اسلامی هیوادونه - پاڼه 23

IQNA

بچوې
ایکنا-(تهران)د پاکستان خارجه  وزیر بلاؤل بهټو زرداري پرون ناوخته په اسلام اباد کې د ایران له سفیر سید محمد علی حسیني سره  دخداي په آمانۍپه اړه په کتنې کې  چې په دغه هیواد کې ئې ماموریت پاي ته رسیدلی،د  ایران او عربستان د ډيپلوماټيکو اړیکو بیرته پیلیدا ډیره  مهمه  چاره  او  یو سټراټژيک اقدام وبالۀ.
د خبر لمبر: 3487172    خپرونې تاریخ : 2023/04/12

ایکنا-(تهران) د پاکستان ولسمشر عارف علوي په نیواکي فلسطین(اسرائیلو)  کښې د حالاتو خرابیدل او په الاقصی جومات کښې په لمونځ ګزارو باندې بریدونه هم د نړۍ د مسلمانانو د اندیښنې او د غم سبب وبلل او په نړۍ کښې د مسلمانانو پرضد د توپیر او په هند براعظمګي کښې د مسلمانانو د ځپلو او د هغوې د حالت په هکله یې هم اندیښنه څرګنده کړه.
د خبر لمبر: 3487168    خپرونې تاریخ : 2023/04/11

ایکنا-(تهران)د تهران د قرآن په نندارتون کې ګډون کونکي د تایلینډ مبلغ  ووئيل، د ایران د قرآڼ نندارتون په جذابو برخو کې له ماشومانو سره اړونده برخې دي چې  هڅه شوې ده ،اسلامی او قرآني مفهومونه دوي ته په ساده ژبه منتقل شي.
د خبر لمبر: 3487158    خپرونې تاریخ : 2023/04/09

ایکنا-(تهران) د تهران د قرآڼ دیرشم نړیوال نندارتون نړیواله برخه  د اسلامی نړۍ د ۲۱هیوادونو د قرآني فعالانو او هنرمندانو په شتون سره د حضرت امام خمیني مصلی یا عیدګاه په ستر هال کې دترسره کیدا په حال کې دی
د خبر لمبر: 3487154    خپرونې تاریخ : 2023/04/08

ایکنا-(تهران) د ایران د اسلامی  جمهوریت ولسمشر  د ترکیې انډونیشیا، قزافستان او یوشمیر نورو هیوادونو له ولسمشرانو سره په ټيلیفوني  تماس کې  جوته کړه، د وحشي صهیونیستي رژيم  له جنایتونو سره د مقابلې لپاره د اسلامی هیوادونو لازیاته همپالنه او غږملتیا یو  جدي او اساسی  ضرورت دی.
د خبر لمبر: 3487148    خپرونې تاریخ : 2023/04/08

ایکنا-(تهران) ایران او سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیرانو په بیجینګ کښې د دواړو هیوادونو د سفارتونو د بیرته پرانیستلو لپاره د موافقې په ترڅ کښې د ملګرتیاو د پراختیا په لاره کښې د خنډونو د ختمولو لپاره په خپل چمتووالي ټينګار وکړ.
د خبر لمبر: 3487144    خپرونې تاریخ : 2023/04/06

ایکنا-(تهران)د ایران اوعربستان د بهرنیو چارو د وزیرانو دغه کتنه د دوې ترمینځ د ټیلي فوني خبرواترو له دریو پړاونو وروسته ترسره کیږي چې پکښې د سفارتونو د بیرته پرانیستلو لپاره د اقداماتو او د موافقې د اجرا لپاره راتلونکي ګامونه او د دواړو هیوادونو ترمینځ د تیرو موافقو اجرا کول او فعالول پکښې شامل دي.
د خبر لمبر: 3487141    خپرونې تاریخ : 2023/04/05

ایکنا-(تهران)  د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر لومړي مرستیال له ریاض او د فارس خلیج له هېوادونو سره د تهران اړیکو ته په اشارې سره وویل، د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر ریاض ته د سعودي عربستان د پاچا بلنې ته مثبت ځواب ورکړی دی.
د خبر لمبر: 3487130    خپرونې تاریخ : 2023/04/03

ایکنا-(تهران)ّد پاکستان تحریک ا نصاف ګوند د اسلام اباد او صهیونیسټي رژيم ترمینځ دخوراکي موادو په تجارت سخت اعتراض وکړ او  په دې باب ئې د پاکستان  خارجه وزارت څخه توضیح وغوښته.
د خبر لمبر: 3487125    خپرونې تاریخ : 2023/04/02

ایکنا-(تهران) له حسینی مقدس آستان سره اړونده دتبلیغ نړیوالو مرکزونو په ملتیا ددنیا په لسو ه یوادونو کې د قرآن د ختم دستورې روانې دي.
د خبر لمبر: 3487105    خپرونې تاریخ : 2023/03/29

