ایکنا - د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر مسعود پزشکیان د سیمهییزو ډیپلوماتیکو بهیرونو په ملاتړ کې د اسلامآباد د چارواکو د رغنده رول ستاینه وکړه او له پاکستان سره ئې د هر اړخیزو ملګرتیاؤ د پراخولو لپاره د تهران پر هوډ ټینګار وکړ.
د خبر لمبر: 3492938 خپرونې تاریخ : 2026/06/21
د پاکستان لومړي وزیر او د سعودي عربستان ولیعهد د ایران او امریکا ترمینځ د مذاکراتو په راتلونکو پړاوونو کې پرمختګ «حیاتي او ډېر مهم» وباله.
د خبر لمبر: 3492935 خپرونې تاریخ : 2026/06/20
ایکنا- د سعودي عربستان د قطیف سیمې شیعیان، سره له دې چې د چارواکو له خوا پرې امنیتي او مذهبي محدودیتونه لګول شوي، د محرم میاشتې مراسم ترسره کوي.
د خبر لمبر: 3492934 خپرونې تاریخ : 2026/06/20
ایکنا - په ؛سکوی پرواز» نومې کتاب کې د تحریم سورې د ۱۱ او ۱۲ آیتونو په استناد،د حق او باطل په مقابلې کې د ښځو رول یوازې یو فرعي او حاشیه اي شتون نه، بلکې یو اساسي او اغېزشیندونکی رول بلل شوی دی. دا رول د فرعون له مېرمنې آسیه او حضرت مریم (س) څخه پیلېږي او د عاشورا په غورځنګ کې د حضرت زینب (س) په مشرۍ خپل اوج ته رسېږي.
د خبر لمبر: 3492926 خپرونې تاریخ : 2026/06/18
ایکنا- ډیری تحلیلي او څيړونکو خپرونو او ارزونو څخه داسې معلومیږي چې زیاتره کارپوهان په دې اند دي چې ایران د وروستیو دوو جګړو په ترڅ کې د امریکا او اسرائیلي رژیم تر ټولو سخت او زیانمن اقدامات وزغمل، خو بیا هم په نتیجې کې له سټراټیژیک پلوه برلاسی پاتې شو او خپل امریکائي اوا صهیونیسټي دښمنان ئې د اوربند او شاتګ منلو ته اړ کړل.
د خبر لمبر: 3492923 خپرونې تاریخ : 2026/06/17
ایکنا- د الازهر شيخ احمد الطيب د نوي هجري قمري کال په مناسبت په خپل پيغام کې له ټول اسلامي امت څخه وغوښتل چې د اعتدال او مینځ لاریتوب تګلاره دې خپله کړي او د استقامت، هوډ، ارادې، د حق پر لار د ټينګ پاتې کېدو او د اسلامي خاورو او وطنونو د حرمت ساتنې له ارزښتونو دې الهام واخلي.
د خبر لمبر: 3492922 خپرونې تاریخ : 2026/06/17
ایکنا- د محرم الحرام د غم او وير د مراسمو او د عاشورا د غمیزې د يادونې لپاره، د لبنان د بعلبک ښار په مسجد رأس الحسین (ع) کې د ماتم تور بيرغونه پورته شول.
د خبر لمبر: 3492921 خپرونې تاریخ : 2026/06/17
ایکنا- د افغانستان د شیعه علماوو شورا د محرم الحرام د غمجنو شپو ورځو د رارسېدو په مناسبت په خپرې کړئ اعلامیې کې له امنیتي مسئولینو غوښتي چې د محرم او عاشورا د مراسمو د پرتمین او خوندي ترسره کېدو زمینه برابره کړي او د ټولو ښاریزو دیني او مذهبي حقوقو ته پاملرنه وکړي.
د خبر لمبر: 3492919 خپرونې تاریخ : 2026/06/16
ایکنا- د پاکستان شیعه عالمانو د محرم د میاشتې د عزادارۍ په مراسمو کې د ګډونوالو د امنیت د تضمین لپاره د اړینو تدبیرونو پر اهمیت ټینګار کړی او د اسلامي یووالي د پیاوړتیا او د دې میاشتې د مراسمو د مسئولیتپالنې او منظمې ادارې په فضا کې ئې د ترسره کېدو غوښتنه کړې ده.
د خبر لمبر: 3492910 خپرونې تاریخ : 2026/06/14
ایکنا- د انډونیشیاوالو ځوانانو په زړه پورې نوښت، چې د مقاومت د شهیدانو او د ایران د دفاعي لاسته راوړنو په انځورونو سینګار شويو ګاډو کاروان په په سمبولیک بڼه ترسره شو، په ټولنیزو رسنیو او عامه افکارو کې ئې پراخ انعکاس وموند.
د خبر لمبر: 3492896 خپرونې تاریخ : 2026/06/11
ایکنا – د مصر د قرآن کریم راډیو د مصر د مرحوم قاري ابراهیم شعشاعی تلاوت، چې د نامتو قاري عبدالفتاح شعشعی زوی دی، پخپلو ماښامنیو پروګرامونو کې خپروي.
