اسلامی هیوادونه - پاڼه 12

IQNA

بچوې
 ایکنا – د اسلامی ملګرتیا موسیسې  د یوې سختې لهجې اعلامیې په خپرولو سره ، د قطر په پلازمینې دوحې باندې د صهیونیسټي رژيم  د حملې په محکومولو سره ټينګار کړی دی، دغه حمله د سیمې  امنیت او ثبات ګواښي.
د خبر لمبر: 3491691    خپرونې تاریخ : 2025/09/11

ایکنا- د تهران د  مشرانو په کنفرانس هال کې د اسلامی وحدت د نهه دیرشم نړیوال کنفرانس پرانیستونکی دستورې  پرون د  وږي یا سنبلې د میاشتې په اولسمه نیټه ترسره شوې  چې له مختلفو هیوادونو څخه د متفکرانو،دیني عالمانو او غوره شخصیّتونو پکې ګډون وکړ او ددغه کنفرانس په پرانیستونکو دستورو کې د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ډاکټر مسعود پزشکیان هم شتون درلود.
د خبر لمبر: 3491682    خپرونې تاریخ : 2025/09/09

پارس‌ټوډي - د اسلامي انقلاب ستر لارښود صهيونيستي  وحشي رژیم د نړۍ تر ټولو منزوي او کرکجن رژیم بللی دی.
د خبر لمبر: 3491673    خپرونې تاریخ : 2025/09/08

ایکنا - د ایران د کردستان ولایت د بانه د اهل سنتو ټولنې د جمعې د لمانځه امام په ایران کې د مسلمانانو د یووالي، په تیره بیا د شیعه او سني یووالي پر اړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل: اسلامي یووالي نه یوازې یو مذهبي اصل دی، بلکې د دښمنانو له دسیسو سره د مقابلې او د اسلامي ملت د ګټو د ساتنې لپاره هم یوه لاره ده.
د خبر لمبر: 3491667    خپرونې تاریخ : 2025/09/07

ایکنا – د اسلامی وحدت  د نهه دیرشم نړیوال کنفرانس  په اړه خبری ناسته  د  اسلامی مذهبونو د نزدیکت د نړیوالې  ټولنط  د عمومی منشي  حجةالاسلام حمید شهریاری په خبرو سره  د اسلامی مذهبونو په پوهنتون کې ترسره شو.
د خبر لمبر: 3491666    خپرونې تاریخ : 2025/09/07

ایکنا - د نبی اکرم حضرت محمد(ص) د نیکمرغه زوکړې د شپو ورځو ځانګړي جشنونه د مصر د چارواکو او اوسېدونکو په پراخ ګډون سره د قاهرې په امام حسین (ع) جومات کې ترسره شول.
د خبر لمبر: 3491663    خپرونې تاریخ : 2025/09/07

ایکنا -  محمدحسین بهزادفر د د ټول قران کریم په حفظ  او مصطفی قاسمي د قرائت تحقیق په برخې کې د ایران د استازو په توګه د مسلمانو محصلینو د قرآن کریم د اوومې نړیوال سیالۍ لپاره معرفي شول.
د خبر لمبر: 3491662    خپرونې تاریخ : 2025/09/07

ایکنا - د ایران د اسلامي جمهوریت ارواښاد بنسټګر امام خمیني (ره) باور درلود چې که مسلمانان سره متحد شي،مږ  هېڅ زبرځواک به د دې توان ونه لري چې پرې یرغل وکړي.
د خبر لمبر: 3491661    خپرونې تاریخ : 2025/09/07

ایکنا - د فلسطینيو کډوالو لپاره د ملګرو ملتو د مرستې او کارموندنې ادارې (آنروا)پخپل یوه وروستي راپور کې  ویلي، د غزې خلک، چې د اسرائیلوله بې  آمانه بریدونو سره لاس او ګریوان دي،له لومړنیو اړتیاوو بې‌برخې دي او د سرپناه، تخت، کمبلو او خیمو سمدستي اړتیا ته ضرورت لري.
د خبر لمبر: 3491658    خپرونې تاریخ : 2025/09/06

ایکنا – د ایران په سویل‌ختیځ کې په سیستان او بلوچستان کې د ولي فقیه استازي وویل، د اهل سنت اواهل تشیع ترمینځ پراخه ملګرتیا د دوامدار تعامل پایله ده او د اسلامي تمدن بیاژوندي کول،د ټولو مسلمانانوترمینځ له  تعامل پرته ممکن نه دي.
د خبر لمبر: 3491657    خپرونې تاریخ : 2025/09/06

ایکنا - د افغانستان په هرات ښار کې، د هرات پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځي محصلینو د رسول ا... (ص) د میلاد او د وحدت اوونۍ په مناسبت خپل آثار د « چهل حدیث» نومې د خوشخطۍ په نندارتون کې نندارې ته وړاندې کړل.
د خبر لمبر: 3491656    خپرونې تاریخ : 2025/09/06

