ایکنا- د افغانستان د طالبانو حکومتی چارواکي وائي؛ د وګړو لپاره د امنیت په تامینولو کښې د هیڅ توپير ته قایل نه دي او ټول خلک به له کوم توپيره له یو شان امنیته برخمن دي.
د خبر لمبر: 3492736 خپرونې تاریخ : 2026/05/06
ایکنا- د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر روښانه کړې ده، دمکتب تشیَع پيروکار هیڅوک په زور نشي تسلیمولی ،ځکه د وي خداي په درګاه کې سربسجود وي.
د خبر لمبر: 3492735 خپرونې تاریخ : 2026/05/06
ایکنا- په پاکستان کې د ایران د اسلامی جمهوریت سفیر روښانه کړې ده ،ایران د خپل هیواد دفاع او د ملت د ګټو په نه مني.
د خبر لمبر: 3492721 خپرونې تاریخ : 2026/05/04
ایکنا- د متحده عربی اماراتو حکومت په لسګونو زره پاکستانی شیعیان هم وویستل او هم ئې د هغوی ټوله شتمنئ مصادره کړي ، چې د پاکستان ډير سپکاوی ښکاري.
د خبر لمبر: 3492720 خپرونې تاریخ : 2026/05/03
ایکنا- د پاکستان یو شمیر څیړاندو او سیاسی شخصیّتونو د امریکا د یواړخیز پال کړچار په محکومولو او د سیمې پر ملتونو د هغوی د جنګ غواړو پایلو په محکومولو سره ، له تل پاتې سولې اوثبات سره د مرستې لپاره د ایران د اسلامی جمهوریت د چورلیزي رول قدرونه او ستاینه وکړه.
د خبر لمبر: 3492709 خپرونې تاریخ : 2026/04/28
ایکنا- د پاکستان په کویټه کې د ایران د کلتوري خونې مسئول سیدابوالحسن میری د علامه اقبال (لاهوري) د درنښت په مناسبت په یوې علمي ناستې کې چې د پاکستان د کویټه په الحمد اسلامی پوهنتون کې ترسرهشوه، د علامه اقبال دتمدني آرمانونو په عملی کولو کې د شهید امام خامنه اي د سټراټژيک رول بیان کړ.
د خبر لمبر: 3492703 خپرونې تاریخ : 2026/04/26
ایکنا – د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ف څانګې مشر د ایران پر وړاندې د امریکا د ولسمشر د ډیپلوماتیکو اصولو په خلاف ورزي کونکو کړنو سختې نیوکې وکړې.
د خبر لمبر: 3492686 خپرونې تاریخ : 2026/04/20
ایکنا- د ملګرو ملتو د بشري هستوګنې پروګرام «یو ان هبیتات» وايي، په روان ۲۰۲۶ کال کې ۴.۲ میلیونه افغانان بېړنۍ سرپناه او غیرخوراکي توکو ته اړتیا لري.
د خبر لمبر: 3492685 خپرونې تاریخ : 2026/04/20
ایکنا- د عربستان د حج او عمرې وزارت په یوې اعلامیې کې وئيلي دي، چې عربستان ته دخداي د کور د زیارتوالو واریدیدا سږکال د حج د فریضې د ادا کولو لپاره له سمندری، هوائي او مځکنیو لارو پيل شوی دی.
د خبر لمبر: 3492684 خپرونې تاریخ : 2026/04/20
ایکنا- د پاکستان د پوځ په دغې اعلامیې کې د ایران اسلامی جمهوریت ته د پاکستان د پوځ د مشر قوماندان او د دفاعي ځواکونو د مشر فیلډ مارشل عاصم منیر ددرې ورځني سفر د پاي په اعلانیدا سره ټينګار شوی دی چې دغه سفر ، د مینځني ختیځ د بحران د سوله ایز حل لپاره د آسانتیاؤ او په سیمې کې د سولې، ثبات او هوساینې د لوړتیا لپاره د پاکستان دکلک هوډ او ارادې ښودنه ده.
د خبر لمبر: 3492679 خپرونې تاریخ : 2026/04/18
ایکنا - د پاکستان د پوځ ستر قوماندان فیلډ مارشل عاصم منیر چې پرون د ایران په سفر راغلی ، نن ئې د ایران د اسلامی شورا له مشر محمد باقر قالیباف سره کتنه وکړه او وې وئيل؛پاکستان د ایران او امریکا ترمنځ د منځګړیتوب مهم رول لوبوي.
