ایکنا- د نیویارک مسلمان ښاروال زهران ممداني اعلان کړی چې د اسرائیلي رژیم د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د نیویارک ښار د سفر پر مهال د هغه د نیولو قانوني امکان ارزول کیږی.
د خبر لمبر: 3493058 خپرونې تاریخ : 2026/07/21
ایکنا- د ۲۰۲۶نړیوال جام کې د اسپانیا د فټبال ملی ټیم اتلوالي ، د اسلامی هیوادونو د ولسونو او دغه راز د نړئ د پتمنو او د فلسطین او د مظلومانو درستو ملاتړو له پراخ هرکلی سره مخ شوې ده.
د خبر لمبر: 3493054 خپرونې تاریخ : 2026/07/21
ایکنا - د فلسطین یو ۱۷ کلن فوټبالر چې تېره اوونۍ په لوېدیځي غاړې کې د صهیونیسټ مېشته ښارګوټواوسیدونکو د برید پر مهال په ډزو ټپي شوی و، د شنبې په ورځ، د چنګاښ په ۲۷مه، د سختو ټپونو له امله شهید شو.
د خبر لمبر: 3493053 خپرونې تاریخ : 2026/07/20
ایکنا- د ایران د اسلامی جمهوریت یوه تکړه او مشهور قاری احمد ابوالقاسمي د اسلامی انقلاب د شهید رهبر د یاد په دستورو کې چې د رضوی مقدس حرم په کوربتوب سره ترسره شوې ، د فاتحې سورې او دغه راز د نساء سورې له ۶۴ آیته تر ۷۱ پورې د آیتونو په زړه پورې تلاؤت وکړ.
د خبر لمبر: 3493051 خپرونې تاریخ : 2026/07/20
ایکنا- د تهران ښار له قرآن سره د ا نس محفل د شهید رهبر امام خامنه اي د درنښت په خاطر په درست ایران کې کې د هیواد د قرآنی مرکز په همت سره له قرآن سره د انس د زرو محفلونو د یوې برخې په توګه د تهران په ولی عصر چوک کې ترسره شو.
د خبر لمبر: 3493050 خپرونې تاریخ : 2026/07/20
ایکنانیوز - محمدباقر قالیباف د ټولنیز چینل ایکس (X) له لارې په خپل پیغام کې ولیکل:پر سپېڅلي یووالي ټینګار یوازې یوه اخلاقي یا ټولنیزه سپارښتنه نه ده، بلکې د دښمن پر وړاندې د مبارزې په ډګر کې د بریا لپاره یو اړین شرط دی.
د خبر لمبر: 3493049 خپرونې تاریخ : 2026/07/20
ایکنا- د ناروې د فوټبال فیډریشن هڅه کوي چې د نړیوالو فوټبال بنسټونو په دننه کې د خپل نفوذ په کارولو سره، د اسرائیلي رژیم د فوټبال فیدریشن د فیفا له غړیتوبه د ځنډولو او د دغه رژیم د لوبډلو د نړیوالو سیالیو څخه د محرومولو کمپاین پر مخ یوسي.
د خبر لمبر: 3493046 خپرونې تاریخ : 2026/07/19
د یمن یو قاري وائي:
ایکنا - د یمن د قرآن کریم نړیوالو سیالیو قاري او داور محمد حسن علي الکباري ویلي، هر څوک چې د ایران د اسلامي انقلاب د شهید رهبر، حضرت آیتالله سید علي خامنهای د درسونو او ویناوو غوره برخې په غور ولولي، نو دا به درک کړي چې هغه خپل ټول ژوند د قرآن کریم په غېږې کې تېر کړی و.
د خبر لمبر: 3493043 خپرونې تاریخ : 2026/07/19
د تهران د جمعې لمونځ !
ایکنا- د تهران د جمعې لمانځه ګډونوالو د روانې اوونۍ د جمعې د لمانځه د خطبو له پیل مخکې، د چنګاښ په ۲۶مه، د «د وینې غچ او انتقام د ژمنې» متن ولوست. هغوی د اسلامي انقلاب له آرمانونو سره د خپلې وفادارۍ د نوي کولو ترڅنګ، د شهیدانو د لارې پر دوام، د ایران د اسلامي جمهوریت د قدرت د ساتنې او د شهیدانو د وینې د غچ اخیستنې پر تعقیب ټینګار وکړ.
د خبر لمبر: 3493042 خپرونې تاریخ : 2026/07/18
ایکنا- د «صاعقه» عملیاتو په څوارلسم ،پنځلسم او شپاړسم پړاؤنوکې تر څو ساعته مخکې پورې په اردن ،عمان ،کویت ،بحرین او عربستان کې د امریکا د پوځ ستراتیژیک مرکزونه په نښه شول.
د خبر لمبر: 3493040 خپرونې تاریخ : 2026/07/18
ایکنا- ایکنا- د امریکائي صهیونیسټي او عربستان د سترې دسیسې په دوام کې دکلابندئ د ماتولو او د یرغل پای ته د رسولو لپاره یمن والو پراخ لاریونونه وکړل.
