IQNA

ایران په ټولو برخو کې دافغانستان له آبادونې سره مرستو ته تیار دی

6:53 - November 20, 2024
د خبر لمبر: 3490191
ایکنا - په افغانستان کې د ایران سفیر ووئيل،د ایران د جنوب ختیځ چابهار بندر په پراختیا سره به هم د سمندر نړیوالو اوبو ته د افغانستان لاس رسي لا زیات آسان شي.

ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکړی،د ایران په جنوب ختیځ سیستان بلوچستان ولایت کې چابهار بندر  دایران یوازینیۍ سمندري بندر دی چې د هند سمندر او مکرن سمندر په سواحلو کې واقع شوی دی.
سحاب چینل زمونږ دخبریال له قوله راپور ور کوي، په افغانستان کې د ایران د اسلامی جمهوریت سفیر حسن کاظمي قمي د افغانستان  د طالبانو دحکومت د ریس الوزرا له سیاسی مرستیال مولوی عبدالکبیر سره په کتنې کې ووئيل،ایران هڅه کوي،د چابهار بندر په پراختیا او فعالولو سره  افغانستان د نړیوال سمندر اوبو ته لاس رسي پیدا کړي.
کاظمي قمي  ددې خبرې په کولو سره چې  د ایران اسلامی جمهوریت  په سیاسی ،اقتصادي ،کلتوري ډګرونو کې له افغانستان سره  دملګرتیا او اواړیکو پیاوړتیا غواړي، ووئيل؛ ایران  په افغانسنتان کې  د نیمګړو پروژو د بشپړولو لپاره تیار دی.
 دافغانستان د ریس الوزرا سیاسی مرستیال  هم په دغې کتنې کې  ووئيل، د افغانستان سرپرست حکومت له ټولو هیوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی او  اجازت نه ورکوي ، د افغانستان خاوره د ګاونډیانو پشمول دنورو هیوادونو لپاره کوم ګواښ شي.
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i154428

captcha