د خبر لمبر: 3492674 خپرونې تاریخ : 2026/04/16
ایکنا- د پاکستان دفاع وزیر په یولړ څرګندونو کې په مثبتې فضا کې د اسلام اباد د خبرواترو ترسره کیدا ته په اشارې سره ووئيل چې د ایران او امریکا ترمیځ دخبرواترو د ورپسې پړاؤ د ترسره کیدا امکان هم شته دی.
د خبر لمبر: 3492666 خپرونې تاریخ : 2026/04/13
ایکنا- د پاکستان په اسلام اباد کې د ایران او امریکا ترمینځ د پاکستان په مینځګړیتوب سره د خبراترو ماراتن په داسې حال کې نن سهار پاي ته رسیدلی چې داسې ښکاري تل پاتې سولې ته د رسیدا لاره که څه هم مشخصه ده ،خو د امریکائي چارواکو له خوا جدي ارادې ته اړتیا لري.
د خبر لمبر: 3492663 خپرونې تاریخ : 2026/04/12
ایکنا- د ایران داسلامی جمهوریت دخارجه وزارت ویندوي اسماعیل بقائي په یوه راپور کې لیکلي دي،په تیرو۲۴ ساعتونو کې د هرمز تنګي،ایټمي موضوع، د جنګ د تاوانونو د ګرمَې، دبندیزونو دختمیدا د ایران په ضد او په سیمې کې د د جنګ بشپړ ختمیدا پشمول دخبرواترو په اصلي موضوعګانو خبرې وشوې.ددغه ډيپلوماټيک بهیر بریالیتوب د مقابل لوری له جدیّت او ښه نیت سره او له غیر قانوني زیات غوښتو څخه له ډډه کولو او دغه راز د ایران د حقه حقوقو او روا ګټو له منلو سره اړونده دی.
د خبر لمبر: 3492662 خپرونې تاریخ : 2026/04/12
ایکنا- د پاکستان د پنجاب صوبې په مرکز لاهور کې په بادشاهي تاریخی جومات کې د قرآنی هنری آثارو او خطي نسخو دوړاندې کولو نوی مرکز افتتاح شو.
د خبر لمبر: 3492659 خپرونې تاریخ : 2026/04/11
ایرناخبری آژانس راپور ورکړی، دپاکستان دفاع وزیر خواجه محمد آصف جنایتکار صهیونیسټي رژيم د بشریّت لپاره نفیرین او د شر سرچینه بللې او د لبنان د خلکو په ضد ئې د دوي وروستیو جنایتونو په محکومولو سره وئیلي دي، داسلام اباد دخبرواترو له پروګرام سره په یووخت ، د وحشي اسرائيلي رژیم په لاس د بې ګناه خلکو نسل وژنه هماغه راز دوام لري، چې انسانیّت ورڅخه شرمیږي.
د خبر لمبر: 3492658 خپرونې تاریخ : 2026/04/11
ایکنا - د اسلامی انقلاب د شهید رهبر د شهادت د څلویښتئ په مناسبت د اسلامی انقلاب د معظم لارښود حضرت آيت الله مجتبی حسینی خامنه اي پیغام د پاکستان په رسندویو کې پراخ انعکاس درلودلی دی.
د خبر لمبر: 3492657 خپرونې تاریخ : 2026/04/11
ایکنا - د ایران د مرکچي پلاوی مشرمحمد باقر قالیباف اسلام آباد هوائي ډګر ته د رسیدا په وخت په زغرده ووئيل، ښه نیّت لرو ځو اعتماد نه لرو، له امریکایانو سره د مونږ د مذاکراتو تجروبه همیشه له ناکامئ او بد عهدئ سره مخ شوي ده.
د خبر لمبر: 3492656 خپرونې تاریخ : 2026/04/11
ایکنا – د اسلامی انقلاب د شهید قاید او د مقاومت او جهاد د بیلګې اوغوره مجاهد حضرت آیت اللع العظمی امام خامنه اي د شهادت په څلویښتمې ورځې له درست هیواد سره په یووخت دتهران د ویر او عزادارئ د ډلو او دستو حرکت نن سهار له جمهوری اسلامی چوک څخه د هغه بزرګوار د شهادت تر ځآی ؛مقتل؛ پورې پیل شوی او د تهران فضا ئې ویرجنه کړې ده.
د خبر لمبر: 3492648 خپرونې تاریخ : 2026/04/09
ایکنا- د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او خارجه وزیر ټينګار کړی دی، اسلام اباد په سیمې کې تل پاتې سولې او ثبات ته په رسیدا او د تاؤتریخوالي د کمیدا په موخې سره د ټولو نوښتونو ملاتړ ته ژمن دی.
د خبر لمبر: 3492640 خپرونې تاریخ : 2026/04/06