iqna

IQNA

بچوې
ایکنا- د  اردن په لسګونو زره خلکو د غزې د خلکو په بشپړملاتړ کې د پرله پسې شپږمې ورځې لپاره  مظاهرې وکړې.
د خبر لمبر: 3488969    خپرونې تاریخ : 2024/03/31

ایکنا- د ملګروملتو سرمنشي اعلان وکړ،چې د غزې له خلکو سره د پیوستون د اعلان په لړ کې به روژه وساتي.
د خبر لمبر: 3488943    خپرونې تاریخ : 2024/03/26

ایکنا- د ملګروملتو د تعلیمي،عملي او کلتوري ادارې(یونیسکو) اجرائي شورا د چارشنبې په ورځې د فلسطین په ملاتړ کې د دوو پریکړه لیکونو له تصویبیدا وروسته د جمعې ورځې په ناستې  کې  چې د فرانسې په پلازمینې پاریس کې ترسره شوه، دریم پریکړه لیک هم د فلسطین په ګټه تصویب کړ.
د خبر لمبر: 3488940    خپرونې تاریخ : 2024/03/25

ایکنا- د ښځې له نړیوالې ورځې  سره په یووخت د پاکستان په ملتان کې د ایران د اسلامی جمهوریت د کلتوري خونې اوکلتوري اتاشي په همت سره،د غزې دمیرمنو د مقاومت قدرونې اوستاینې  په عنوان سره یو سمینار ترسره شو.
د خبر لمبر: 3488861    خپرونې تاریخ : 2024/03/11

ایکنا- د فلسطین  سرچینو د تیرې جمعې په ورځې یعنی د کب د میاشتې په یولسمه نیټه  د غزې تړانګې په جنوب کې په واقع رفح ښار کې د الفاروق جومات د کنډوالو دپاسه  د جمعې لمانځه د ترسره کیدا انځورونه او ویډیو کلیپونه خپره کړل چې ډیره زیاته ولوله او  انګیزه ئې  خوره کړې ده.
د خبر لمبر: 3488823    خپرونې تاریخ : 2024/03/04

ایکنا-د الازهر اسلامی مرکز د یوې اعلامیې په خپرولو سره ،په غزې کې د هغو فلسطینیو کډوالو په ټارګټ کولو کې د وحشي صهیونیسټي پوځیانو جنایتکار اقدامات چې د خوراکي مستو په تمه وو، په سخته محکوم کړل او دا ئې د بشریّت په ټنډې د بې ننګۍ یو داغ وباله.
د خبر لمبر: 3488815    خپرونې تاریخ : 2024/03/03

ایکنا- د فلسطین په رفح کې  د کډوالو په کیمپ کې د قرآن کریم د حفظ او تلاؤت په مرکز کې د فلسطینیو  کډوالو  د شتون یو ویډیو،  په ټولنیزو چینلونو کې د کارؤنکو له پراخ غبرګون سره مخ شوی دی.
د خبر لمبر: 3488809    خپرونې تاریخ : 2024/02/29

ایکنا- د آسټریلیا دمسلمانانو مشرانو  په یوې اعلامیې کې وئيلي دي ، د فلسطین دغزې تړانګې د بې څوکه  خلکوپه ضد د اسرائيلي رژيم  له جنګه د آسټریلیائي حکومت د ملاتړ په دلیل د حکومتي روژماتو په دستورو کې له ګډونه ډډه کوي.
د خبر لمبر: 3488805    خپرونې تاریخ : 2024/02/29

ایکنا- د صهیونیسټ رژيم  پولیسو د ګرَمو اوبو په پاښلو سره په کابلان سړک کې د بینیامین نتن یاهو په ضد د ښارګواټو اوسیدونکو صهیونیسټانو مظاهره په سخته وځپله .
د خبر لمبر: 3488788    خپرونې تاریخ : 2024/02/26

ایکنا- د هالینډ د مختلفو ښارونو په سلګونو مسلمان ځوانان د هالینډ په اسخیدام ښار جومات کې غونډ شول او د غزې د مظلومو خلکو لپاره ئې اجتماعی دعا وکړه.
د خبر لمبر: 3488785    خپرونې تاریخ : 2024/02/26