د خبر لمبر: 3492891 خپرونې تاریخ : 2026/06/11
ایکنا - د پاکستان په اسلام اباد کې د ایران د اسلامي انقلاب د ستر بنسټګر د رحلت د کلیزې د لمانځنې مراسم ترسره شول. ویناوالو د مظلومو ملتونو د دفاع او د ظلم پر ضد د مبارزې په برخې کې د حضرت امام خمیني (رح) د انقلابي او د اتحاد او یووالي رامنځته کوونکې روحیې ستاینه وکړه او ټینګار ئې وکړ چې د ایران د ملت عزت او سرلوړي د حضرت امام خمیني (رح) پامته داره ده او د اسلامی انقلاب د شهید رهبر حضرت امام خامنه اي پاکې وینې د امریکا او اسرائیلو پر وړاندې د ایران د مقاومت قدرت لا زیات کړی دی.
د خبر لمبر: 3492864 خپرونې تاریخ : 2026/06/03
ایکنا- د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي، ، په جلا جلا ټیلیفوني خبرو کې د پاکستان د لومړي وزیر له مرستیال او د بهرنیو چارو له وزیر محمد اسحاق ډار او همدارنګه د پاکستان د پوځ دټولو قواؤ له ستر قوماندان فیلډ مارشال عاصم منیر سره د سیمې د بدلونونو او د اوربند اړوندو بهیرونو په اړه خبرې او سلا مشورې وکړې.
د خبر لمبر: 3492860 خپرونې تاریخ : 2026/06/02
ایکنا- د صهیونیستي رژیم یوې رسنۍ د حزبالله د بېپېلوټه الوتکو له امله د صهیونیستانو د وېرې په یادولو سره، دا حالت «پراخېدونکې خپسکه بللی او لیکلي ئې دي چې د دغه رژیم لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو د یو ه ستړي او کمزوري ګوډ مرغاوي په څېر ښکاري.
د خبر لمبر: 3492837 خپرونې تاریخ : 2026/05/28
د حج تاریخي ځایونه
ایکنا- د زمزم چینې اوبه، هغه چینه چې د تاریخ له زړه او د مکې معظمې له مینځه راخوټېږي، یوازې د اوبو یوه سرچینه نه ده؛ بلکې د ایمان، هیله او برکت یوه تلپاتې کیسه ده چې د حضرت ابراهیم(ع) او د بي بي هاجر له زمانې تر نن ورځې پورې ئې میلیونونه حاجیان او زائران خړوب کړي او لا هم د مسلمانانو په کلتور او عقایدو کې ځانګړی مقام لري.
د خبر لمبر: 3492836 خپرونې تاریخ : 2026/05/28
ایکنا- د حج د مراسمو په مناسبت د اسلامي انقلاب د ستر لارښود پیغام، چې پکې د ایران د ملت له قدرتمند مقاومت وروسته په سیمې کې د امریکا د دریځ کمزوري کېدو او د صهیونیستي رژیم د کمزورتیاموضوع یاده شوې وه، په نړیوالو رسنیو کې ئې پراخ انعکاس درلود.
د خبر لمبر: 3492835 خپرونې تاریخ : 2026/05/28
ایکنا- د پاکستان د بلوچستان صوبې په مرکز کویټه ښار کې نن سهار د ځانمرګي برید له امله ۳۰ کسان وژل شوي او کابو ۸۰ نور ټپیان شوي دي چې وئيل کیږي، په لسګونو کسان مرګي حاله راپور شوي دي.
د خبر لمبر: 3492818 خپرونې تاریخ : 2026/05/24
ایکنا- ځینې کسان باور لري چې د روسانو د قرآن له ژباړې سره ګروهنه تاریخي ریښه نه لري او یوازې د شوروي اتحاد تر ړنګېدو وروسته رامنځته شوې ده. خو تاریخ ښئي چې مسلمانانو په ټولو پړاؤنو کې د قرآن کریم نقلولو او ژباړې ته پاملرنه کړې او روسي ختیځپوهانو هم د دې سپېڅلي کتاب په ژباړې کې ستره ونډه لرلې ده.
د خبر لمبر: 3492815 خپرونې تاریخ : 2026/05/24
ایکنا – بلغاریا هیواد د اسلامي او قرآني زده کړو د یوې پایدارې لارې شاهد دی، چې موخه ئې د دغه هېواد د مسلمانې ټولنې د راتلونکو نسلونو روزنه ده.
د خبر لمبر: 3492787 خپرونې تاریخ : 2026/05/18
ایکنا- د پاکستان او سعودي د بهرنیو چارو وزیرانو د هرمز تنګي او د ایران ـ امریکا د ډیپلوماتیکو اړیکو په اړه سره خبرې وکړې او پر سیمه ایزې سولې او امنیت ئې ټينګار وکړ
د خبر لمبر: 3492762 خپرونې تاریخ : 2026/05/12