ایکنا- یوه تکړه مصري قاري او د قرآن کریم نړیوال قاضی شیخ عبدالفتح طاروطي( Sheikh Abdel Fattah Tarouti) د حسيني آستان د قرآني فعالیتونو او د قرآن د پروګرامونود ملاتړ د څانګې ستاینه وکړه.
د خبر لمبر: 3492890 خپرونې تاریخ : 2026/06/10
ایکنا – د امام حسین له مقدس حرم سره اړوند د حسيني شعائرو او موکبونو ادارې اعلان کړی چې د محرم د لسمې ورځې د زیارت او د عاشورای حسيني دستورو لپاره ئې ۷۴۶ جوازونه صادر کړي دي. دغې ادارې همدارنګه ویلي چې سږ کال به د حسینی اربعین په زیارت کې ۱۴ زره موکبونه ګډون وکړي.
د خبر لمبر: 3492889 خپرونې تاریخ : 2026/06/10
ایکنا- د الکوثر ټيلیویژني چینل د نولسم پړاو قرآني سیالیو،چې «اِنَّ لِلْمُتَّقِینَ مَفَازًا» نومېدې، د پای مراسم ئې ترسره شول او د دې پړاؤ ګټونکي اعلان شول.
د خبر لمبر: 3492888 خپرونې تاریخ : 2026/06/10
ایکنا- سلیمان آشیرلایف، چې د روسیې د داغستان جمهوریت اوسېدونکی او یو نامتو خوشنویس دی، په یوې معنوي تجربې کې ئې ټول قرآن کریم په خپل لاس لیکلی دی.
د خبر لمبر: 3492884 خپرونې تاریخ : 2026/06/09
ایکنا- د عباسی مقدس آستان د فکری او کلتوري چاروادارې د قرآن کریم د یوې نادرې او نفیسې نسخې د مرمت چارې پاي ته رسولي دي.
د خبر لمبر: 3492869 خپرونې تاریخ : 2026/06/06
ایکنا - د الازهر نړیوالې اکاډمۍ د «اوسمهاله مبلغ د چمتو کولو» په روزنیز کورس کې د ګډون کوونکو بهرنیو امامانو او مبلغانو لپاره د مصر د «فسطاط» سیمې د اسلامي او مسیحي تاریخي آثارو د میداني لیدنې پروګرام ترسره کړ.
د خبر لمبر: 3492861 خپرونې تاریخ : 2026/06/03
ایکنا- د «هدی» نومې د نهم نندارتون مشر وویل: «په دغه نندارتون کې له سلو څخه زیات د ایراني ـ اسلامي قالیو او جامو تولیدوونکي او فعالان ګډون کوي او خپل محصولات به لږ تر لږه په ۲۰ سلنه تخفیف سره لیدونکو ته وړاندې کوي.
د خبر لمبر: 3492853 خپرونې تاریخ : 2026/06/01
ایکنا- د مصر د اوقافو وزارت د قرآن کریم د تلاوت د ډګر له سترو شخصیتونو څخه د «شیخ سید عبدالشافي هلال» د زوکړې کلیزه ونمانځله. نوموړی په مصر او اسلامي نړۍ کې د «د تلاوت د محفل سفیر» په لقب مشهور و.
د خبر لمبر: 3492845 خپرونې تاریخ : 2026/05/31
ایکنا - د پولنډ پلازمېنې وارسا اسلامي فرهنګي مرکز د «د میوزیمونو شپه ۲۰۲۶» په نوم د یوې غونډې کوربه و، چې پکې د بېلابېلو دینونو او کلتورونو ګڼ شمېر لیدونکو پراخ ګډون کړی و.
د خبر لمبر: 3492817 خپرونې تاریخ : 2026/05/24
ایکنا- د افغانسنان د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د یوناما له سرپرستې جورجت ګانیون سره په لیدنې کې ټینګار کړی، چې افغانستان حق لري، د ملګرو ملتو او په نورو نړیوالو اورګانونو کې رسمي استازولي ولري.