ایکنا-(تهران)د ایران د محصیلیینو بسیجي ټولنو شورا په یوې اعلامیې کې د فرانسې  ولسمشر آمانوئل ماکرون ته په خطاب کې روښانه کړې ده،هغه څه چې نورو ته ئې سپارښتنه کوې،د خپل ملت لپاره ولې پرې سترګې پټوې  دخپل ملت د ارادې  احترام  او ورڅخه ملاتړ وکړه.
د خبر لمبر: 3487103    خپرونې تاریخ : 2023/03/28

ایکنا-(تهران) د اردن پارلیمان پرون ناوخته د استازو په شتون سره په ناستې کې د رایو په اکثریت سره له دغه هیواده د صهیونیسټي رژيم د سفیر  ویستلو ته رایه ورکړه.
د خبر لمبر: 3487077    خپرونې تاریخ : 2023/03/23

ایکنا-(تهران)ایکنا – (تهران) د ایران اسلامی جهوریت د بهرنیو اړیکو د سټراټژيکې شورا مشر کمال خرازي  د اړیکو د بیرته پيلولو لپاره د تهران او ریاض  موافقې  ته په اشارې سره  ټینګار وکړ، ایران او عربستان  دیوه بل په نسبت د حذفولو فکر نشي درلودلی .
د خبر لمبر: 3487068    خپرونې تاریخ : 2023/03/21

ایکنا-(تهران)د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف چین د پاکستان مهم ګاونډی او د ایران او پاکستان دواړو د ډاډ وړ دوست وباله او زیاته یې کړه: مونږ د ایران او عربستان د موافقې او د بیجنګ د اسانوونکي رول هرکلی کوو.
د خبر لمبر: 3487025    خپرونې تاریخ : 2023/03/12

ایکنا-(تهران)په بیلجیم کې د مراکش یوې میرمنې د یو داسې لیک د ترلاسه ولو خبر ورکړی، چې پکې د کورونو له خاوندانو غوښتل شوي دي ،څو خپل کور او ځاي  مسلمانانو ته په کرایه  ورنکړي.
د خبر لمبر: 3487016    خپرونې تاریخ : 2023/03/11

ایکنا-(تهران)د ایران اسلامی جمهوریت او سعودی عربستان پاچائۍ سره موافقه کړې ده ،کابو تر دوو میاشتو پورې  خپلې ډيپلوماټيکې اړیکې بیرته پيل کړي او سفارتونه او نمایندګۍ پرانیزي.
د خبر لمبر: 3487014    خپرونې تاریخ : 2023/03/11

ایکنا-(تهران)د ایران د اسلامی جمهوریت د قرآن دنړیوالو سیالیو په نهه دیرشم پړاؤ کې غوره یوه بهرنۍ میرمنې د قرآن دحفظ ترڅنګ د تفسیر یادول هم ضروري ګڼي او  حجاب او ستر  محدودیّت نه بلکې  خوندیتوب بولي.
د خبر لمبر: 3486949    خپرونې تاریخ : 2023/02/25

ایکنا-(تهران) د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر د قرآن د نړیوالو سیالیو دنهائي مرحلې په پایزو دستورو کې د قرآن په ډګر کې د  اسلامی انقلاب دمعظم لارښود د بیرغ اوچتولو  ته په اشارې سره ووئيلو قرآني سیالۍ باید په نورو قرآني ډګرونو کې د نوښتوالی او بدلون سرچینه شي.
د خبر لمبر: 3486941    خپرونې تاریخ : 2023/02/23

ایکنا-(تهران) د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آيت الله العظمی سید علی خامنه ايد اسلامی نظام  له یو شمیر مسئولانو،داسلامی هیوادونو له سفیرانو او استازو او دقرآن کریم په نړیوالو سیالیو کې له ګډون کونکو میلمنو سره په کتنې کئې د فلسطین له مظلومانو په ملاتړ کې د ایران د اسلامی جمهوریت څرګند او جوتو دریځونو ته په اشارې سره ووئيل، اسلامی انظام هیچا ته تمه نه کوي او د فلسطین له ملته په ښکاره ملاتړ او دفاع سره ،په هرې طریقې سره چې وي،هماغه راز به دوي سره مرسته وکړي.
د خبر لمبر: 3486916    خپرونې تاریخ : 2023/02/18

ایکنا-(تهران) د ګرګان ولایت د آزاد اسلامی پوهنتون دغونډو په هال کې په دوه ورځني سمینار کې د اسلامی وحدت په مناسبت درې ټوکه کتابونه او نرم آوزارونو په لسګونو مقالې هم نندارې ته وړاندې شوی.
د خبر لمبر: 3486909    خپرونې تاریخ : 2023/02/16