پارس  ټوډې - د بریکس ډلې د لسو مسلمانو غړو هیوادونو  ددیني مشرانو دویمه غونډه او د معنوي ورېښمو لارې شپږم  نړیوال کنفرانس  د  ستمیر په ۴ او ۵) په ریو دو ژانیرو ښار کې روانه ده. 
د خبر لمبر: 3491655    خپرونې تاریخ : 2025/09/06

ایکنا – د عراق د سامرا عسکریه مقدس عتبه د حضرت امام حسن عسکری علیه السلام د شهادت د کلیزې په دستورو کې د څلور میلیون حسینی عزادارو د ګډون خبر ورکړ.
د خبر لمبر: 3491636    خپرونې تاریخ : 2025/09/02

حجت‌الاسلام حسیني‌نیشابوري  
ایکنا – د ایران د اسلامی جمهوریت د اسلامي کلتور او  ارتباطاتو د ادارې د قرآني ډیپلماسۍ د مرکز  مشر وویل: د یوه منظم جوړښت اړتیا شته  څو د هیواد ټول قرآني ظرفیتونه او مرکزونه د  اسلامي نړئ لپاره ښې او خوښې  پایلې وړاندې کړي. همدارنګه، د اسلامي نړۍ یوه ستونزه دا ده چې دښمنان د تفرقې اچوونکو عواملو په مرسته د اسلامي نړۍ انرژي ناسم لوري ته بیائي. نو، د قرآن کریم د مفاهیمو پر اساس مونږ دا دسیسې شنډولی او دا لوړ ظرفیت د  یوه نړیوال قرآني پارلمان په بڼه تنظیمولی شو.
د خبر لمبر: 3491629    خپرونې تاریخ : 2025/09/01

ایکنا -که څه هم د واټيکان کتابتون یو عیسوي کتابتون دی،خو اسلامي میراث پکې ځانګړی مقام لري. په دې میراث کې، د قرآن کریم ډیرې خطي نسخې په دغه کتابتون کې ساتل کېږي.
د خبر لمبر: 3491625    خپرونې تاریخ : 2025/08/31

ایکنا - د آیت الله علي رضا اعرافي او آیت الله احمد مبلغي  ملایشیا ته سفر موخه د علمي، کلتوري او دیني غونډو کې ګډون او د ایران او ملایشیا ترمینځ د پخوانیو معرفتي او دیني اړیکو پیاوړي کول او د اسلامي نړۍ د یووالي او مظلومانو د ملاتړ په برخې کې د ایران د اسلامي جمهوریت د رول روښانه کول وو.
د خبر لمبر: 3491624    خپرونې تاریخ : 2025/08/31

ایکنا – د کرویشیا ولسمشر د فلسطین د په رسمیّت پيژڼدلو لپاره د پارلیماني بهیر د پیلیدا غوښته کړې او وئيلي ئې دي ،پخپل ټاټوبی  د فلسطین د ولس د حاکمیّت د حق  پيژندل  په مینځني ختیځ کې د تل پاتې سولې د ټينګیدا یوازینۍ لاره ده.
د خبر لمبر: 3491619    خپرونې تاریخ : 2025/08/30

له خداي بخښلي علامه بحرالعلوم سره شوی مرکه
ایکنا - د نجف اشرف د حوزې  خدای بخښلی استاد علامه سیدمحمدعلی بحرالعلوم، چې  وړمه ورځ  په نجف اشرف کې خاورو ته وسپارل شو، په ۱۴۰۱ کال کې  له ایکنانیوز  سره په یوې مرکې کې ویلي وو: هغه څه چې نن سبا  ورته اړتیا لرو، د اسلامي مذهبونو  ترمینځ د سوله‌ییزې ګډ ژوند رامنځته کول دي. هر مذهب خپل ځانګړي فقهي، کلامي او شرعي احکام لري اونزدیکت، لکه څنګه چې ځینې فکر کوي، ممکن نه دی، بلکې باید د مذهبونو ترمینځ سوله‌ییزه ګډ ژوند رامینځته شي.
د خبر لمبر: 3491615    خپرونې تاریخ : 2025/08/28

ایکنا - د الازهر پوهنتون د  الازهر د شیخ احمد الطیب، تر څارنې  لاندې، د حافظانو لخوا په یوه ورځ کې د قران ختم ؛ نوښت اجرا کوي.
د خبر لمبر: 3491604    خپرونې تاریخ : 2025/08/26

ایکنا - د تشیعّ د  تاریخ څیړونکي د رسول اکرم (ص) د وفات د ورځې او د صفرې د میاشتې د وروستیو شپو ورځو په مناسبت ایکنانیوز  ته په یوه یاددښت کې لیکلي: د هغه وصیتونه د اهل بیت (ع)، قران کریم او د امت د یووالي د ساتلو په اړه، د هغه  ژور لید ښودنه کوي چې هدف ئې  د یوې متحده او عادلانه ټولنې رامینځته کول وو.
د خبر لمبر: 3491598    خپرونې تاریخ : 2025/08/26