د خبر لمبر: 3492805 خپرونې تاریخ : 2026/05/21
ایکنا- د الازهر د قرآن کریم د چارو عمومي مشر وئیلي دي، د دې مرکز د زدهکوونکو لپاره د اوړي په رخصتیو کې د قرآن د حفظ د اسانتیا پروګرام پیل شوی دی.
د خبر لمبر: 3492804 خپرونې تاریخ : 2026/05/21
ایکنا -د «مستشرقینو په څیړنو کې د قرآن تفسیر» کتاب د کربلا په مقدسه عباسي حرم کې د فکري او کلتوري چارو د څانګې له خوا خپور شو.
د خبر لمبر: 3492782 خپرونې تاریخ : 2026/05/17
ایکنا- د روسیې او اسلامي نړۍ د نړیوالې اقتصادي ټولګې د غونډې په څنډې کې، د روسیې په اوسمهاله تاریخ کې لومړنی لاسلیک شوی مصحف د مېلمنو لپاره د ډالۍ په توګه وړاندې شو.
د خبر لمبر: 3492781 خپرونې تاریخ : 2026/05/17
ایکنا- د مصر دالازهر اسلامی مرکز د وحي د کلام د زده کړې او د قرآن کریم دخدمت لپاره ددغه مرکز د اوړي د قرآنی پلان د څلورم سپَرکي د پیلیدا خبر ورکړ.
د خبر لمبر: 3492777 خپرونې تاریخ : 2026/05/16
ایکنا- د قرآنکریم د ؛امل؛ نومې د حفظ ددفتر مخ کتنه د مصر په سیناء مرکز کې په حسنه ښار کې ددغه هیواد د شمالی سینا د ګورنر په شتون سره ترسره شوه.
د خبر لمبر: 3492776 خپرونې تاریخ : 2026/05/16
ایکنا- د اسلامی انقلاب ستر لارښود د ستر فارسی ژبې شاعر حکیم ابوالقاسم فردوسي د درنښت او د فارسی ژبې د ملی ورځې په مناسبت په یوه پیغام کې وفرمائيل؛ د فارسی ژبه او ادب په پراخې نړئ کې د ایران د اسلامی جمهوریت د بډائ کلتور او تمدن د دودیدا لپاره یوترټولو لوي ظرفیّت دی ؛ او د فارسی ژبې په قدرتمنیدا د مونږ د لوړ مقام شهید اوحکیم رهبر سپارښتنې، د ایرانی- اسلامی تمدن د اقتدار د لارې مشال دی.
د خبر لمبر: 3492775 خپرونې تاریخ : 2026/05/15
ایکنا- د هسپانیا سفیر له حامد شاکر نژاد سره، چې د ایران د اسلامي جمهوریت د قرآن سفیر بلل کېږي، لیدنه کړې او په دغې کتنې کې پر ایران وروستی برید ئې غندلی او د ملتونو د یووالي او د ظلم او تاوتریخوالي پر ضد ئې د فرهنګ او الهي دینونو پر رول ټینګار وکړ.
د خبر لمبر: 3492774 خپرونې تاریخ : 2026/05/14
ایکنا -د مکې مکرمې د قرآن کریم میوزیم یوه له تر ټولو نادرو خطي نسخو څخه ساتي، چې د لیدونکو او د قرآن د تاریخ د څېړونکو پام ئې ځان ته اړولی دی؛ دا یو داسې نادر قرآن دی چې یوازې ۶۰ مخونه لري.
د خبر لمبر: 3492757 خپرونې تاریخ : 2026/05/12
ایکنا- د ملایشیا د لومړي وزیر مرستیال په خپلو خبرو کې وغوښتل چې اسلامي زدهکړې او اخلاقي ارزښتونه دې د هېواد په ملي تعلیمي سیستم کې ورځاي شي.
د خبر لمبر: 3492749 خپرونې تاریخ : 2026/05/10
ایکنا- په کربلا کې د حضرت عباس علمدار (ع) سپېڅلي حرم اړوند د الکفیل میوزیم د خپل تاریخي میراث په مینځ کې د برونزو یوه فلزي ټوټه، چې د قرآني آیتونو نقش پرې شوی، ساتلې او ثبت کړې ده.
د خبر لمبر: 3492747 خپرونې تاریخ : 2026/05/10