اسلامی هیوادونه - پاڼه 25

IQNA

بچوې
ایکنا-(تهران) د اسلامي انقلاب معظم لارښود، د صهیونیستي رژیم تدریجي زوال ته په اشارې سره وفرمایل : دغه زوال چې څو کاله مخکې پیل شوی وو اوس ګړندی شوی دی او اسلامي نړۍ باید له دغه ستر فرصت څخه ګټه پورته کړي.
د خبر لمبر: 3487226   خپرونې تاریخ : 2023/04/22

ایکنا-(تهرن) د دوو سترو اسلامی هیودونو ایران او عربستان روغه جوړه د اسلامی نړۍ قدرت او توانمني څرنګه زیاتوي؟،د ډاکټر غیورغالب له خولې ئې آورو (مرکه)
د خبر لمبر: 3487216   خپرونې تاریخ : 2023/04/19

ایکنا-(تهران) د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د صهیونیسټي رژیم د تیریو په تیره بیا په مسجدالاقصی کښې د روژتي فلسطینیانو خلاف د دغه رژیم د تیرو په غندنې او د فلسطین له مسئلې په ملاتړ کښې د اسلامي هیوادونو یووالی او د نظر اتفاق ضروري او مهم وباله.
د خبر لمبر: 3487211   خپرونې تاریخ : 2023/04/18

ایکنا-(تهران) د اسلامی مذهبونو دنزدیکت د نړیوالې ټولنې عمومی منشي حجةالاسلام حمیدشهریاري روښانه کړه نن سبا په نړۍ کې اساسی بدلون په رامینځةکیدا دی،کله اسلامی انقلاب رامینځةشو،نو د استکبار په مقابل کې دمقاومت کلتور بڼه وموندله.هغه همداراز ووئيل،نن سبا د اسلامی امت لپاره یوه لویه بریا دا ده چې سعودیان  پوهه شوي دي چې امریکا د تکیې او اعتماد وړ نه ده.
د خبر لمبر: 3487206   خپرونې تاریخ : 2023/04/17

ایکنا-(تهران) د پاکستان ځوان خوشنویس او خطاط محمد اشرف هیرا وائي ، په ایران کې دخوشنویسانو د انجمن په نامې سره یوه ټولنه فعالیت کوي چې د ایران او پاکستان ترمینځ دکلتوری اړیکو په پياوړتیا سره په پاکستان کې یوه ګډه ټولنه پرانیستل کیدلی او دغه دواړه ټولنې ښې اړیکې درلودلی شي ،دغه چاره به د خوشخطي په تیره بیا د اسلامی خوشخطۍ د هنر یادونه پیاوړي کړي.
د خبر لمبر: 3487190   خپرونې تاریخ : 2023/04/15

ایکنا-(تهران) د ایران د اسلامی جمهوریت  د پوځ لوي درستیزوالي  د قدس  دنړیوالې ورځې په درشل کې  په یوې اعلامیې کې  د فلسطین تر نیواک لاندې د خلکو د حقوقو او د وحشي ډوله صهیونیسټي رژيم  د جنایتونو او نیواکګرۍ د ختمیدا په ملاتړ کې د نړیوالو اورګانونو او بشری حقوقو د ادارو د قانوني دندو  یادونه وکړه.
د خبر لمبر: 3487180   خپرونې تاریخ : 2023/04/13

ایکنا-(تهران) د افغانستان د ژېړو یا طلائي کارونو (gilding artist) مشهوره هنرمنده میرمن شکیلا عالمی چې د تهرا د قرآن  ددیرشم نړیوال نندارتون په نړیوالې څانګې کې ئې خپل آثار نندارې ته وړاندې کړي ، ووئيل،د امام حسین علیه السلام په باب د یوه حدیث تذهیب  د ما د مشهورتیا او پرمختګ ټکی دی.
د خبر لمبر: 3487177   خپرونې تاریخ : 2023/04/13

ایکنا-(تهران)د پاکستان خارجه  وزیر بلاؤل بهټو زرداري پرون ناوخته په اسلام اباد کې د ایران له سفیر سید محمد علی حسیني سره  دخداي په آمانۍپه اړه په کتنې کې  چې په دغه هیواد کې ئې ماموریت پاي ته رسیدلی،د  ایران او عربستان د ډيپلوماټيکو اړیکو بیرته پیلیدا ډیره  مهمه  چاره  او  یو سټراټژيک اقدام وبالۀ.
د خبر لمبر: 3487172   خپرونې تاریخ : 2023/04/12

ایکنا-(تهران) د پاکستان ولسمشر عارف علوي په نیواکي فلسطین(اسرائیلو)  کښې د حالاتو خرابیدل او په الاقصی جومات کښې په لمونځ ګزارو باندې بریدونه هم د نړۍ د مسلمانانو د اندیښنې او د غم سبب وبلل او په نړۍ کښې د مسلمانانو پرضد د توپیر او په هند براعظمګي کښې د مسلمانانو د ځپلو او د هغوې د حالت په هکله یې هم اندیښنه څرګنده کړه.
د خبر لمبر: 3487168   خپرونې تاریخ : 2023/04/11

