نسخو یوه ټولګه  نندارې ته وړاندې کړې ده.
د خبر لمبر: 3489395    خپرونې تاریخ : 2024/06/18

ایکنا – د ترکیې هیواد دقرآڼ په نړیوالو سیالیو کې به دایران  دوه نمایندګان میلاد عاشقي اوسید پارسا انګشتان ګډون وکړي.
د خبر لمبر: 3489394    خپرونې تاریخ : 2024/06/18

ایکنا – په متاتیح الجنان کتابت کې د عرفې د ورځې او شپې لپاره  یو ل اداب او اعمال ذکر شوي دی چې په هغو عمل کول مونږ سره  ددغې لوئې  او مبارکې ورځې  له برکتونو  په لازیات ترلاسه کولو کې مرسته کولی شي.
د خبر لمبر: 3489388    خپرونې تاریخ : 2024/06/16

ایکنا – په غزې تړانګې کې  د یوه روغتون په وړاندې د دوو فلسطینیو غبرګو وروڼو له خوا د قرآن کریم د تلاؤت ویډیو  په ټولنیزو چینلونو کې له ډير هرکلي سره مخ شوې ده.
د خبر لمبر: 3489387    خپرونې تاریخ : 2024/06/16

ایکنا – د قزاقستان د کلتور او اطلاعاتو وزارت په یوې اعلامیې کې وئيلي دي،د یونسکو د نړیوال میراث په لیسټ کې د قزاقستان د مانګیستاؤ مځکې لاندې جوماتونو  د ورځای کولو لپاره د مستنداتو برابرول پیل شوي دي.
د خبر لمبر: 3489386    خپرونې تاریخ : 2024/06/16

ایکنا – د حماس غورځنګ د قسام پوځی کنډکونو ویندوي د خدای د کور له حاجیانو وغوښتل څو په مقدسو ځایونو کې پخپلو خالصانه  دعاګانو کې  او د حج د مناسکو د ترسره کولو په وخت دې په غزې او فلسطین کې خپل خوئيندې وروڼه هم  یاد کړئ.  
د خبر لمبر: 3489385    خپرونې تاریخ : 2024/06/16

د حاجیانو په نامه د مسلمانانو د ولی امرپيغام
 ایکنا - د اسلامی انقلاب معظم لارښود او د مسلمانانو ولی امر  امام خامنه اي  د حج د ولولناک او لوي کانګرس په مناسبت  پخپل پیغام کې د انساني  ځوا ک پراختیا او د اسلام معنوي  عامل قوت د حج د فریضې  دوه اړخونه وبلل او  د غزې بوږنونکو غمیزو ته په اشارې سره ئې  چې په اوسمهال کې ساری  نه لري، ټینګار وکړ، له صهیونیسټ رژيم او دهغو له ملاتړو په تیره بیا امریکا  څخه برائت  سږکال باید د حج له میقات او موسم څخه لا ورآخوا په مسلمان میشته هیوادونو او ښارونو او په درستې نړۍ کې دوام ومومي او باید  دخلکو درستو پرګنو ته نفوذ وکړي.
د خبر لمبر: 3489382    خپرونې تاریخ : 2024/06/15

ایکنا – د خانه کعبي پرَده  د تور حریر یا وریښمو یوټوکر دی چې د قرآن کریم آیتونه په طلائي تار سره لیکل شوي  او هرکال د حج په دستورو کې د عرفې   ورځې په سهار بدلیږي.
د خبر لمبر: 3489381    خپرونې تاریخ : 2024/06/15

ایکنا- قرآن شریف مونږ ته وایي چي ابلیس کبر وکړ او په حضرت آدم باندې د سجدې په مساله کې د متعال خدای له امر څخه سرغړونه وکړ او له الهي دربار نه وشړل شو، متعال خدای د خپل عدل او حکمت له مخکې د هغه د بقا او دوام له غوښتنې سره موافقه وکړه.
د خبر لمبر: 3489378    خپرونې تاریخ : 2024/06/13

ایکنا – د مصر د قاهرې اسرةالاسلام جومات  به د شبان نیک پادری کلیسا سره یو ځاي  د جمعې په ورځې  د سولې د ټینګیدا لپاره د دعا په موخې سره ګډ دعاییه  دستورې ترسره کړي.
د خبر لمبر: 3489377    خپرونې تاریخ : 2024/06/13

په قرآن کې د حج فلسفه/۳
ایکنا -  یوه بل ته لاسونه ورکوي او په زړونو کې د یوه اخلاقي انقلاب زمینه برابروي، د انسان  د ژوند یوډول یوه نه بیانونکي پاڼه را اړوي  او  دهغه په ژوند کې یوه نوي پاڼه پيلیږي.
د خبر لمبر: 3489374    خپرونې تاریخ : 2024/06/13