ایکنا- د  تهران د جمعې لمانځه خطیب د ایران راتلونکي پارلیماني انتخابات،د ایران دملت لباره یو لوي فرصت وبالۀ او په دغو پارلیماني انتخاباتو کئې  ئې  پرګډون ټينګار  وکړ.
د خبر لمبر: 3488771    خپرونې تاریخ : 2024/02/23

ایکنا- د نړۍ په ۴۵هیوادونو کې په لکونو خلکو په مظاهرو سره په غزې کې د وحشي صهیونیسټانو د نسل وژنې ددریدا غوښتته وکړه
د خبر لمبر: 3488741    خپرونې تاریخ : 2024/02/18

ایکنا- د فلسطین د اسلامی مقاومتی غورځنګ حماس د سیاسی دفتر مشر  ټينګار وکړ،د هرې  احتمالی موافقې لازمه د اوربند دتحقق ضمانت دی.
د خبر لمبر: 3488726    خپرونې تاریخ : 2024/02/16

ایکنا- د لندن چاپ رأی الیوم  د یوه مطلب په خپرولو سره  د الازهر د اسلامی مرکز او د هغه د مشر شیخ احمدد الطیب په ضد د صهیونیسټي رژيم د ۱۲چینل تورونو اویرغل ته په اشارې سره په دې زمینې کې د مصر د ځینو شخصیّتونو  غبرګون خپور کړی او ددغو تورونو ترشا ئې موخې لټولي دي.
د خبر لمبر: 3488686    خپرونې تاریخ : 2024/02/06

ایکنا- د نیواکي فلسطین په شمال باندې د لبنان د اسلامی مقاومتي مبارزانو  د نوو حملو خبر ورکړی  چې په اساس ئې له لبنان سره د نیواکي فلسطین په پولې کې  په اصبح الجلیل  سیمې کې  په مرګلیوټ  ښارګوټي  کې د خطرې ټلۍ  کړنګیدلي دي .
د خبر لمبر: 3488683    خپرونې تاریخ : 2024/02/06

ایکنا- د مصر د پورت سعید د قرآن د حفظ او ددیني مداحیو نړیوالې سیالۍ دجمعې په ماښام ددغه ښار د کلتوري مرکز د غونډو په ستر هال کې په داسې حال کې افتتاح شوي چې د الاقصی جومات او قدس په یادونې او په غزې د اسرائيلو دنیواکګر رژيم دتیریو له محکومیّت سره یو ځاي وې.
د خبر لمبر: 3488677    خپرونې تاریخ : 2024/02/05

ایکنا- د امام الزمان (ع)د ګمنامو مامورانو په حیرانونکو ترکیبی  عملیاتو د  لړۍ ټولګه،د صهیونیسټي دښمن د جاسوسی ادارو د حساسو اطلاعاتو د ترلاسه کیدا سبب شوي دي، همداراز د دښمن دترټولو حساسو پوځي تاسیساتو او پوځي مرکزونو  اوسټراټژيکو صنائعو او د وسلو د کارخانو  او پټو تاسیساتو معلومول او د خپلو توغندیو او ډرونز په شیشت کې په راوستو سره د اطلاعاتي  او امنیتی پلان  یوه برخه ګرځیدلي دي.
د خبر لمبر: 3488661    خپرونې تاریخ : 2024/02/02

د ایران د اسلامي جمهوریت او سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیرانو پرون د غزې د بدلونونو په هکله ټیلیفوني خبرې اترې وکړې.
د خبر لمبر: 3488658    خپرونې تاریخ : 2024/02/01

ایکنا- د یمن د پوځ عمومي قوماندان  پرون ناوخته په یولړ څرګندونو کې  ووئيل،دغه هیواد له امریکا او انګلستان سره د اوږدمهالې ډغرې لپاره بشپړ تیار دی او غاښ ماتونکی ځواب به ورکړي.
د خبر لمبر: 3488651    خپرونې تاریخ : 2024/01/31

ایکنا- د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي زیاته کړه: د فلسطین د غزې تړانګې د خلکو بریالیتوب پریکنده دی او متعال خدای به دغه بریالیتوب په نږدې راتلونکي کښې اسلامي امت ته وروښيي او د مسلمانانو چې په سره کښې یې د فلسطین او د غزې تړانګې خلک دي خوشحاله شي.
د خبر لمبر: 3488613    خپرونې تاریخ : 2024/01/23