ایکنا-(تهران)د تهران د قرآن په نندارتون کې ګډون کونکي د تایلینډ مبلغ  ووئيل، د ایران د قرآڼ نندارتون په جذابو برخو کې له ماشومانو سره اړونده برخې دي چې  هڅه شوې ده ،اسلامی او قرآني مفهومونه دوي ته په ساده ژبه منتقل شي.
د خبر لمبر: 3487158   خپرونې تاریخ : 2023/04/09

ایکنا-(تهران) د تهران د قرآڼ دیرشم نړیوال نندارتون نړیواله برخه  د اسلامی نړۍ د ۲۱هیوادونو د قرآني فعالانو او هنرمندانو په شتون سره د حضرت امام خمیني مصلی یا عیدګاه په ستر هال کې دترسره کیدا په حال کې دی
د خبر لمبر: 3487154   خپرونې تاریخ : 2023/04/08

ایکنا-(تهران) د ایران د اسلامی  جمهوریت ولسمشر  د ترکیې انډونیشیا، قزافستان او یوشمیر نورو هیوادونو له ولسمشرانو سره په ټيلیفوني  تماس کې  جوته کړه، د وحشي صهیونیستي رژيم  له جنایتونو سره د مقابلې لپاره د اسلامی هیوادونو لازیاته همپالنه او غږملتیا یو  جدي او اساسی  ضرورت دی.
د خبر لمبر: 3487148   خپرونې تاریخ : 2023/04/08

ایکنا-(تهران) ایران او سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیرانو په بیجینګ کښې د دواړو هیوادونو د سفارتونو د بیرته پرانیستلو لپاره د موافقې په ترڅ کښې د ملګرتیاو د پراختیا په لاره کښې د خنډونو د ختمولو لپاره په خپل چمتووالي ټينګار وکړ.
د خبر لمبر: 3487144   خپرونې تاریخ : 2023/04/06

ایکنا-(تهران)د ایران اوعربستان د بهرنیو چارو د وزیرانو دغه کتنه د دوې ترمینځ د ټیلي فوني خبرواترو له دریو پړاونو وروسته ترسره کیږي چې پکښې د سفارتونو د بیرته پرانیستلو لپاره د اقداماتو او د موافقې د اجرا لپاره راتلونکي ګامونه او د دواړو هیوادونو ترمینځ د تیرو موافقو اجرا کول او فعالول پکښې شامل دي.
د خبر لمبر: 3487141   خپرونې تاریخ : 2023/04/05

ایکنا-(تهران)  د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر لومړي مرستیال له ریاض او د فارس خلیج له هېوادونو سره د تهران اړیکو ته په اشارې سره وویل، د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر ریاض ته د سعودي عربستان د پاچا بلنې ته مثبت ځواب ورکړی دی.
د خبر لمبر: 3487130   خپرونې تاریخ : 2023/04/03

ایکنا-(تهران)ّد پاکستان تحریک ا نصاف ګوند د اسلام اباد او صهیونیسټي رژيم ترمینځ دخوراکي موادو په تجارت سخت اعتراض وکړ او  په دې باب ئې د پاکستان  خارجه وزارت څخه توضیح وغوښته.
د خبر لمبر: 3487125   خپرونې تاریخ : 2023/04/02

ایکنا-(تهران) له حسینی مقدس آستان سره اړونده دتبلیغ نړیوالو مرکزونو په ملتیا ددنیا په لسو ه یوادونو کې د قرآن د ختم دستورې روانې دي.
د خبر لمبر: 3487105   خپرونې تاریخ : 2023/03/29

ایکنا-(تهران)د ایران د محصیلیینو بسیجي ټولنو شورا په یوې اعلامیې کې د فرانسې  ولسمشر آمانوئل ماکرون ته په خطاب کې روښانه کړې ده،هغه څه چې نورو ته ئې سپارښتنه کوې،د خپل ملت لپاره ولې پرې سترګې پټوې  دخپل ملت د ارادې  احترام  او ورڅخه ملاتړ وکړه.
د خبر لمبر: 3487103   خپرونې تاریخ : 2023/03/28

ایکنا-(تهران) د اردن پارلیمان پرون ناوخته د استازو په شتون سره په ناستې کې د رایو په اکثریت سره له دغه هیواده د صهیونیسټي رژيم د سفیر  ویستلو ته رایه ورکړه.
د خبر لمبر: 3487077   خپرونې تاریخ : 2023/03/23

ایکنا-(تهران)ایکنا – (تهران) د ایران اسلامی جهوریت د بهرنیو اړیکو د سټراټژيکې شورا مشر کمال خرازي  د اړیکو د بیرته پيلولو لپاره د تهران او ریاض  موافقې  ته په اشارې سره  ټینګار وکړ، ایران او عربستان  دیوه بل په نسبت د حذفولو فکر نشي درلودلی .
د خبر لمبر: 3487068   خپرونې تاریخ : 2023/03/21