د خبر لمبر: 3493039 خپرونې تاریخ : 2026/07/18
سردار محسن رضایی!
ایکنا- د اسلامی انقلاب د سپاه پاسداران پخواني قوماندان خبرداری ورکړ چې که امریکا په راتلونکو شپو ورځو کې جنګ دوامداره وساتي، نو ایران به د متقابل ځواب له پړاوه یرغلیز پړاو ته وارد شي او اعلان به وکړي چې هم د مذاکراتو او هم د جنګ د دواړو شرایط پای ته رسېدلي دي.
د خبر لمبر: 3493038 خپرونې تاریخ : 2026/07/18
ایکنا- د ایران د اسلامی جمهوریت نړیوال قاری قاسم مقدمي د ایران د شهید رهبر د درنښت په دستورو کې چې په سه شنبې مازدیګر د تهران په امام خمینی عیدګاه یا مصلی شبستان کې ترسره شوې ، د فجر مبارکې سورې وروستي آیتونه تلاؤت کړل.
د خبر لمبر: 3493037 خپرونې تاریخ : 2026/07/16
ایکنا- د ایران د اسلامي فرهنګ او ارتباطاتو ادارې د اربعین د پیغام د نړیوالولو او د شهید رهبر د آرمانونو د ځلولو په موخه، چې د روان کال د حسینی اربعین لومړنی زائر بلل شوی، د «اربعین نړیوالې جایزې» دولسم پړاو جوړوي.
د خبر لمبر: 3493022 خپرونې تاریخ : 2026/07/14
ایکنا- جمیل مقداد، یو ۷۱ کلن فلسطینی بوډا دی چې په غزې کې د جنګ د کنډوالو په مینځ کې ئېد قرآن کریم د ترمیم کار ته مخه کړې ده. هره نسخه چې هغه ئې بېرته رغوي، د هغې جګړې پر وړاندې یوه کوچنۍ بریا ده چې پهغزې تړانګې کې یې د ژوند ټول اړخونه اغېزمن کړي دي.
د خبر لمبر: 3493017 خپرونې تاریخ : 2026/07/13
ایکنا- محمد باقر قالیباف د امریکا د کرغیړن ولسمشر ټرمپ له دړکو ډکو څرګندونو په ځواب کې پخپل دغه وروستي ټویټ کې لیکلي دي،که کومه تیرتونه وکړئ او یرغل وکړئ ،نو پوهه شئ چې ډیر دروند ګوزار به وخورئ او تیر ګوزارونه به مو هیر شي. چټي پښې لاسونه مه خوځوئ چې لا به په دغو خټو کې ګیر شئ
د خبر لمبر: 3493009 خپرونې تاریخ : 2026/07/09
ایکنا- پارس ټوډې- د عراق د ستر دیني مرجع استازي، د اسلامي امت د شهید امام خامنه اي پر مبارک جسد د حضرت امام حسین (ع) په سپېڅلي حرم کې د جنازې لمونځ ادا کړ.
د خبر لمبر: 3493008 خپرونې تاریخ : 2026/07/09
ایکنا- د یمن د انصارا... ولسی غورځنګ د سیاسي دفتر غړي د معظم رهبر امام خامنه اي د شهادت د عاشورا له پېښې سره په پرتله کولو سره وویل؛ لکه څنګه چې امام حسین(ع) د خپل شهادت له لارې هغو لاسته راوړنو ته ورسېد چې د ژوند په مهال ئې د تحقق امکان نه ؤ، د اسلامی انقلاب د معظم رهبر شهادت هم د مقاومت جبهه لا پیاوړې کړه او د ایران د ملت یووالی ئې نور هم ټینګ کړ.
د خبر لمبر: 3493006 خپرونې تاریخ : 2026/07/08
ایکنا- د تهران د امام خمیني مصلی یا عیدګاه، د هغو زړونو زیږنځای شو چې د ایران له شهید رهبر سره د الوداع لپاره سره غو نډ شوي وو، بوډاګان، ځوانان، ښځې او ماشومان د هیواد له ګوټ ګوټه مصلی ته رارسیدلي څو په اوښکو تویونکو سترګ او له غمجنو زړونو سره له هغه پلار سره چې ترکلونو پورې ددغه ملت تکیه ګاه ؤ ، خداي په آماني او ورسره د زړه خوله وکړي.
د خبر لمبر: 3492999 خپرونې تاریخ : 2026/07/07
د آیت الله جوادآملی په امامت!
ایکنا- د اسلامی انقلاب د شهید رهبر امام خمیني او دهغه د کورنئ د شهیدانو د جنازې لمونځ نن سهار په جمکران جومات کې د آیت الله العظمی جوادي آملي په امامت او میلیونونو ویرجنو مینه والو په شتون سره ادا شو.
د خبر لمبر: 3492998 خپرونې تاریخ : 2026/07/07